د لاسرسي ځای

تازه خبر

عدالت له بهره د چندو اخیستو په قضیه کې د تحریک انصاف درخواست رد کړ


اسلام اباد های کورټ انتخاباتي کمېشن ته په یوه میاشت کې دننه د مقدمې د فیصلې اورولو امر کړی.
اسلام اباد های کورټ انتخاباتي کمېشن ته په یوه میاشت کې دننه د مقدمې د فیصلې اورولو امر کړی.

د اسلام اباد های کورټ د پاکستان تحریک انصاف پر ضد په هغه مقدمه کې درخواستونه خارج کړي چې پکې ویل شوي ول چې هغه ګوند د خپلو سیاسي فعالیتونو لپاره بهرنۍ چندې ترلاسه کړې وې.

های کورټ همداراز د انتخاباتو کمېشن ته حکم کړی چې په ۳۰ ورځو کې دننه دې د مقدمې فيصله واوروي.

دا په داسې حال کې ده چې د اپرېل پر ۱۰مه د پاکستان قامي اسمبلۍ له ۳۴۲ څخه ۱۷۴ غړو د عمران خان پرضد د عدم اعتماد تحریک په حق کې رایې ورکړې او هغه یې د وزیراعظمۍ له دندې ګوښه کړ.

د پاکستان تحريک انصاف ګوند يو پخواني بنسټګر غړي اکبر اېس بابر په ۲۰۱۴ز کال کې د پاکستان انتخاباتي کمېشن ته درخواست ورکړی وو چې پکې یې د ګوند پر مشرتابه د خپلو فعالیتونو لپاره له بهره په غېرقانوني ډول د پیسو ترلاسه کولو تور پورې کړی وو. د پاکستان له انتخاباتي قانون سره سم، سیاسي ګوندونه نه شي کولای چې له بهره د خپلو فعالیتونو د تمویل لپاره پیسې ترلاسه کړي.

د اسلام اباد های کورټ قاضي جسټس محسن اختر کياني په تحريري فيصله کې د تحريک انصاف له لوري له قضيې څخه د اکبر اېس بابر د لیرې کولو او ورته د مقدمې د رېکارډ له ورکولو څخه د منع کولو درخواست رد کړ. تر دې مخکې انتخاباتي کمېشن هم د ۲۰۲۲ کال په جنورۍ کې د تحريک انصاف ګوند درخواستونه مسترد کړي ول. اسلام اباد های کورټ د انتخاباتي کمېشن امر پر خپل ځای ساتلی دی.

اکبر اېس بابر هغه مهال دا دعوه هم کړې وه چې تحریک انصاف ګوند په کلنۍ محاسبه کې هغه بهرني بانکي حسابونه د پاکستان له انتخاباتي کمېشنه پټ کړي ول چې د پیسو ترلاسه کولو لپاره یې کارول.

خو بل پلو د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشرانو، په بیا بیا د بهرني تمویل تورونه رد کړي دي. هغه ګوند د ۲۰۲۱ز کال د جنورۍ پر ۱۴مه انتخاباتي کمېشن ته ویلي ول چې په امریکا کې د رجسټر دوو شرکتونو له لارې چې ګوند ته ناقانونه پیسې استول شوي، د هغې ذمه وار د ګوند مشران نه بلکې هغه اېجنټان دي چې دا کار یې کړی وو.

د پاکستان پخواني وزیراعظم او د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان هم په بیا بیا ویلي ول چې له هېڅ ناقانونه لار یې پیسې نه دي ترلاسه کړي او یوازې بهر مېشتو پاکستانیانو ورته د سیاسي هلو ځلو او انتخاباتي کیمپېنونو لپاره پیسې ورکړې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG