د لاسرسي ځای

تازه خبر

په واڼه کې د امن لپاره پرلت په دویمه ورځ هم دوام لري


پرلت وال وايي، تر څو یې غوښتنې نه وي منل شوې، احتجاج به نه ختموي: انځور له ارشیفه
پرلت وال وايي، تر څو یې غوښتنې نه وي منل شوې، احتجاج به نه ختموي: انځور له ارشیفه

د جنورۍ اوومه، د جنوبي وزیرستان د خلکو د پرلت دویمه ورځ ده چې د امن د غوښتو لپاره یې د واڼې په بای پاس چوک کې ترسره کوي.

د ځینو پښتنو سیاسي ګوندونو او پښتون ژغورنې غورځنګ د جنورۍ پر شپږمه د جنوبي وزیرستان په مرکز واڼه کې د ولسي پاڅون په نوم د امن لپاره مظاهره وکړه او پرلت یې وواهه. په دې مظاهره کې ززیات شمېر ځايي خلکو، ګڼو مخورو قامي مشرانو، سیاسي څهرو او د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرانو هم ګډون درلودلو.

د جنورۍ پر اوومه د پرلت یو مشر مولانا زینت الله افغان مشال راډیو ته وویل: "درنه پا بای پاس چوک کې ناسته ده، ځايی چارواکي دلته راغلي ول، له موږ یې وغوښتل چې خپلې غوښتنې ور وښایو. موږ ورته خپل مطالبات وړاندې کړل. هغوی وویل چې موږ به په دې اړه د لوړ پوړو چارواکو سره خبرې وکړو."

مولانا زینت الله افغان وايي، حکومتي چارواکو ته یې خپله خبره رسولې چې هله به پرلت ختموي چې حکومت په لیکلي بڼه باور ورکړ چې په سیمه کې امنیت تامینوي، پولیسو او ځايي انتظامیې ته اختیارات ورکوي، د وسله والو خلاف کوټلي اقدامات کوي او د خلکو د سر او مال خوندي ساتلو باور ورکوي.

د واڼې د سوداګرو د اتحادیې مشر مقرب خان د جنورۍ په اوومه مشال راډیو ته وویل، خلک نور له بد امنۍ ډېر زیات تنګ شوي دي نو ځکه په خپله خاوره د امن غوښتو لپاره مظاهرې او پرلتونه کوي.

نوموړی وايي: " ولسي پاڅون په جنوبي وزیرستان کې درنه شروع کړې ده، مکمل بازارونه یې ورسره بند کړي دي، خلک د امن غوښتنه کوي."

نوموړي وویل، خلک امن غواړي، دا مطالبه هم کوي چې په کاروبار کې یې څوک مداخله ونه کړي، د اغواکارو او قلنګ غوښتونکیو مخه ونیسي. هغه وویل، چې امن نه وي، څوک به څنګه کاروبار او ژوند کوي؟

عمران مخلص چې د پاکستان پیپلز ګوند یو ځايي مشر دی او په پرلت کې هم ناست دی، مشال راډیو ته یې وویل، د پاکستان حکومت دې د جنوبي وزیرستان خلکو ته خپل اییني حقونه ورکړي.

د واڼې ولس د امن غوښتنې لپاره مظاهره وکړه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:20 0:00

هغه وايي: "مخکې به قبایلو د ټوپک په زور امن راوستلو، نن د مظاهرو او پرلتونو له لارې خپل حقوق غواړي. حکومت دې د وزیرستان خلکو ته هم هغه حقونه ورکړي چې د اسلام اباد او لاهور خلکو ته یې ورکړي دي."

د جنوبي وزیرستان ځايي انتظامیې او د پولیسو چارواکو مشال راډیو ته ویلي، د پرلت والو له مشرانو سره یې خبرې پیل کړي او زر به یوه حل لاره را وباسي. هغوی دا هم وايي چې حکومت د امنیت ټینګولو ته جدي او د خلکو د ژوند د خوندیتوب لپاره لاس په کار دی.

XS
SM
MD
LG