د لاسرسي ځای

تازه خبر

د جنوبي وزيرستان خبريال نهه کاله پس خپلې سيمې کې څه وليدل؟


د جنوبي وزيرستان وران شوي کورونه
د جنوبي وزيرستان وران شوي کورونه

په اسلام اباد کې د يو شخصي ټي وي سره کارکوونکی خبريال ګوهر مسود شاوخوا نهه کاله وروسته خپلې سيمې ته تللی. د راه نجات عملياتو وروستو دا وړومبی ځل وو چې دوی وړوکی اختر په خپل کور کې ونمانځو.

مسود زياتوي چې ځايي خلک خوشاله وو چې تر اوږدې مودې وروسته خپلو کورونو ته تللي خو هلته په کورونو کې دننه ورته د کوټو پر ځای خېمې لګول شوي دي چې د دايمي اوسېدو وړ نه دي. همداراز وياړی دومره ډير شوی چې د ځنګلونو داسې ځنارو ښکاري چې پخوا به نه لېدل کېدل.

ګوهرمسود وايي چې تر ټولو لويه ستونزه د ناچاودو بمونو ده. هغه يې په اړه وايي: ((په جنوبي وزيرستان کې د مسود قبيلې شاوخوا سل کسان دې بمونو وژلي دي چې پکې ماشومان، مشران او زنانه شاملې دي. هم د دې له وجې په سوونو ځناور وژل شوي دي. بارانونه شوي دي نو دغه بمونه د باران اوبو د غرونو له سرونو څخه لاندې راوړي دي. زموږ په خپل کور کې اوس هم دوه بمونه او د کور نه بهر لس بمونه ما په خپلو سترګو وليدل.))

په خېمو کې د بمونو سره ژوند دی. اوبه نشته. د صحت اسانتياوې نشته، ښوونځي نشته. يعنې لنډه دا چې د ژوند تېرولو کوم شکل چې پخوا وو هغه ټول وران شوی

ګوهر مسود وايي هلته اوس ډېر وسله وال د طالبانو سره د اړېکو تر پرې کولو د امن کميټيو برخه جوړه کړل شوې ده. د مسود په خبره جګړو نه يوازې پر خلکو اغېز کړی بلکې ونې بوټي هم يا وچ شوي او يا پرې کړل شوي دي. د هغه په وينا جنوبي وزیرستان کې سروېکي لکه يوازې محفوظه سيمه ده خو نورې ټولې سيمې لکه لدها، مکين، کاني ګرم او بدر د اوسېدو وړ نه دي.

جنوبي وزيرستان ته د تللو لپاره اوس د يوې اجازت نامې ضرورت هم وي چې ورسره تلونکو خلکو ته يو وطن کارډ جاري کېږي. چا سره چې دا کارډ نه وي، هغه خپلو سيمو ته نه شي تللی. د دې ترڅنګ په مقامي کچه کميټۍ جوړې شوې او هر څوک چې هلته ځي بايد دغه کميټيوو ته خبر ورکړي.

ګوهر زياتوي چې اوس په سيمه کې د پخوا په نسبت امنيتي حالات ډېر ښه شوي دي خو د پاکستاني پوځ عملياتو وروسته بې کوره شوي هغه خلک چې اوس اوس خپلو ځايونو ته ستانه شوي،هغوی هلته د ژوند بنيادي سهولتونه نه لري. کوهر مسود زياتوي: ((د جنوبي وزيرستان چې کومې لويې سيمې دي لکه لدها، مکين، بدر، مانتيو، د شکتيو ځينې سيمو کې اوس هم ژوند ګران دی. په خېمو کې د بمونو سره ژوند دی. اوبه نشته. د صحت اسانتياوې نشته، ښوونځي نشته. يعنې لنډه دا چې د ژوند تېرولو کوم شکل چې پخوا وو هغه ټول وران شوی. بازارونه او ودانۍ ړنګې دي.))

خبريال ګوهر مسود
خبريال ګوهر مسود

ګوهر محسود وايي چې ځايي خلک د حکومت په هغو مالي مرستو خوشاله نه وو چې دوی ته یې د بيا بحالۍ لپاره ورکړې وي. د وران شوي کور پر سر څلور لکه روپۍ ورکول کيږي چې د ځايي خلکو په وينا يوه کوټه هم پرې نه جوړيږي. ځينو خلکو ته خو دا پيسې هم نه دې ورکړل شوي.

XS
SM
MD
LG