د لاسرسي ځای

تازه خبر

تحریک انصاف ولې د امن لپاره د پښتنو په غونډو کې ګډون و نه کړ؟


د عوامي نېشنل ګوند لخوا د اګست په ۱۷مه راغوښتل شوې "قامي امن جرګه"
د عوامي نېشنل ګوند لخوا د اګست په ۱۷مه راغوښتل شوې "قامي امن جرګه"

په خیبر پښتونخوا کې عوامي نيشنل ګوند د اګست پر ۱۶مه د پېښور په باچا خان مرکز کې د "قامي امن جرګې" په نوم يوه غونډه جوړه کړې وه.

جرګې ته د پاکستان تحريک انصاف (پي ټي ای) په شمول د شاوخوا ټولو سياسي ګوندونو استازي او د سيمې مدني فعالان، ليکوالان او هنرمندان وربلل شوي ول. خو په جرګه کې د صوبې د حکمران ګوند تحريک انصاف هېڅ استازي شرکت و نه کړ.

له دې پرته د اګست پر ۱۷مه د واکمن تحریک انصاف سیاستوالان په مینګوره کې د "سوات قامي جرګې" ته هم نه ول ورغلي.

د خیبر پښتونخوا صوبايي حکومت وايي، د دې ډول جرګو مثبتې پایلې نه وي، ځکه یې پکې ګډون و نه کړ.

د باچا خان مرکز د جرګې تنظيموونکي او په خیبر پښتونخوا اسمبلۍ کې د عوامي نيشنل ګوند پارليماني مشر سردار حسين بابک د اګست پر ۱۸مه مشال راډيو ته وويل، په جرګه کې د تحريک انصاف نه ګډون دا ثابته کړه چې هغه ګوند د سيمې له امن سره "هېڅ سر و کار نه لري".

بابک په خپلو خبرو کې وویل "پر دې خاوره دوه فريقه دي. يو د امن او بل د جنګ ملګري دي. ټوله جرګه او هم ولس پوه دي."

ده د تحریک انصاف ګوند پر مشر عمران خان هم نیوکې وکړې او و یې ویل چې نوموړی په مارچ کې په پېښور کې د اهل تشیع پر جومات په حمله کې د وژل شویو او ژوبلو د کورنیو پوښتنه و نه کړه. د اسلامي دولت یا داعش خراسان څانګې د هغې حملې ذمه واري منلې وه چې پکې ۶۲ کسان ووژل او تر ۱۸۵ زیات ژوبل شول.

بابک همداراز، په وروستیو کې په کوز دیر کې د تحریک انصاف ګوند د یوه سیاستوال او د خیبر پښتونخوا د اسمبلۍ غړي لیاقت علي خان پر ګاډي د وسله وال برید یادونه هم وکړه چې پکې د خان په ګډون څلور کسان ژوبل شوي او څلور وژل شوي ول.

ده وویل چې د تحریک انصاف مشر "عمران خان پر دغه پېښه هېڅ خبره و نه کړه. پښتانه پر دې پوه دي چې د پنجاب يو ليډر هم د پښتنو لپاره اواز نه شي پورته کولی. چې عمران خان غږ نه شي کولی نو اسد قيصر، پروېز خټک او محمود خان به يې څنګه وکړي؟ له سواته د [تحریک انصاف] منتخبو استازو هغه سيمه خوشې کړې ده. ایا دا د دوی ذمه واري نه وه چې د خلکو حجرو ته تللي وای؟"

خو د تحریک انصاف ګوند مشر او د پاکستان پخواني وزیراعظم عمران خان په وروستیو کې ویلي ول چې ناقانونه وسله واله ډله تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) یې په خيبر پښتونخوا کې د اسمبلۍ غړو ته دړکې ورکوي. خو ټي ټي پي ویلي چې پر لیاقت علي خان په برید کې لاس نه لري او همداراز یې سیاستوالانو ته د ګواښونو کولو تور هم رد کړی.

نوموړي د اګست ۱۰مه په اسلام اباد کې د خپل ګوند پلويانو ته د وېډيو لېنک له لارې په يوه وينا کې زياته کړې چې په خيبر پښتونخوا کې د ټي تي پي د وسله والو فعاليتونه ليدل شوي دي.

خو ټي ټي پي ویلي چې پر لیاقت علي خان په برید کې لاس نه لري او همداراز یې سیاستوالانو ته د ګواښونو کولو تور هم رد کړی.

په ملاکنډ کې د وسله والو د مبينه موجوديت او فعاليت په اړه د سيمې خلک د جولای له پای راهیسې اندېښنې ښيي. د اګست پر شپږمه پر لیاقت علي خان تر حملې دوه ورځې وروسته د سوات پوليسو رسنيو ته په استولي يو پيغام کې ومنله چې د مټې په غرونو کې له وسله والو سره په نښته کې یې څلور سرتېري ژوبل شوي ول. په همدې حال کې پر ټولنیزو شبکو ځينې داسې ويډيوګانې هم خپرې شوې چې پکې ښکاري چې وسله والو ډي اېس پي پير سيد په زخمي حالت کې تر څو ساعتونو له ځانه سره ساتلی وو. هغه وروسته يوې ځايي جرګې ته وسپارل شو. د ناامنۍ د دې پېښو پرضد د سوات او کوز دير خلکو احتجاجي مظاهرې وکړې.

د پي ټي ای مشران هرې غونډې ته وربلل شوې خو هغوی نه ورځي ځکه چې د ولس پوښتنې نه شي ځوابولی
مختار خان یوسفزی

د وسله والو د بیا منظميدو د مخنيوي پر لارو چارو د خبرو لپاره، دسوات قامي جرګې د اګست پر ۱۷مه په مینګوره کې د سيمې د سياسي مشرانو او مدني فعلانو يوه غونډه وکړه.

د جرګې مشر او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند يو مخکښ مختار خان یوسفزي د اګست پر ۱۸مه مشال راډيو ته وويل، جرګې ته يې تحریک انصاف ګوند ځايي مشران وربللي ول خو هغوی پکې ګډون و نه کړ.

د باچا په خبره، له تحریک طالبان پاکستان سره د تحریک انصاف روانې "مرموزې خبرې" په جرګو کې د هغه ګوند د مشرانو د نه ګډون لامل شوی. "د [تحریک انصاف] مشرتابه هرې يوې جرګې ته بلل شوی. هغه که د بنو وه، که د پېښور او يا هم زموږ د سوات. هغه قوتونه چې د پښتنو د يووالي دوښمنان دي او غواړي پر هغوی شب خون ووهي، ښايي د پي ټي ای مشران له هغو مجبور وي او ځکه نو زموږ جرګو ته نه راځي. دويمه خبره دا ده چې له طالبانو سره د پيل کړيو پټو خبرو په اړه د پي ټي ای مشران د خلکو پوښتنو ته ځواب نه لري."

د پاکستان وفاقي حکومت هم له تحریک طالبان پاکستان سره د سولې خبرې تایید کړې دي او د دې لپاره یې پارلېماني کمېټي هم جوړه کړې.

اخوا د خیبر پښتونخوا په حکومت کې د کارګرانو او کلتور چارو وزير شوکت يوسفزي د اګست پر ۱۸مه مشال راډيو ته وويل، د پېښور په جرګه کې يې ځکه د نه ګډون پرېکړه وکړه چې د دوی په اند، دا "وړې جرګې" کومه "مثبته" نتيجه نه ورکوي.

يوسفزي زياته کړه چې په وفاقي حکومت کې شامل ګوندونه که واقعي د هېواد د امنيت فکر اخيستي وي نو بايد په اسلام اباد کې يوه لويه غونډه وکړي. "يوازې حکومت کولای شي چې د يوې مسلې د حل لپاره لايحه عمل جوړ کړي. د پېښور د جرګې ګډونوال سياسي ګوندونه وار له مخه په حکومت کې دي. خو دوی د ولس خوښې ته نه ګوري. دا جرګه يې هسې يوه علامتي غونډه وه. تحريک انصاف ځانته يو جلا شناخت لري. موږ ګورو چې دا ګوندونو له موږ پرته څه پرېکړې او ورباندې تر کومه بريده عمل کوي؟ موږ ته معلومه ده چې د عوامي نيشنل ګوند په حکومتي دوره کې د صوبې امنيت په څه حال وو. تر هغې مخکې مو د متحده مجلس عمل حکومت ليدلی. موږ خبر يو چې د هغوی نظريه څه ده او څه غواړي. حکومت بايد د امنيت پر موضوع يو کنفرانس په اسلام اباد کې جوړ کړي. هره يوه غونډه چې د پاکستان د ګټو خبره پکې کېږي، موږ به هرومرو ګډون پکې کوو."

اوسمهال د اطلاعاتي چارو لپاره د خيبر پښتونخوا د اعلا وزير د سلاکار محمد علي سيف په مشرۍ د تحريک طالبان پاکستان له مشرتابه سره د سولې خبرې روانې دي.

نوموړي د اګست پر لومړۍ نېټه مشال راډيو ته ويلي وو چې له تېرو شاوخوا ۲۰ کلونو راهيسې روانه شخړه په يوه او يا هم دوه پړاوه خبرو کې د حلېدو نه ده نو ځکه به له تحريک طالبان پاکستان سره د مذاکراتو لړۍ به دوام ولري.

سیف همداراز د اګست پر نهمه مشال راډیو ته ویلي ول چې صوبايي حکومت هېچا ته د خپلې عملدارۍ د چیلېنجولو اجازه نه ورکوي.

XS
SM
MD
LG