د لاسرسي ځای

تازه خبر

جنرال باجوه کابل ته د سولې لپاره څه وړانديزونه وړي ول؟


پراګ - يو افغان چارواکي مشال راډيو ته ويلي چې د پاکستان پوځ مشر جنرل قمر جاوید باجوه داکتوبر په لومړۍ نېټه کابل ته د خپل سفر پر مهال د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني ته د ترهګرۍ ځپلو لپاره ځينې نوي وړانديزونه کړي دي.

دې چارواکي د نوم نه خپرولو په شرط مشال راډيو ته د اکتوبر په پنځمه وويل، د پاکستان له خوا غوښتنه شوې چې دواړه هېوادونه دې د يو بل امنيتي ادارو ته په خپل خپل قید کې موجودو بنديانو څخه د تحقیقاتو لاس رسی ورکړي.

د عملياتو اصليت او د بنديانو تبادله

د سرچينې په خبره افغان لوري ټينګار کاوه، که کومه غاړه پر خپله خاوره د وسله والو خلاف کوم عمليات کوي، داسې ملک يا اداره بايد وي چې د هغې اصليت ثابت کړي. بل وړانديز دا وو چې پاکستان او افغانستان دې له يو بل سره بنديان تبادله کړي.

محمد حنیف اتمر
محمد حنیف اتمر

د افغانستان ملي امنيت سلاکار محمد حنيف اتمر دفتر د هغه له خولې د سېپټمبر په ۲۸ تاريخ په یوه خبرپاڼه کې ويلي ول چې د پاکستان بهرنيو چارو وزير سره يې د امريکا په نيويارک ښار کې د ملګرو ملتونو عمومي غونډې په څنډه کې د پنځو افغان طالب مشرانو د تبادلې په اړه خبرې کړې دي. يو افغان چارواکي د نوم نه خپرولو په شرط په دې کسانو کې ملا احمدالله نانی، ملا غني برادر، ملا سليمان اغا او ملا عبدالصمد ثاني مهم وبلل. د دې په بدل کې به افغان حکومت د پاکستانيو طالبانو بندي مشران ورپرېږدي.

په افغانستان کې ځينې پاکستاني طالبان په قېد کې دي چې اسلام اباد يې غواړي. په تېرو وختونو کې پاکستاني پوځ ويلي چې له افغان خاورې پر دوی برېدونه شوې دي خو کابل دا تور ردوي.

دا مهال د کابل او اسلام اباد ترمنځ د بنديانو د تبادلې هېڅ تړون نه شته دی. خو د افغانستان د سولې عالي شورا مرستيال مشر، محمد امين وقاد مشال راډيو ته وويل د داسې لوظنامې کول سخت نه دي او که بنديان تبادله شي نو د دواړو هېوادونو ترمنځ اعتماد ژوندی کېدلی شي.

((که پاکستان رښتيا د سولې مذاکراتو لپاره کار کول غواړي نو بنديان بايد افغان چارواکیو ته وسپاري. د دې کار لپاره ميکانيزم جوړېدلی شي. البته د بنديانو تبادله به د ترجيحاتو په بنياد کېږي. ځينې کسان چې په سره خط کې دي هغوی وروسته او ځينې نور مخکې خوشې کېدلی شي.))

د سولې په اړه خبرې تر هغه وروسته زياتې شوې چې د اګست په يوويشتم تاريخ د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د افغانستان لپاره د خپلې ستراتيژۍ د اعلان پر مهال پر پاکستان د وسله والو د ملاتړ تور پورې کړ او خبرداری یې ورکړ چې له دې کاره دې لاس واخلي. پاکستان وايي د ترهګرۍ په وړاندې د دوی قربانيو ته پام نه دی شوی او د بهرنيو چارو وزير خواجه محمد آصف تر دې وروسته د خپل دریځ روښنانولو لپاره خپل بهرني سفرونه زيات کړې دي.

د پاکستان بهرنيوو چارو وزير خواجه آصف د خپل امريکايي سيال ريکس ټيلرسن سره
د پاکستان بهرنيوو چارو وزير خواجه آصف د خپل امريکايي سيال ريکس ټيلرسن سره

د مشال راډيو د سرچينې په خبره د سولې مذاکراتو ته رسېدو لپاره افغان حکومت له پخوانيو طالب مشرانو هم کار اخېستل پیل کړی دی. د دې لپاره په اسلام اباد کې د طالبانو رژيم پخوانی سفير ملا عبدالسلام ضعيف قطر ته تللی دی.

دا رپورټ په انګرېزۍ ژبه دلته ولولئ.

بلخوا محمد امين وقاد وايي طالبانو سره د روغې جوړې لپاره يې خپل پخواني وړانديزونه په نویو لارو او نوې بڼه طالبانو ته وړاندې کړي دي. هغه زياته کړه: ((موږ له دوی پوښتنه کوو چې آيا دوی غواړي يو سياسي ګوند جوړ او دلته سياسي فعاليت وکړي؟ که داسې وي نو د دې لپاره دې دروازې پرانيستل شي.)) د وقاد په خبره له طالبانو سره هم ځينې بنديان چې افغانان او بهرنيان پکې شامل دي، شته دی چې د خوشې کېدو لپاره يې خبره کېدای شي.

د بندي طالب مشرانو اغېز

د تېر افغان ولسمشر حامد کرزي په وخت کې هم پاکستان ځينې طالب بنديان پرېښي وو خو په هغوی کې ځینو له حکومت سره د يوځایکېدو پرځای تریتم او ځينې بيرته له طالبانو سره يوځای شول. دا ځل افغان چارواکي وايي پاکستان بايد دا مشران دوی ته وسپاري.

د پاکستان بهرنيوو چارو وزير خواجه محمد آصف د جيو په نامه يو شخصي ټيليويژن سره په مرکې د اکتوبر په دوهم تاريخ ومنله چې افغانستان ورته د ۷۸ کسانو ليست سپارلی چې پر ضد يې کاروايي وکړئ خو زياته يې کړه چې اسلام اباد هم ورته ليست کابل ته ورکړی دی.

د طالبانو د رژيم پخوانی چارواکی او اوسمهال د سياسي چارو شنونکی، وحيد مژده وايي په پاکستان کې نيول شوي طالبان نه شي کولی پر ځمکه جنګېدونکي وسله وال امن ته قانع کړي. هغه زياتوي: ((دوی به څه خاص اغېز ونه لري. طالبانو په وار وار ويلي چې د سولې د خبرو لپاره د دوی ادرس همغه د قطر دفتر دی. نو ماته نه ښکاري چې په دې نيزدې راتلونکې کې دې امن راشي.))

د سرتېرو روزنه

د پاکستاني پوځ وياند ميجر جنرل آصف غفور د اکتوبر په پنځمه پينډۍ کې خبريالانو ته وويل چې افغانستان سره له پخوانۍ بداعتمادۍ راوتي دي او کابل ته يې د پوځي مشر سفر ډېر ګټور وو.

د مشال راډيو د سرچينې په خبره کابل ته تللي د پاکستان پلاوي له خوا وړانديز شوی چې افغان ځواکونه وروزي. افغان چارواکو ورسره دا خبره په سمدستي توګه نه ده منلې او دا کار يې د اعتماد له بحالېدو او د دوستۍ چاپېريال رامنځته کېدو پورې تړلی بللی.

XS
SM
MD
LG