د لاسرسي ځای

تازه خبر

بنو: د پاکستان دفاع وزير وايي عمليات د "۲ کمانډو او ټولو وسله والو په وژلو ختم" شول


په بنو کې د ترهګرۍ ضد پولیسو پر مرکز د عملياتو په وخت لوګي پروته کيږي
په بنو کې د ترهګرۍ ضد پولیسو پر مرکز د عملياتو په وخت لوګي پروته کيږي

د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف وايي د خیبر پښتونخوا په بنو کې پر ترهګرۍ ضد مرکز د وسله والو ولکه ماته شوې او ټول وسله وال وژل شوي دي.

خواجه اصف د دیسمبر پر ۲۰مه د پاکستان قومي اسمبلۍ ته په وینا کې وویل چې پوځ د ورځې پر ۱۲:۳۰ عملیات پيل کړل او د ماسپښین پر دوه نیمو یې پای ته ورسول.‌ د هغه په وينا په دې عملياتو کې د پوځ ۲ ايس ایس جي کمانډو او ټول وسله وال وژل شوي دي.

خواجه اصف د وژلو شويو وسله والو شمېر ونه ښود خو زیاته یې کړه: "په دې عملیاتو کې د ترهګر چې څومره هم وو ټول وژل شوي او د هغوی له خوا یرغمال شوي ټول کسان خوشي کړل شوي دي. د پوځ د ځانګړي ځواک له ۱۰ تر ۱۵ سرتېري ټپيان شوي هم دي."

پاکستانيو ډان او ايکسپريس ورځپانو د خپلو سرچينو په حواله ليکلي چې په دې عملياتو کې شپږ وسله وال وژل شوي دي. خواجه اصف ادعا وکړه چې ټول يرغمال شوي کسان خوشې شوي دي. تحريک طالبان پاکستان لا تراوسه په دې اړه څه نه دې ويلي.

د تېرې يکشنبې يا اتوار په ورځ د شپې مهال په بنو کې د ترهګرۍ ضد ادارې په مرکز کې يو بندي وسله وال له ساتونکي پوليس ټوپک په زور واخیست او نور سرتيري یې یرغمال کړل. تر دې وروسته دغه وسله وال خپل نور ۲۵ ملګري له بندي خانو وویستل چې د وسلو تر لاسه کولو وروسته یې ټول اته امنيتي سرتيري یرغمال کړي دي.

دغو وسله والو له دې مرکزه په ټولنیزو رسنیو ځینې ویډیو ګانې هم خپرې کړې دي. د دیسمبر پر ۱۹مه خپره شوې يوه ويډيو کې د تحريک طالبان پاکستان يو غړی ښکاري چې وايي نوم يې ضرار دی. هغه د مرکز دروازې ته اشاره کوي او وايي‌چې له دې دروازې اخوا پاکستاني امنيتي ځواکونه او بلې غاړې ته د دوی وسله وال موجود دي. دی زیاتوي چې دوی "فدايان دي او حمله یې استشهادي ده".

د يرغمالو پولیسو د خوشې کولو لپاره په لومړۍ ورځ شويو عملياتو کې درې سرتېري ژوبل شوي وو چې ۲ یې وروسته سا ورکړه.

په همدې حال کې د ديسمبر پر ۱۹مه، د امريکا بهرنيو چارو وزارت وياند،‌نيډ پرایس په واشنګټن کې په يوه خبري غونډه کې وويل چې په بنو کې د ترهګرۍ ضد پولیسو په مرکز پر حملې خبر دي او پر وسلوالو غږ کوي چې یرغمال شوي کسان زر خوشې کړي. هغه زیاته کړه چې پاکستان یې یو ملګری هېواد دی او د ترهګرۍ خلاف یې مرستې ته تیار دی.

تحریک طالبان پاکستان د دیسمبر پر ۱۹ مه د خپل مشر نوري ولي‌مسيد يو غږيز پېغام او خبرپاڼه خپره کړې چې پکې یې دا وسله وال ساتلي دي. مسيد ويلي چې په دغه مرکز کې زیاتره کسان د دوی ملګري دي چې د وتلو لپاره محفوظه لار غواړي خو پوځ يې نه ورکوي او پر ضد یې عملیات کوي.

د پاکستان حکومت تحريک طالبان پاکستان کاالعدم وسله والې ډلې سره د تېرې مې میاشتې په اخره کې د نامعلومې مودې لپاره اوربند کړی وو. خو د نومبر پر ۲۹مه، دې ډلې ادعا وکړه چې پوځ خپلې ژمنې نه دې پوره کړې نو ځکه خپلو وسله والو ته امر کوي چې بیا بریدونه پيل کړي.

د خیبر پښتونخوا ترهګرۍ ضد پولیسو د دیسمبر په ۱۸مه په خپل یو بیان کې ويلي وو چې په روان کال کې یې د وسله والو پر ضد ۲۵۹۷ عمليات کړي‌چې پکې یې ۷۶۸ مشکوک وسله وال نيولي دي.‌ د بیان ترمخه په دغه یو کال کې پر پولیسو ۲۱۹ بریدونه شوي چې پکې ۱۱۶ پولیس سرتیري وژل شوي او ۱۲۵ نور ژوبل شوي دي.

د بنو د ترهګرۍ ضد پولیسو مرکز کې عملیات روان دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:00:56 0:00
XS
SM
MD
LG