د لاسرسي ځای

تازه خبر

تحریک انصاف د انتخاباتي کمېشن ضد په احتجاج دی


د پاکستان انتخاباتي کمېشن ته تلونکی سړک تړل شوی دی او یو سرتېری ورباندې پهره کوي - د اګست دویمې انځور.
د پاکستان انتخاباتي کمېشن ته تلونکی سړک تړل شوی دی او یو سرتېری ورباندې پهره کوي - د اګست دویمې انځور.

د پاکستان تحریک انصاف پلویانو په اسلام اباد کې د انتخاباتي کمېشن د هغې پرېکړې ضد احتجاج کړی دی چې پکې یې ویلي چې هغه ګوند له بهره ممنوعه چندې ترلاسه کړې دي.

دا تر هغې وروسته ده چې د تحریک مشر عمران خان وویل چې د ګوند پلویان یې د اسلام اباد د اېف-۹ سیمې په پارک کې د "انتخاباتي کمېشن" او د کمېشن "د مشر" پر ضد "سوله ییزه" مظاهره کوي.

نوموړي پر ټوېټر په بیان کې پر خپلو پلویانو غږ کړی وو چې د اګست څلورمې پر مازیګر دې هغه پارک ته ورشي.

عمران خان پر ټوېټر په بیان کې تور پورې کړی دی چې د انتخاباتي کمېشن مشر او وفاقي اېتلافي حکومت د "تحریک انصاف" ګوند د ناکامولو "سازش" کړی دی خو د خپلې دې دعوې لپاره یې ثبوت وړاندې نه کړ.

عمران خان او د هغه د ګوند سیاستوالانو تر دې مخکې هم پر انتخاباتي کمېشن تور پورې کړی چې بې طرفه نه دی خو کمېشن وايي، ټولې پرېکړې له قانون سره سمې کوي.

خان پر خپلو پلویانو غږ کړی وو چې د اګست پر څلورمه دې په اسلام اباد کې د انتخاباتي کمېشن د مرکزي دفتر ودانۍ مخې ته احتجاج ته ورغونډ شي.

خو د کورنیو چارو وزیر رانا ثنا الله د اګست پر درېیمه پر ټوېټر په بیان کې ولیکل چې د کمېشن د دفتر په شاوخوا کې تحریک انصاف ته د مظاهرې اجازه نه ورکوي.

د کورنیو چارو وزیر ویلي دي چې په هغه سیمه کې مهمې ودانۍ دي او دا چې سپریم کورټ وار له مخه ویلي دي چې سوله ییزې مظاهرې دې د اېف ۹ سکېټر یا څانګې په لوی پارک کې کېږي.

تحریک انصاف دا مظاهره پر داسې مهال کوي چې د پاکستان جمهوري غورځنګ (پي ډي اېم) او د جمعیت علمای اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمان ویلي دي چې له بهره د چندو اخیستو په اړه د انتخاباتي کمېشن پرېکړه د تحریک انصاف د مشر او پخواني وزیراعظم عمران خان د "رسمي تورنولو" معنا لري نو ځکه دې یې پرضد له ایین او قانون سره سمه کارروايي وشي.

نوموړي د اګست پر درېیمه په وفاقي حکومت کې د شاملو ګوندونو له مشرانو سره تر ناستې وروسته په اسلام اباد کې خبري غونډې ته وویل، دا خبره ثابته شوې چې تحریک انصاف ګوند له بهره چندې ترلاسه کړې دي چې له قانون سره سم، ورباندې بندیز دی او د ګوند مشر عمران خان انتخاباتي کمېشن ته د ناسمو معلوماتو په ورکولو، له ایین سره سم، نور "صادق او امین" پاتې نه دی. "د انتخاباتو کمېشن ته یې د درواغو حلفي بیان، تصدیقنامه او اعلامیه ورکړې ده. دا د ایین سرغړونه ده. دا د ایین داسې سرغړونه ده چې [په کولو یې] سپریم کورټ او د انتخاباتو کمېشن ډېر خلک نااهله کړي دي."

مولانا فضل الرحمان په دې لړ کې مثالونه ور نه کړل خو د پاکستان سپریم کورټ په ۲۰۱۷ز کال کې د مسلم لیګ (ن) مشر نواز شریف د شتمنیو د قضیې په اړه په پرېکړه کې ویلي ول چې نوموړي سم معلومات نه دي په ډاګه کړي نو ځکه د ایین له ۶۲ او ۶۳مو مادو سره سم صادق او امین نه دی چې له کبله یې لوړپوړو دولتي څوکیو لپاره نااهله کوي. مسلم لیګ (ن) او شریف دا تور ردوي او وايي، د سپریم کورټ فیصله نامنصفانه وه.

د پاکستان د انتخاباتي کمېشن مشر سکندر سلطان راجا د اګست پر دویمه په خپله فیصله کې وویل چې پر پاکستان تحریک انصاف ګوند له بهره د "ممنوعه چندو" اخیستو تور ثابت شوی دی.

د پاکستان د سیاسي ګوندونو او د انتخاباتو له قوانینو سره سم، هېڅ ګوند یا سیاستوالان یې د خپلو فعالیتونو لپاره له بهرنیو وګړو او بهرنیو شرکتونو، سازمانونو او ادارو څخه پیسې نه شي اخیستای.

تحریک انصاف ګوند ویلي دي چې د کمېشن د فیصلې ضد سپریم کورټ ته ځي. د هغه ګوند یوه مخکښ سیاستوال فواد چودري د اګست پر درېیمه په اسلام اباد کې خبري غونډې ته دا هم وویل چې هېڅوک یې پر "ګوند او مشر عمران خان بندیز نه شي لګولای."

د هغه ګوند مشرانو همداراز په بیا بیا د بهرني تمویل تورونه رد کړي دي. تحریک انصاف د ۲۰۲۱ز کال د جنورۍ پر ۱۴مه انتخاباتي کمېشن ته ویلي ول چې په امریکا کې د رجسټرو دوو شرکتونو له لارې چې ګوند ته "ناقانونه پیسې" استول شوي، د هغې ذمه وار د ګوند مشران نه بلکې هغه اېجنټان دي چې دا کار یې کړی وو.

د پاکستان انتخاباتي قانون او د ګوندونو د تمویل موضوع

د پاکستان پارلېمان په ۲۰۱۷ز کال کې نوی انتخاباتي قانون منظور کړ چې د پخواني هغه ځای یې ونیو. په دواړو قوانینو کې پر ګوندونو او سیاستوالانو له بهرنیانو او بهرنیو هېوادونو، حکومتونو، ډلو، سازمانونو او شرکتونو د چندو پر اخیستو او د انتخاباتي کیمپېن لپاره د پیسو پر اخیستو بندیز دی.

د ۲۰۱۷ز کال له قانون سره سم، هغه بهرمېشتي وګړي چې د پاکستان شناختي کارډ لري، البته کولای شي چې یو ګوند یا سیاستوال ته د سیاسي هلو ځلو لپاره پیسې ورکړي.

د پېلډاټ مشر احمد بلال محبوب وايي، د پاکستان انتخاباتي قانون وار له مخه سخت بلل کېده.

د ده په خبره، د ۲۰۱۷ز کال انتخاباتي قانون لا پسې سخت شو ځکه چې په دې کې دا د ګوندونو ذمه واري ده چې د ترلاسه کړیو پیسو سرچینې وښيي.

د پاکستان د انتخاباتي قانون ۲۰۴، ۲۱۰ او ۲۱۲ مادې د بهرني تمویل له موضوع سره تړلې دي او که پر یو ګوند دا تور ثابت شي چې له بهرنیو وګړو، حکومتونو، ډلو، سازمانونو او شرکتونو یې د سیاسي هلو ځلو لپاره پیسې اخیستي نو انتخاباتي کمېشن واک لري چې هغه ګوند ړنګ کړي.

خو ګوند بیا دا اختیار لري چې موضوع سپریم کورټ ته یوسي. البته که سپریم کورټ هم د کمېشن فیصله تایید کړي نو بیا وفاقي حکومت هغه ګوند ړنګولای شي.

XS
SM
MD
LG