د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان انتخاباتي کمېشن وايي پر تحریک انصاف له بهره د ممنوعه چندو اخيستل ثابت شول


پاکستان د ګوند يوې جلسې د وينا کوي. پخوانۍ انځور
پاکستان د ګوند يوې جلسې د وينا کوي. پخوانۍ انځور

د پاکستان انتخاباتي کمېشن خوندې کړې فيصلې اورولو پر مهال ويلي چې د عمران خان په مشرۍ پر تحریک انصاف ګوند له بهره څخه د ممنوعه پیسو اخيستلو تورونه ثابت شوي دي.

پرېکړه د اګست پر دوېیمه نېټه په اسلام اباد کې د انتخاباتي کمېشن مشر سکندر سلطان راجه په داسې حال کې واوروله چې د دفتر د ودانۍ او ښار په مهمو ځايونو باندې د امنيت په ممکنه توګه د خرابېدو د مخنيوي لپاره چارواکيو په سلګونه پوليس، اېف سي او د رېنجرز سرتېري ځای پر ځای کړې ول.

د بهر چندو مقدمه

شاوخوا اته کاله مخکې د تحریک انصاف ګوند یو بنسټګر او پخواني سیاستوال اکبر اېس بابر مقدمه دایره کړې وه او تور یې پورې کړی وو چې هغه ګوند له بهره چندې ترلاسه کړې دي. اکبر اېس بابر هغه مهال دا دعوه هم کړې وه چې تحریک انصاف ګوند په کلنۍ محاسبه کې هغه بهرني بانکي حسابونه د پاکستان له انتخاباتي کمېشنه پټ کړي ول چې د پیسو ترلاسه کولو لپاره یې کارول.

د تحریک انصاف بهرنیو چندو پر پاکستاني سیاست اغېز؟

خو بل پلو د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشرانو په بیا بیا د بهرني تمویل تورونه رد کړي دي. هغه ګوند د ۲۰۲۱ز کال د جنورۍ پر ۱۴مه انتخاباتي کمېشن ته ویلي ول چې په امریکا کې د رجسټر دوو شرکتونو له لارې چې ګوند ته ناقانونه پیسې استول شوي، د هغې ذمه وار د ګوند مشران نه بلکې هغه اېجنټان دي چې دا کار یې کړی وو.

خو تر ډېرو سیاسي او قانوني لوړو ژورو وروسته انتخاباتي کمېشن د جون پر ۲۱مه نېټه مقدمه سر ته ورسوله او په دې اړه يې خپله فېصله خوندې کړه.

د پاکستان له انتخاباتي قانون سره سم، سیاسي ګوندونه د خپلو فعالیتونو لپاره له بهره پیسې نه شي ترلاسه کولای. د ۲۰۱۷ز کال له انتخاباتي قانون سره سم، هغه بهرمېشتي وګړي چې د پاکستان شناختي کارډ لري، البته کولای شي چې یو ګوند یا سیاستوال ته د سیاسي هلو ځلو لپاره پیسې ورکړي.

په تازه فيصله کې څه ويل شوي؟

د اګست پر دوېيمه نېټه د فیصلې اورولو پر وخت انتخاباتي کمېشن مشر وويل چې پر تحریک انصاف له بهره څخه د ممنوعه چندو د ترلاسه کولو تورونه تابت شوي او په دې اړه يې ګوند ته وويل چې ولې نه دا پیسې ضبط کړل شي؟

کمېشن په دې اړه تحریک انصاف ته شوکاز نوټس جاري کړی دی.

په فیصله کې ويل شوي چې تحریک انصاف يوازې اته بانکي حسابونه مني او ۱۳ هغه يې نامعلومه ګرځولي او دريځ لري چې ورسره يې نشته او د دې ترڅنګ د دې ګوند ځينو مشرانو درې نور حسابونه هم پت کړي دي.

خو په پرېکړه کې ويل شوي چې تحریک انصاف چې له کومو بانکي حسابونه سره د تعلق نه لرلو خبره کوي د هغو په اړه د پاکستان ملي بانک (سټېټ بېنک) څخه د ترلاسه شويو اعداد و شمار (ډېټا) له مخې دا بانکي حسابونه د ګوند صوبايي، مرکزي مشرانو او غړيو پرانېستي او وچلول.

د کمېشن په فیصله کې ويل شوي چې تحریک انصاف د امريکايي شرکتونو له لارې له امريکايي وګړیو او کمپنيانو څخه د چندو راټولولو کمپېن چلولی وو. فیصله زیاتوي چې که څه هم دغو کمپنيانو د امريکا قانونې غوښتنې پوره کړې خو په پاکستان کې يې د سياسي ګوندونو له بهره څخه د چندو اخيستو په اړه د قانون درناوی نه دی کړی.

کمېشن وايي چې د تحریک انصاف له خوا د ۱۶ بانکي حسابونو پټول د پاکستان د اساسي قانون د مادې ۱۷ (۳) خلاف ورزي ده.

فیصلې ته غبرګون؟

تر پرېکړې وروسته اکبر اېس بابر پر فيصله خوښالي ښوولې او پر ټويټر پاڼه يې ليکلي چې اته کاله پس د مقدمې فيصله وارول شوه چې پکې د ده په خبره "د عمران خان د کرپشن او په ناقانونه توګه د پیسو تمويلولو اقدام ټول قام ته په ډاګه شو"

د تازه فیصلې په اړه د تحریک انصاف د مشر عمران خان غبرګون لا هم مخې ته نه دی راغلی البته د ګوند يو مخکښ فواد چودري پر انتخاباتي کمېشن او پر غړيو يې انتقاد کړی دی. نوموړي پر ټويټر پاڼه تور پورې کړی چې د انتخاباتي کمېشن او د غړيو يې قانوني وړتيا ضعيفه ده نو ځکه د ده په ادعا هغوی په حلف نامه او سرټېټفېکېټ کې فرق نه شي کولای. نوموړي زیاته کړې چې "عمران خان د اډټ شویو بانکي حسابونو پر اساس سرټېفيکېټ جمع کړی وو نو ځکه دا د غلطو معلوماتو ورکولو مقدمه نه ده"

د پرېکړې تر اورونې لږ وخت له مخه هم فواد چودري پر ټويټر پانه ليکلي ول چې د سپريم کورټ او های کورټ د فیصلو له مخې د درې واړو ګوندونو د مقدمو فيصلې به انتخاباتي کمېشن کوي خو د ده په ادعا کمېشن د پيپلز پارټۍ او مسلم ليګ (ن) د فنډونو مقدمو ته پام نه کوي.

هغه زیاته کړه: "نن هيڅ اسمان نه رانړېږي، سياسي فیصلې انتخاباتي کمېشن نه بلکې اصل پرېکړه ولس کوي."

د پاکستان واکمن ګوند مخکښ او پلان او پرمختيايي چارو وزیر احسن اقبال پر ټويټر پاڼه ليکلي چې "ثابته شوه چا چې نورو ته غله ول هغه پخپله غل ثابت شو، چا چې به نورو ته امپورټډ ( له بهره تپل شوی حکومت) ويل هغه پخپله د بهرني فنډونو اېجنټ وخوت، چا چې نور ته دروغجن ويل هغه پخپله دروغجن ثابت شو."

تر دې وړاندې د عمران خان په مشرۍ تحريک انصاف په وار وار ويلي چې له بهره يې ممنوعه پیسې نه دې ترلاسه کړي او تل يې له انتخاباتي کمېشن غوښتنه کړې ده چې د پيپلز پارټۍ او مسلم ليګ نواز ډلې ته له بهر هېوادونو څخه د ترلاسه شوو د پیسو حساب کتاب له ګوند سره يوځای واوروي.

XS
SM
MD
LG