د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګري ملتونه: پاکستان کې سېلابونو د ۳ مېليونه ماشومانو روغتيا ته خطر پېښ کړی


په چارسده کې د سيلاب ځپلو يو کمپ
په چارسده کې د سيلاب ځپلو يو کمپ

د ملګرو ملتونو د ماشومانو چارو ادارې یونیسېف ویلي چې په پاکستان کې د سېلابونو له وجې له درې مېلیونه څخه د زیاتو ماشومانو روغتیا له خطر سره مخامخ شوې ده.

بلخوا د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو ايچ او) د سېپټېمبر پر درېيمه په يو بیان کې ویلي چې له بارانونو او سېلابونو سره په تړلو پېښو کې په وژل شويو کې ۳۵۰ ماشومان شامل دي.

په پاکستان کې د سېلابونو سلسله د جون په پای کې تر ورښتونو وروسته پیل شوه. د قدرتي افتونو د نظم ادارې (اېن ډي اېم اې) د سېپټېمبر پر درېيمه ويلي چې تر اوسه د سېلابونو او بارانونو او د کورونو د پرېوتو له وجې ټول ۱،۲۹۰ کسان وژل شوي دي. د ادارې په وينا، په ټوله کې ۳۳ مېليونه خلک له سېلابونو اغېزمن شوي دي.

په خيبر پښتونخوا کې د ډاکټرانو اتحادیه وايي چې په ډېرو سیمو کې خلک د څښکلو له پاکو اوبو او دواګانو څخه بې برخې دي.

د ټولنې مشر ډاکټر امیر تاج خان وايي چې تر سېلابونو وروسته اوس د صوبې ولس د روغتیا د بحران سره مخامخ دی او باید حکومت په دې برخه کې بیړني ګامونه پورته کړي. "دا ځای ځای چې اوبه ولاړې دي په دې کې بېلابېل جراثیم راغلي دي او دا د ملېریا او ډینګي د ماشو د افزایش نسل لپاره یوه غوره وسیله ده. که دا لړۍ روانه وي او مخنیوی یې و نه شي نو دا به د روغتیا یو لوی بحران رامنځته کړي."

په خيبر پښتونخوا کې سېلابونو سوات ډېر ځپلی دی. هلته د یو شخصي روغتون مشر ډاکټر جاوېد اقبال وايي چې د نس (خېټې)، پوستکي او سا د رنځونو په ګډون په سیمه کې د ډینګي تبې د رنځورانو شمېر لا ډېر شوی دی. "په سوات کې د سیدو روغتون په میډیکل وارډ کې د نورو رنځورانو ځای نه شته. د هغې وجه دا ده چې یو خو څوک د څښلو د پاکو اوبو خیال نه ساتي او بله دا چې په سوات کې د [ناپاکه] اوبو د اېستلو څه مربوط نظام نه شته. همدغه وجه ده چې د ژیړي، خېټې، خارښ او ډینګي رنځوران ډېر شوي دي."

د پاکستان سرکاري ټېلېوېژن د روغتيايي چارو د وفاقي وزیر عبدالقادر پټېل له خولې ويلي چې په سېلاب ځپلو سيمو کې ۱،۲۰۰ روغتيايي کیمپونه جوړوي.

نوموړي د سېپټېمبر پر دويمه په بیان کې وویل، د روغتيا له نړيوالې ادارې سره یې په شريکه په ځينو سيمو کې سېلاب ځپلو ناروغانو ته دواګانې او د لومړنيو طبي مرستو سامانونه لېږدولي دي.

د ملګرو ملتونو د نفوسو لپاره مالي صندوق (یونایټډ نېشنز پاپولېشن فنډ) د اګست پر ۳۰مه په يو راپور کې ويلي ول چې په پاکستان کې د سېلابونو له وجې شپږ نیم لکه حامله ښځې بيړنيو روغتيايي‌مرستو ته ضرورت لري.

هغې ادارې زياته کړې تمه ده له هغوی څخه یې شاوخوا ۷۳،۰۰۰ ښځې په سېپټېمبر کې بچي وزېږوي. د نفوسو ادارې په خبره، د ماشومانو زېږېدو او حامله ښځو ته پر خوندي او پاک ځای برسېره طبي اسانتياوې په کار دي.

د خيبر پښتونخوا اعلاوزیر محمود خان د سېپټېمبر پر لومړۍ نېټه په پېښور کې خبريالانو ته ويلي ول چې د صوبې په بېلابېلو برخو کې یې طبي کیمپونه پرانيستي او خلک له رنځونو څخه د خوندي کولو هلې ځلې کوي.

حکومت ځينو روغتونونو ته هم د تیار اوسېدو ویلي دي چې پکې لېډي ریډېنګ روغتون هم دی. د هغه روغتون وياند محمد عاصم د سېپټېمبر پر درېيمه مشال راډيو ته وویل چې دوی د مريضانو زياتېدو ته په کتو تیاریانې زیاتې کړې دي. "وړاندې به راته د ورځې د ډینګي درې، څلور مريضان راتلل خو تر سېلابونو وروسته دغه شمېر ۱۷ ته رسېدلی دی. د ډينګي ناروغانو شمېر ډېر دی خو دا [اوسط ۱۷] هغه رنځوران دي چې جدي دارو، درملو او پاملرنې ته اړتیا لري."

په همدې حال کې د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف له ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو ادارو څخه غوښتي دي چې د سېلابونو له وجې دې له بېلابېلو ناروغیو څخه د ماشومانو د ژغورنې لپاره ورسره مرسته وکړي.

شریف د سېپټېمبر پر څلورمه پر ټوېټر په بیان کې ویلي چې په سېلابونو کې تر ۴۰۰ زیات ماشومان وژل شوي دي.

د پاکستان وزیراعظم په بیان کې زیاته کړې چې ګڼ ماشومان له ناولو اوبو څخه د پیدا کېدونکو ناروغیو له ګواښ سره مخامخ دي.

شریف د سېپټېمبر پر څلورمه په بلوچستان کې د سېلاب ځپلو سیمو د بیارغونې او د خلکو د بحالۍ چارو جاج اخیستو لپاره د کوټې په سفر دی.

XS
SM
MD
LG