د لاسرسي ځای

تازه خبر

نواز شریف نااهلي: مسلم لیګ د سپریم کورټ فیصله غیرمنصفانه بللې


پراګ - پاکستان مسلم لیګ (ن) د ګوند له مشرۍ څخه د نواز شریف نااهلۍ په اړه د سپریم کورټ فیصله غیر منصفانه بللې ده.

د ګوند ویاند صدیق الفاروق د شورو پر ماسختن مشال راډیو ته وویل، دوی به د فیصلې مقابله په ولسي طاقت کوي.

د چارشنبې پر ورځ سپریم کورټ په لنډه فیصله کې ویلي، د پاکستان د ایین ۶۲ او ۶۳مو دفعو یا مادو د پارلېمان د غړیتوب لپاره د صادق او امین شرط ایښی دی او د ۲۰۱۷ز کال د جولای پر ۲۸مه عدالت نواز شریف د همدې مادو پر اساس د پارلېمان څوکۍ لپاره نااهله کړی وو نو ځکه هغه نه شي کولای چې د ګوند مشري هم وکړي.

د چیف جسټس ثاقب نثار په مشرۍ د سپریم کورټ جرګګۍ په خپله فیصله کې ویلي چې د پارلېمان له څوکۍ څخه له نااهلۍ راهیسې چې نواز شریف د ګوند په اړه څومره پرېکړې کړې دي هغه هم باطلې دي.

سپریم کورټ دا پرېکړه د پاکستان د انتخاباتي قانون په اړه د تحریک انصاف، پیپلز ګوند او عوامي مسلم لیګ په ګډون د یوشمېر غوښتنلیکونو په اورېدنه کې کړې.

تر دې مخکې د ۲۰۱۷ز کال په جولای کې سپریم کورټ د پاناما قضیې په اورېدنه کې د نواز شریف او د هغه د کورنۍ شتمنۍ تر پوښتنې لاندې راوستې او پر هغه یې تور پورې کړ چې سم معلومات یې نه دي ورکړي نو ځکه صادق او امین نه دی پاتې او په همدې توګه د پارلېمان د غړیتوب له څوکۍ یې نااهله کوي.

نواز شریف د دې فیصلې پر اساس د وزیراعظمۍ دنده پرېښوده خو د پاکستان د انتخاباتي قانون پر بنسټ یې د ګوند مشري کوله.

شریف له هغه وخت راهیسې په بیا بیا ټول تورونه رد کړي.

د مسلم لیګ (ن) ویاند صدیق الفاروق د چارشنبې پر ماسختن (ماخستن) مشال راډیو ته وویل، دوی به د ولس په طاقت د سپریم کورټ د پرېکړې مقابله کوي:

((زموږ ګوند وايي چې دا غیرمنصفانه فیصله ده ځکه چې دا مشخصاً د نواز شریف لپاره ده. موږ به د ولس په طاقت، په پرامنه توګه د دې فیصلې مقابله کوو. زموږ په اند، پارلېمان خالق دی او ایین مخلوق. نو مخلوق له خالقه لوی یا لوړ نشي کېدای.))

صدیق الفاروق زیاته کړه چې دوی د ګوند په غونډه کې لنډمهاله مشر ټاکي او خپله راتلونکې کړنلار به هم روښانه کړي، خو ده په دې اړه نور تفصیل ورنکړ.

XS
SM
MD
LG