د لاسرسي ځای

تازه خبر

په واڼه کې د ناامنۍ ضد پرلت دوام لري


په واڼه کې پرلت ته د سیمې مشران او لسګونه اوسېدونکي ورغلي دي - د جنورۍ اتمې انځور.
په واڼه کې پرلت ته د سیمې مشران او لسګونه اوسېدونکي ورغلي دي - د جنورۍ اتمې انځور.

د "وزیرستان ولسي پاڅون" په نوم د جنوبي وزیرستان په مرکز واڼه کې د امنیت ټینګښت لپاره احتجاجي ناسته د جنورۍ پر اتمه پر درېیمه ورځ هم روانه ده.

پرلت د جنورۍ پر شپږمه د یوشمېر سیاسي ګوندونو او پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مخکښه فعالانو او پلویانو په مشرۍ تر مظاهرې وروسته پیل شو.

دا په داسې حال کې ده چې په ډېسېمبر کې د جنوبي وزیرستان اوسېدونکو مشال راډیو ته وویل چې ضلعې ته "ګڼ وسلوال ورغلي" دي. له دې پرته په وروستیو میاشتو کې په هغه ضلع کې پر پولیسو او پوځ وسلوال بریدونه زیات شوي دي او امنیتي ځواکونه وايي، عملیاتو ته یې هم دوام ورکړی دی.

پرلتوالو حکومت ته د امنیت ټینګښت په تړاو د ۱۰ غوښتنو نوملړ ورکړی دی. دوی وايي، انتظامیې ورته ویلي دي چې غوښتنې یې لوړپوړو حکومتي چارواکو ته رسوي.

په غوښتنو کې په سیمه کې د امنیت ټینګښت، په واڼه کې د "ښو طالبانو دفترونه" ختمول، پر هر ډول وسلو لرلو بندیز، د تورو ښیښو لرونکو ګاډو پر ګرځولو بندیز او په انګور اډه کې په شناختي کارډ د تګ راتګ اجازت ورکول شامل دي.

په پاکستان کې له څه د پاسه یوې لسیزې راهیسې د ښه او بدو طالبانو اصطلاح کارېږي. هغه وسله وال طالبان چې په افغانستان کې بریدونه کوي اصطلاحاً "ښه طالبان" او چې په پاکستان کې حملې کوي، "بد طالبان" بلل کېږي.

خو د پاکستان حکومت او پوځ په تېرو کلونو کې نه یوازې دا اصطلاح رد کړې او ناسمه یې بولي بلکې زیاتوي چې بې له توپیره یې د وسله والو ډلو ضد "بریالي" عملیات کړي دي.

د جنوبي وزیرستان پرلتوال وايي، د غوښتنو تر پوره کېدو پورې ناستې ته دوام ورکوي.

هلته انتظامي چارواکي وايي، له احتجاجیانو سره یې خبرو ته دوام ورکړی دی.

انتظامي او امنیتي چارواکي دا نه مني چې ګواکې په سیمه کې وسلوال دفترونه لري او زیاتوي چې پوځ او پولیس د امنیت ټینګښت لپاره په ګډه اقدامات کوي.

د واڼې ولس د امن غوښتنې لپاره مظاهره وکړه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:20 0:00

د ۲۰۲۲ز کال د نومبر په پای کې د پاکستاني حکومت او تحریک طالبان پاکستان ترمینځ د اوربند له ختمېدو راهیسې، پر پولیسو او پوځیانو بریدونه زیات شوي دي. هلته د پاکستان پولیسو او امنیتي ځواکونو هم ویلي دي چې د وسلوالو ضد یې عملیاتو ته دوام ورکړی دی. د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو ضلعو کې له اوړي راهیسې د ناامنۍ او هدفي وژنو ضد پراخ پاڅونونه، لاريونونه او احتجاجونه شوي دي.

د خيبر پښتونخوا پولیسو په خپل کلني راپور کې ويلي چې په ۲۰۲۲ز کې ورباندې ۲۷۹ حملې شوې دي چې پکې ۱۱۸ پولیسان وژل شوي او ۱۲۵ زخميان شوي دي. په راپور کې زیاته شوي چې ۸۰۶ کسان د ترهګرۍ په تور نيول شوي.

بلخوا تحريک طالبان پاکستان د ډېسېمبر پر ۳۱مه وويل چې په ۲۰۲۲ز کال کې یې په پاکستان کې ټولې ۳۶۷ حملې کړې دي چې پکې یې سلګونه پوځیانو، پولیسانو، د استخباراتي ادارو کارکوونکو او د حکومت ملاتړیو امن کمېټیو غړو ته مرګژوبله اړولې ده.

XS
SM
MD
LG