د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان د خبریالانو ژغورنې کمېټۍ مشر نه دی ورپرېیښی


پاکستان په اسیا کې د خبریالانو خوندیتوب کمېټۍ (سي پي جې) مشر هېواد ته له ورتګه ګرځولی دی.

کمېټۍ د اکتوبر پر۱۸مه په بیان کې وویل چې چارواکو سټیون بټلر ته پر قانوني ویزې لرلو سربېره د لاهور پر علامه اقبال نړیوال هوايي ډګر هېواد ته د داخلېدو اجازه ورنکړه او امریکا ته یې ستون کړ.

بټلر وايي، چارواکو ورته وویل چې د کورنیو چارو وزارت د هغو کسانو په لېسټ کې یې نوم دی چې هېواد ته نشي داخلېدای.

د سي پي جې عمومي مشر جول سایمن ویلي، له هېواده د سټیون بټلر د ایستلو په معنا نه پوهېږي.

نوموړي، دا اقدام د هغو پر مخ څپېړه بللې چې په پاکستان کې د رسنیو ازادۍ په اړه اندېښنې لري.

دی زیاتوي چې د هوايي ډګر چارواکو د بټلر پاسپورټ واخیست او په زور یې د قطر پلازمېنې دوحې ته په تلونکې الوتکه کې کښېناوه.

د پاکستان حکومت د خبریالانو خوندیتوب کمېټۍ څرګندونو په اړه لا څه نه دي ویلي.

خبریالان او د میډیا د ازادۍ ډلې په میډیا د بندیزونو تورونه د پاکستان په پوځ پوری کوي.

دوی وايي، پوځ غواړي چې په قبایلي سیمو کې د پوځي عملیاتو په اړه د پښتون ژغورنې غورځنګ د نیوکو مخه ونیسي او مخالف اوازونه خاموشه کړي.

XS
SM
MD
LG