د لاسرسي ځای

تازه خبر

شهباز شریف: ما په خپل ټول ژوند کې تر دې لوی سېلاب نه دی لیدلی


پاکستان کې سېلابونو کورونه لاندې کړې دي: انځور له ارشیفه
پاکستان کې سېلابونو کورونه لاندې کړې دي: انځور له ارشیفه

په پاکستان کې په روانو سېلابونو کې د ۱۹ نورو کسانو په وژل کېدو د مړيو ټول شمېر ۱۲۰۸ ته رسېدلی دی.

د قدرتي افتونو د نظم قامي ادارې ويلي چې په تېر يو شواروز کې سېلابي اوبو په خيبر پښتونخوا کې څه کم څلور زره او په سيند کې بيا تر ۶۲ زره زيات کورونه ړنګ کړي دي. د یادې ادارې په وینا، په سېلابونو کې تر شپږ زره زيات کسان ژوبل شوي او ۱۱ لکه ۷۲ زره کورونه ړنګ شوي دي.

په عين حال کې د پاکستان د اورګاډو محکمې ويلي چې د سېلابونو له کبله د سيند او بلوچستان د هېواد له نورو ښارونو سره د اورګاډو تګ راتګ به څو ورځې نور هم بند وي.

بلخوا وزير اعظم شهباز شريف يوځل بيا ويلي چې له سېلاب ځپلو سره يې مرستې پيل کړي او دا لړۍ به روانه ساتي. پرون په اسلام اباد کې د مسلم ليګ (ن) ګوند د قامي او صوبايي اسمبليو غړيو ته په وينا کې وزيراعظم شهباز شريف يو ځل بيا وويل چې هرې سیلاب ځپلې کورنۍ ته ۲۵ زره روپۍ تر بېنظير انکم سپورټ پروګرام لاندې ورکول پيل شوي دي. نوموړي زياته کړه چې په سېلابونو کې د هر وژل شوي تن کورنۍ ته ۱۰ لکه روپۍ ورکول کېږي.

نوموړي وویل:

"تر اوسه ۲۸ اربه روپۍ سېلاب ځپلو خلکو تک ورکړل شوي او د مرستو دا لړۍ به روانه ساتو. اوس چې کوم سېلاب راغلی، ما په خپل ټول ژوند کې تر دې لوی سېلاب نه دی لیدلی، هر ځای اوبه اوبه دي، سېلاب هر څه له مينځه وړي دي."

دا په داسې حال کې ده چې دروغتيا نړيوال سازمان ډبليو اېچ او د اګست ۳۱مې په رپورټ کې ویلي چې د سيلابونو له وجې په پاکستان کې د صحت ۸۸۸ مرکزونو ته زیان رسېدلی چې پکې ۱۸۰ په مکمله توګه تباه شوی دي.

له سېلاب ځپليو سره د مرستو لپاره د خيبرپښتونخوا د سندرغاړو هلې ځلې
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:52:11 0:00

بل پلو، د پاکستان ډاکټران وايي چې په سيلاب ځپلو سيمو کې بېلا بېلې ناروغۍ خپرې شوې دي. د سيند او خيبر پښتونخوا ډاکټرانو د اګست پر ۳۱مه نېټه مشال رېډیو ته ويلی چې دوی ته وار له مخه د پوستکي او نس ناستي ناروغان وروړل شوی دي. ډاکټرانو په راتلونکو ورځو کې په سيلاب ځپلو سيمو کې د لا نورو وبايی ناروغيو د خپرېدو ويره ښوولې ده.

بل پلو، د پاکستان د روغتیا مرکزي وزیر قادر پټېل د اګست پر ۳۰مه کراچۍ ته د دورې پر مهال ویلي وو، د وبايي مرضونو د کنټرول لپاره حکومت بشپړ ګامونه پورته کړي دي.

پوهان وايي دسېلاب او نورو قدرتي افتونو ترشا د اقليمي بدلون لاس دی. په پېښور پوهنتون کې د ماحولياتي زده کړو مرکز يو استاد ډاکټر حزب الله وايي، د کره ارض د تودوخې درجې لوړېدو له وجې په موسمونو کې تغير راغلی چې په نتيجه کې يې، د ده په خبره، موږ د بېلا بېلو قدرتي ناورينونو شاهدان يو.

پاکستان په تېرو ۱۲ کلونو کې دوه ځل د لويو سېلاوونو شاهد واوسېد. سږنی، يانې د ۲۰۲۲ز د اګست مياشتې سېلاب د ۲۰۱۰ز تر هغه زيات، لوی او خطرناک ګڼل کېږي.

XS
SM
MD
LG