د لاسرسي ځای

تازه خبر

رسنۍ: اېف ای اې د سي پي جې سټیون بټلر تر ۸ ساعتونو پورې پر هوايي ډګر درولی وو


رسنۍ وايي، د اېف ای اې چارواکو د کورنیو چارو وزارت تر منظورۍ وروسته پاکستان ته د داخېلدو اجازه ورکړه - پخوانی انځور.
رسنۍ وايي، د اېف ای اې چارواکو د کورنیو چارو وزارت تر منظورۍ وروسته پاکستان ته د داخېلدو اجازه ورکړه - پخوانی انځور.

په پاکستان کې رسنۍ وايي، د هغه هېواد وفاقي تحقیقاتي ادارې (اېف ای اې) د خبریالانو د خوندیتوب کمېټۍ (سي پي جې) لوړپوړی سلاکار سټیون بټلر د لاهور پر هوايي ډګر درولی دی او تر اتو ساعتونو پورې یې ورڅخه پوښتنې ګروېږنې کړې دي.

نوموړی د اکتوبر پر ۱۹مه د پاکستان د نومیالۍ وکیلې او بشري حقونو فعالې عاصمې جهانګیر په یاد کې په کلنۍ غونډه کې د ګډون لپاره لاهور ته تللی وو.

په پاکستان کې یوشمېر رسنیو او امریکا غږ اردو ویلي دي چې د اېف ای اې چارواکو د کورنیو چارو وزارت تر منظورۍ وروسته بټلر ته هېواد ته د داخېلدو اجازه ورکړه.

دا په تېرو درو کلونو کې دویم ځل دی چې بټلر د لاهور پر هوايي ډګر ایسار شوی او ورڅخه پوښتنې کېږي. تر دې مخکې د پخواني وزیراعظم عمران خان په واکمنۍ کې هم نوموړی د لاهور پر هوايي ډګر درول شوی وو او بیا چارواکو له هغه ځایه ستون کړی وو.

کمېټۍ د ۲۰۱۹ز کال د اکتوبر پر ۱۸مه په بیان کې ویلي ول چې چارواکو سټیون بټلر ته پر قانوني ویزې لرلو سربېره د لاهور پر علامه اقبال نړیوال هوايي ډګر هېواد ته د داخلېدو اجازه ور نه کړه او امریکا ته یې ستون کړ. بټلر هغه مهال ویلي ول، چارواکو ورته وویل چې د کورنیو چارو وزارت د هغو کسانو په لېسټ کې یې نوم دی چې هېواد ته نه شي داخلېدای.

د پاکستان د شخصي ټېلېوېژن جیو نیوز خبریال حامد میر د اکتوبر پر ۱۹مه پر ټوېټر په بیان کې لیکلي دي چې بټلر ته په "واشنګټن کې د پاکستان سفارت ویزه" ورکړې وه او پر دې سربېره پر هوايي ډګر "نیول" شوی وو.

میر زیاته کړې ده چې بټلر له همدې ډول چلند سره پخوا هم مخامخ شوی دی او په پاکستان کې د خبریالانو او رسنیو په اړه وضعیت "هېڅ نه دی بدل شوی."

وفاقي تحقیقاتي ادارې او د لاهور هوايي ډګر چارواکو د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې د رسنیو او بشري حقونو کورنیو او نړیوالو سازمانونو په بیا بیا ویلي دي چې له ۲۰۱۸ز کال راهیسې په تسلسل په پاکستان کې د رسنیو او خبریالانو ازادي محدوده شوې ده. خو د پاکستان اوسنیو واکمنانو په اپرېل کې د نوي اېتلافي حکومت له جوړېدو راهیسې د رسنیو د ازادۍ پر خوندیتوب ټینګار کړی دی.

د اطلاعاتو وفاقي وزیرې مریم اورنګزېب د اپرېل په ۱۹مه د رسنیو د پرمختګ ادارې (پاکستان میډیا ډېوېلپمنټ اتارټي یا پي اېم ډي اې) د ختمولو اعلان وکړ او و یې ويل چې په هېواد د برېښنايي رسنیو د انتظام اداره (پاکستان الېکټرانېک میډیا رېګولېټري اتارټي یا پیمرا) وار له مخه موجوده ده نو د بلې ادارې اړتیا نه شته.

نوموړې هغه مهال زیاته کړې وه چې حکومت یې د برېښنايي جرمونو د مخنیوي (پرېوېنشن اف الېکټرانېک کرایمز ایکټ یا پیکا) په قانون کې ترمیمي ارډېننس ته هم بیا کتنه کوي.

خو پر دې سربېره د روان کال په اوړي کې په پاکستان کې یو خبریال عمران ریاض او د شخصي اې ار وای نیوز ټېلېوېژن د خبري څانګې مشر عماد یوسف نیول شوي ول او حکومت همداراز، د اې ار وای نیوز خپرونو اجازتنامه منسوخ کړې وه چې دې اقداماتو د رسنیو د حقونو ادارو او خبریالانو غبرګونونه پارولي ول.

XS
SM
MD
LG