د لاسرسي ځای

تازه خبر

د عمر خالد خراساني وژنه به د پاکستان حکومت او طالبانو ترمينځ پر مذاکراتو څه اغېز وکړي؟


د عمر خالد خراساني اصلي نوم عبدالولي وو چې په ۱۹۸۰ز کال کې د خيبر پښتونخوا په مومندو کې زېږېدلی وو. انځور له ارشيفه
د عمر خالد خراساني اصلي نوم عبدالولي وو چې په ۱۹۸۰ز کال کې د خيبر پښتونخوا په مومندو کې زېږېدلی وو. انځور له ارشيفه

د افغانستان په پکتيکا ولايت کې چې د اګست پر اوومه نېټه د سړک غاړې ماین چاودنه کې د ناقانونه وسله والې ډلې کوم درې مهم وسله وال مشران شوي ول، په هغو کې عمر خالد خراسانی هم وو.

سرچينو مشال راډیو ته ويلي چې دغه طالب مشران هغه مهال ووژل شول چې په برمل ولسوالی کې يې موټر پر ماین وخوت. وروسته پاکستانيو طالبانو هم په يو بیان کې د خپلو ملګرو د وژنې تصديق وکړ.

وژل شوي دوه نور طالب قوماندانان مفتي حسن او حافظ دولت خان نومېږي چې په ۲۰۱۴ز کال کې يې تحریک طالبان پاکستان پرې اېښی وو او په شام او عراق کې د اسلامي دولت وسله والې ډلې (داعش) له پخواني مشر ابوبکر البغدادي سره يې بیعت اعلان کړی وو. دوی په سيمه کې داعش نومې نوې وسله واله ډله جوړه کړه.

خو په دوی کې عمرخالد خراسانی تر ټولو مهم وو او په جنګيالیو کې يې د زیات نفوذ لرونکي جنګي قوماندان په توګه شهرت درلود.

عمر خالد څوک وو؟

د عمر خالد اصلي نوم عبدالولي مومند وو، چې په ۱۹۸۰ز کال د مومندو صافو تحصيل په قندهارو سيمه کې زېږېدلی وو.

هغه په ۱۹۹۶ز کال کې د حرکت المجاهدين په نوم وسله واله ډله کې شامل شو او د هند تر انتظام لاندې کمشير کې يې د هندي پوځ پرضد جګړه کې برخه واخيسته.

خو ده هغه وخت شهرت وموند چې کله يې په ۲۰۰۷ز کال ناڅاپه د خيبر پښتونخوا په مومندو کې د حاجي صيب ترنګزي پر جومات قبضه وکړه او هغه يې په سور رنګ رنګولو سره د سور جومات (لال مسجد) په نوم ونوماوو.

ده دا ګام په ۲۰۰۷ ز کال کې د جنرال پروېز مشرف په واکمنۍ کې په اسلام اباد کې پر سور جومات (لال مسجد) د پاکستان پوځ د شويو پوځي عملياتو په غبرګون کې واخیست.

تر دې وروسته هغه خپل نوم له عبدالولي څخه په عمر خالد بدل کړ او په سيمه کې يې د پاکستان د امنيتي ځواکونو او ځايي خلکو پرضد وسله واله جګړه پیل کړه.

عمرخالد په هم هغه موده کې په خلاص ميدان کې د لسګونو کسانو په مخ کې د ځينو ځايي کسانو مرۍ په چاړه پرې کړې.

د دې ترڅنګ يې د ځينو هغو کسانو غوږونه پرې کړل چې د ده په تور د حکومت ملګري ول.

د ۲۰۱۶ز کال د اګست پر اتمه نېټه د کوټې پر وکيلانو د شوې حملې ذمه واري د عمر خالد په مشرۍ جماعت الاحرار ډلې منلې وه. پخوانۍ انځور
د ۲۰۱۶ز کال د اګست پر اتمه نېټه د کوټې پر وکيلانو د شوې حملې ذمه واري د عمر خالد په مشرۍ جماعت الاحرار ډلې منلې وه. پخوانۍ انځور

په تحریک طالبان پاکستان کې شاملېدل او ورڅخه بېلېدل

عمر خراساني په ۲۰۰۷ز کال کې په جنوبي وزیرستان کې د بيت الله مسود په مشرۍ وسله والې ډلې تحریک طالبان پاکستان کې شامل شو او د مومندو مشر وټاکل شو. دا ډله وروسته پاکستان ناقانونه وګرځوله.

بیت الله مسود په ۲۰۰۹ز کال کې په جنوبي وزیرستان کې په امريکايي ډرون بريد کې ووژل شو.

خراساني په ۲۰۱۴ز کال کې د اختلافاتو له وجې له تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) څخه بېل شو او د جماعت الاحرار په نوم يې وسله واله ډله جوړه کړه. دې ډلې په ټول پاکستان کې پر امنيتي ځواکونو او ولسي وګړو ګڼ شمېر حملې وکړې.

دې ډلې په کوټه کې د ۲۰۱۶ز کال د اګست پر اتمه نېټه پر وکيلانو د شوي بريد ذمه واري منلې وه چې پکې تر ۷۰ زیات کسان وژل شوي ول. وروسته د پاکستان حکومت پر جماعت الاحرار بندېز ولګاوه.

خو عمر خراسانی شپږ کاله وروسته په ۲۰۲۰ز کال کې د مفتي نور ولي په مشرۍ په تحریک طالبان پاکستان کې بېرته شامل شو او دا مهال د دې تحریک د مرکزي شورا غړی وو.

عمر خالد سره له نورو جنګیاليو د افغانستان کونړ ولايت ته ولاړ او روان ۲۰۲۲ز کال د اګست پر اوومه برمل ته د سفر پر مهال ووژل شو. تر دې وړاندې دوه واره د هغه د وژنې خبرونه خپاره شوي خو وروسته دروغ ثابت شوي ول.

پښتین: د حکومت او طالبانو ترمینځ د اوربند باوجود هدفي بریدونه کېږي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:06:10 0:00

د عمر خالد د وژنې د حکومت او طالبانو پر مذاکراتو اغېز؟

د عمر خالد خراساني په اړه ويل کېږي چې ډېر سختدريځه وو او چې کله هم د پاکستان حکومت او طالبانو ترمينځ خبرې پيل شوې نو د ده سختدريځه نظر به د مذاکراتو عمل ورو کړ.

د پاکستان حکومت له ۲۰۰۷ز کال راهيسې په وار وار له تحریک طالبان پاکستان سره مذاکرات او تړونونه کړي چې وروسته مات شوي دي.

په دې اړه يوه هڅه په ۲۰۱۴ز کال کې د مسلم ليګ نواز رهبر نواز شريف په واکمنۍ کې وشوه چې څو میاشتې وروسته د دواړه غاړو ترمينځ خبرې اترې ناکامې شوې.

د مذاکراتو د ناکامۍ به ښايي نور لاملونه هم وي خو د قبايلي سيمو د امنيتي چارو پخوانی مشر بريګيډيېر محمود شاه يې يوه وجه د عمر خالد خراساني سختدريځه دريځ هم ګڼي.

نوموړي د اګست پر اوومه نېټه مشال راډیو ته وويل چې عمر خالد د ۲۰۱۴ز کال د خبرو اترو مخالفت کړی وو.

د ده په خبره، هغه مهال عمر خالد يوه ويډيو خپره کړه چې پکې يې د مذاکراتو مخالفت وکړ او د نيول شویو امنيتي ځواکونو سرونه يې پرې کړل چې دا کړنه يې د محمود شاه په وینا، د مذاکراتو د ناکامۍ سبب شوه.

د پاکستان حکومت شاوخوا اووه کاله وروسته په ۲۰۲۱ز کال کې په افغانستان کې د طالبانو په منځګړيتوب له ټي ټي پي سره بیا خبرې اترې پیل کړې چې هغه هم ناکامه شوې خو په ۲۰۲۲ز کال کې يې له سره بیا پیل کړې.

په دې لړ کې د روان ۲۰۲۲ز کال په جون مياشت کې پر قبايلي مشرانو او حکومتي چارواکو مشتمله جرګه کابل ته ولاړه او هلته يې د طالبانو له مشرانو سره مذاکرات وکړل. د دې خبرو اترو په نتيجه کې طالبانو په مې مياشت کې کړی يو مياشتنۍاوربند تر نامعلومې مودې وغځاوه.

تر دې وروسته د جولای پر ۳۰مه نېټه د خيبر پښتونخوا د اعلا وزیر سلاکار محمد علي سيف په مشرۍ کې ۱۲ کسيزه پلاوي په کابل کې د طالبان له مشرانو سره د ويم وار لپاره مذاکرات وکړل چې پکې څه خاص پرمختګ ونه شو البته د ښاغلي سيف په وينا،خبرې اترې به دوام لري.

په داسې حال کې چې اوربند پر ځای دی او دواړه غاړې د خبرو اترو پر دوام راضي شوي نو د عمر خالد خراساني او دوو نورو وسله والو مشرانو وژنې د مذاکراتو راتلونکی له پوښتنې سره مخامخ کړی دی.

د ظواهري وژنه د پاکستان او طالبانو حکومت ترمینځ پر اړیکو څه اغېز لرلای شي؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:26:00 0:00

په پېښور کې د انګريزي ورځپاڼي خبريال مشتاق يوسفزی وايي چې د طالب مشرانو وژنې خبرې اترې له مشکل سره مخامخ کړې دي.

دی زیاتوي چې دا ځل چې له طالبانو سره د مذاکراتو لپاره کومه جرګه جوړه شوې ده نو هغوی له زړه هڅې کوې او خپله طالبانو هم غوښتل چې روغه جوړه وشي او پاکستان ته ستانه شي. " پاکستان هم دوی ته [طالبانو] ته لاره ورکول غوښتل چې په دې هېواد کې امن و امان ښه شي. خو پکې دا پېښه رامينځ ته شوه نو اوس د دې ټول انحصار د پاکستان پر حکومت او د طالبانو پر مشرانو دی چې د دې جنجال نه د وتلو لپاره څنګه حل لاره راباسي."

مشتاق یوسفزی زیاتوي، د تحریک طالبان پاکستان سرچينو ورته ويلي چې پخوا چې کله هم د حکومت او طالبانو ترمينځ خبرې اترې شوې دي، نو په دې دروان کې د طالبانو مشران وژل شوي دي.

دوی په دې لړ کې د ټي ټي پي د پخواني مشر حکيم الله مسود مثال ورکوي چې په ۲۰۱۳ز کال کې د شمالي وزیرستان په ډنډه درپه خېل کې په امريکايي ډرون بريد کې ووژل شو. هغه مهال هم د حکومت او طالبانو ترمينځ مذاکرات روان ول.

د عمر خالد خراساني او دوو نورو وسله والو د وژنې څرنګوالی معلوم نه دی، نه يې چا ذمه واري منلې او نه هم تحریک طالبان څوک تورن کړي دي. ځينې کارپوهان دا فکر کوي چې ښايي د وژنو په اړه د تحریک طالبان پاکستان رسمي بیان ژر مخې ته راشي او ښايي پکې د خبرو اترو راتلونکی هم ورسره روښانه شي.

  • انځور سایز

    منور شاه

    منور شاه  له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله اوونيزه خپرونه روښانه مستقبل هم وړاندې کوي.  

XS
SM
MD
LG