د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان حکومت د اې ار وای خبري چېنل د خپرونو اجازت نامه منسوخه کړه


"اې ار وای نیوز" پر خپله ویب پاڼه د مسلم لیګ نواز په مشرۍ حکومت له خوا د اجازت نامې لغوه کول د چینل د ۴۰۰۰ کارکوونکو معاشي قتل بللی دی.
"اې ار وای نیوز" پر خپله ویب پاڼه د مسلم لیګ نواز په مشرۍ حکومت له خوا د اجازت نامې لغوه کول د چینل د ۴۰۰۰ کارکوونکو معاشي قتل بللی دی.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د شخصي ټیليویژن "اې ار وای نیوز" د خپرونو اجازت نامه منسوخه کړې ده.

یاد وزارت د اګست پر ۱۱مه د میډیا د نظم قامي ادارې (پیمرا) په نوم په یوه اعلامیه کې ویلي چې د اې ار وای کمیونیکیشنز اجازت نامه تر بل امر پورې په سمدستي توګه منسوخ کیږي.

په اعلامیه کې ویل شوي چې دا پریکړه یې د اې ار وای پرضد د استخباراتي ادارو د منفي رپورټ پر اساس کړې ده.

بل خوا یاد ټلیویژن پر خپله ویب پاڼه د مسلم لیګ نواز په مشرۍ حکومت له خوا د اجازت نامې لغوه کول د چینل د ۴۰۰۰ کارکوونکو معاشي قتل بللی دی.

د چینل انتظامیې په خپل بیان کې د حکومت د دې پریکړې غندنه کړې ده. تر دې وړاندې د سیند هايي کورټ پیمرا او د کیبل چلوونکو ته د چینل د پرانستلو امر کړی وو.

دا له هغه وروسته ده چې د پاکستان تحریک انصاف یو مشر شهباز ګیل تېره اونۍ د " اې ار وای نیوز" په یوه خپرونه کې د پاکستاني پوځ پرضد څرګندونې وکړې.

پولیس وايي، د اې ار وای نیوز ټېلېوېژن پرضد د اګست پر اتمه د کراچۍ د ملیر سیمې په مېمن ګوټ تاڼه کې مقدمه دایره شوې ده.

د دوی په وینا، په دې مقدمه کې د تحریک انصاف ګوند د مخکښ مشر شهباز ګېل تر څنګ د شنونکي ارشد شریف، د خپرونو وړاندې کوونکي عدیل قیصر، د خبري څانګې مشر عماد یوسف او د چینل د یو مشر سلمان اقبال نومونه شامل دي.

د کراچۍ پولیسو د اګست پر نهمه په بیان کې وویل چې دوی د اې ار وای نیوز د خبري څانګې مشر عماد یوسف یې د ښار په ډېفېنس سیمه کې له خپل کوره ګرفتار کړی دی.

"اې ار وای نيوز" ټېلېويژن د اګست پر اتمه په پاکستان کې له کېبل چېنلونو ليرې کړل شوی وو. د اې ار وای مرستیال مشر احمد یوسف د اګست پر نهمه ویلي وو چې دا یوه "ناسمه" فیصله ده او دوی به یې په عدالت کې چېلېنجوي.

د ټلیویژن مشرتابه ویلي وو چې د شهباز ګیل څرګندونې د هغه خپل نظر دی او د دوی د چېنل له تګلارې سره تړاو نه لري.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند یو مخکښ او د پخواني وزيراعظم عمران خان سلاکار شهباز ګیل د اګست پر نهمه په اسلام اباد کې نيول شوی وو.

د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد یو عدالت د اګست پر ۱۲مه د پولیسو له خوا د شهباز ګیل د جسماني ریمانډ غځولو غوښتنه رد کړه او هغه یې په جوډیشل ریمانډ بېرته زندان ته ولېږی.

XS
SM
MD
LG