د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان حکومت وايي له سېلاب ځپلو سره د مناسبو مرستو توان نه لري


اوسنیو سېلابونو د بلوچستان د پښتنو او بلوڅو دواړو سیمو ته پراخ تاوانونه رسولي دي - د اګست ۲۹مې انځور.
اوسنیو سېلابونو د بلوچستان د پښتنو او بلوڅو دواړو سیمو ته پراخ تاوانونه رسولي دي - د اګست ۲۹مې انځور.

د بلوچستان حکومت وايي، دومره وسایل نه لري چې له سېلاب ځپلو سره مناسبې او کافي مرستې وکړي.

د بلوچستان اعلاوزیر عبدالقدوس بزنجو ویلي، د دې لپاره به پر وفاقي حکومت او نړیوالو د مرستو غږ کوي. د نوموړي سېکرټر لعل خان جعفر د سېپټېمبر پر څلورمه مشال راډیو ته وویل چې اعلا وزیر د سېلاب له کبله پر رامنځ ته شوي حالت له اپوزېشن ګوندونو د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

هغه وویل چې اعلاوزیر بزنجو د سېپټېمبر پر درېیمه د اپوزېشن له مشرانو سره غونډه کړې او له هغوي یې په دې لړ کې مشورې غوښتې دي. نوموړي زیاته کړه: "پر دې په تفصیل خبرې شوې دي چې په سمدستي توګه به د خلکو د نړېدلو کورونو د بیا ودانۍ لپاره فنډ پیدا کول وي، که په صوبه کې یوازې یو لاک کورونه بیا جوړول وي او د یوه کور لپاره پینځه لکه روپۍ وټاکل شي نو لږترلږه ۵۰ اربه روپۍ په کار دي."

خو لعل خان جعفر وویل چې یوازې تر اوسه د بیخې سرسري معلوماتو له مخې په بلوچستان کې لږترلږه ۷۰،۰۰۰ کورونه ړنګ شوي دي. خو د قدرتي افتونو پر وخت د انتظام ادارې ویلي چې د سېپټېمبر تر څلورمې په بلوچستان کې له سېلاب څخه ۲۶۰ کسان وژلي او څه باندې ۶۳،۰۰۰ کورونه زیانمن شوي دي.

لعل خان جعفر وویل، وروستۍ او کره سرورې به څرګنده کړي چې نه یوازې د ړنګو شویو کورونو شمېر بیخي زیات دی بلکې د سېلاب له کبله اوښتی زیان هم تر هغه څو چنده زیات دی چې اټکل یې کېږي.

نوموړي زیاته کړه چې په بلوچستان کې ښايي ځاني زیان تر نورو صوبو کم شوی وي خو مالي زیان تر اندازه ډېر زیات دی. هغه وویل، "د صوبې انفراسټرکچر ډېر پراخ دی او ابادي یې هم پراخه ده نو دوی ته چې کوم سړکونه روان وو او یا هلته د خلکو د امدن کومې وړې وړې زراعتي وسیلې وې هغه ټولې متاثره شوې دي، نو زموږ هلیه ده چې وفاقي حکومت به د سېلاب ځپلو په بیا بحالۍ کې دې هرڅه ته پام وکړي."

د بلوچستان په اسمبلۍ کې د اپوزیشن مشر ملک سکندر اېډوکېټ مشال راډیو ته وویل، دوی او حکومت پرېکړه کړې چې تر سیاسي تړون بالاتر به د سېلاب ځپلو د مرستو لپاره هلې ځلې کوي. نوموړي وویل، "بلوچستان دومره توان نه لري چې له سېلاب څخه د اوښتي زیان ازاله په خپله وکړي بلکې د دې لپاره به وفاقي حکومت او دوی ته له بهره په راتلونکو مرستو کې بلوچستان ته پوره پوره برخه ورکوي."

سکندر زیاته کړه چې دوی حکومت ته مشوره ورکړې چې د دې لپاره دې په شفافه توګه سرورې وکړل شي چې اصل متاثرین معلوم کړل شي. هغه وايي: "په اول سر کې دې د وژل شوو او ټپي شوو معلومات وشي او هغوی ته دې معاوضه ورکړل شي، بیا دې د بې کوره خلکو غم وخوړل شي او تر هغه وروسته دې د زراعت او نور څه په برخه کې د اوښتي زیان ازاله وکړل شي."

د یادونې وړ ده چې بلوچستان د پاکستان تر ټولو پراخه صوبه ده او اوسنیو سېلابونو پکې د پښتنو او بلوڅو دواړو سیمو ته پراخ تاوانونه رسولي دي.

بلوچستان ته د وزیراعظم شهباز شریف سفر

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف ویلي دي چې سېلابونو هغه صوبه خورا زیاته ځپلې ده او حکومت به د بیارغونې او بحالۍ چارو ته دوام ورکوي. نوموړی د سېپټېمبر پر څلورمه لومړی کوټې او بیا تر هغې وروسته د مچ ضلعې هغو برخو ته ولاړ چې پکې د وسې او بیا د پشکال بارانونو او سېلابونو زښت زیات تاوانونه اړولي دي.

په هغه سیمه کې سېلاب کوټې او د صوبې نورو برخو ته د ګیس رسولو دوه لویې نللیکې لاهو کړې دي او د برېښنا ۲۲۰ ستنې یې وړې یا نړولې دي. د دې تر څنګ په مچ ضلع کې د اورګاډي یو تاریخي پل هم نړېدلی دی چې د بیارغونې چارې یې روانې دي.

شهباز شریف د بیارغونې د چارو تر لیدنې وروسته په خبرو کې وویل چې ولس او حکومت دې په ګډه د دې حالت مقابله وکړي. "چې کله د مصیبت وخت راځي او داسې ګړۍ راشي نو بیا به ټول قام یو موټی کېږي او په ګډه به شپه او ورځ کار کوي."

وزیراعظم په "چټکۍ" د ګیس د نللیکو د بیارغونې ستاینه وکړه او په دې چارو کې یې د برخه اخیستونکو لپاره د ۳۰ لکه روپیو انعام اعلان وکړ. له نوموړي سره په سفر کې د بلوچستان اعلاوزیر میر عبدالقدوس بزنجو هم ملګری وو. هغه هم د نللیکې د بیارغونې په چارو کې بوختو کارکوونکو ته د صوبايي حکومت له لوري د ۲۰ لکه روپیو ورکولو اعلان وکړ.

په همدې حال کې فعالانو او سیاسي ګوندونو هم په بلوچستان کې له سېلاب ځپلو سره مرستو ته دوام ورکړی دی. د جماعت اسلامي صوبايي امیر مولانا عبدالحق هاشمي د سېپټېمبر پر څلورمه په کوټه کې یوې خبري ناستې ته وویل چې د ګوند د الخدمت بنسټ (فاونډېشن) له لارې یې له اغېزمنو خلکو سره د څه د پاسه څلور کروړه روپیو مرستې کړې دي. هغه البته پر حکومت انتقاد وکړ چې ولې یې لوړپوړي چارواکي هرې ځپل شوې سیمې ته ځانونه نه رسوي.

هلته د بلوچستان په سېلابونو کې د یوه وژل شوي کس بالاچ لهړي خپلوانو د طبیعي ناورینونو پر وړاندې د مبارزې پر صوبايي ادارې (پي ډي اېم اې) انتقاد کړی دی. هغوی د سېپټېمبر پر څلورمه په کوټه کې خبري غونډې ته وویل چې که پي ډي اېم اې پر وخت روزلي کارکوونکي سیمو ته استولي وای نو لهړی به په سېلاب کې نه مړ کېدای. لهړی د اګست پر ۲۶مه د سریاب په لوړ کارېز کې د یوه کس د ژغورنې د هڅو پر مهال لاهو شوی وو.

د بلوچستان په جعفراباد کې زیاتره سیمې لا هم تر اوبو لاندې دي - د سېپټېمبر درېیمې انځور.
د بلوچستان په جعفراباد کې زیاتره سیمې لا هم تر اوبو لاندې دي - د سېپټېمبر درېیمې انځور.

خو هلته د ګوال سیمې اوسېدونکي او قبایلي مشر ملک سرور پانېزي له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل چې پي ډي اېم اې د صوبې په بېلابېلو برخو کې له سېلاب ځپلو سره مرستو ته دوام ورکړی دی. په عین وخت کې د سېپټېمبر له پینځمې څخه د کوټې په ګډون د بلوچستان په زیاتره برخو کې تعلیمي ادارې بیا پرانیستل شوې دي. په هغه صوبه کې تعلیمي ادارې د اګست له ۲۲مې راهیسې تړلې وې.

په بلوچستان کې تر اوږدمهالې وچکالۍ وروسته د جون په پیل کې د وسې او بیا د جولای په نیمايي کې د پشکال د بارانونو لړۍ پیل شوه چې له وجې یې سېلابونه راغلل چې لسګونه کسانو ته یې مرګ ژوبله واړوله. د حکومت په وینا، په بارانونو او سېلابونو کې ټول ۲۶۰ کسان مړه شوي او ۱۶۴ ژوبل دي.

پاکستان کې د مرګ ژوبلې تازه شمېرې

په پاکستان کې د قدرتي افتونو پرضد د مبارزې ملي ادارې (اېن ډي اېم اې) ویلي دي چې په هغه هېواد کې په بارانونو او سېلابونو کې د وژل شویو شمېر ۱،۳۱۴ ته رسېدلی دی. هغې ادارې د سېپټېمبر څلورمې شپې مهال په خپل ورځني رپورټ کې ويلي چې په وژل شویو کې زیاتره د سیند صوبې اوسېدونکي ول.

اېن ډي اېم اې وايي، په سیند کې ټول ۵۱۱، په خیبر پښتونخوا کې ۲۸۹، په بلوچستان کې ۲۶۰ او په پنجاب کې ۱۸۹ کسان مړه شوي دي. اېن ډي اېم اې وايي، په وژل شویو کې ۴۵۸ ماشومان دي. هغه اداره زیاتوي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په سېلابونو کې څه د پاسه ۲۱۴،۰۰۰ نور کورونه زیانمن شوي دي.

XS
SM
MD
LG