د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګري ملتونه وايي سېلابونو پاکستان کې ۴۲۱،۰۰۰ افغان کډوال ځپلي دي


يو افغان کډوال په نوښار کې د ملګرو ملتونو کډولو ادارې کارکوونکو ته په سیلاب کې وران شوی خپل کور ښيي (انځور د اګست د ۳۱مې دی)
يو افغان کډوال په نوښار کې د ملګرو ملتونو کډولو ادارې کارکوونکو ته په سیلاب کې وران شوی خپل کور ښيي (انځور د اګست د ۳۱مې دی)

د کډوالو لپاره کارکوونکې د ملګرو ملتونو اداره (يو اېن اېچ سي ار) وايي سېلابونو په پاکستان کې ۴۲۱،۰۰۰ افغان کډوال اغيزمن کړي دي.

د دې ادارې مرستيالې مشرې کيلي کلېمینټس د سپتمبر په څلورمه پر ټوېټر ليکلي پيغام کې پر نړيوالو د مرستې غږ کړی. هغې ويلي، "له موږ سره مرسته وکړئ چې دغه کډوالو سره مرسته وکړو."

د کلېمينټس لخوا د خپرو شويو شمېرو تر مخه په پاکستان کې ۱.۳ مېليونه افغان کډوال اوسيږي چې له هغوی څخه یې ۴۲۱،۰۰۰ په وروستيو سېلابونو او بارانونو کې زیانونه ليدلي دي. د يو اېن اېچ سي ار له مخې په خيبر پښتونخوا کې د کډوالو ځينې کمپونه خراب شوي او د هغوی څاروي وژل شوي دي.

يو اين ايچ سي ار ويلي چې له نېږدې ۵۰،۰۰۰ افغان کډوالو سره یې بیړنۍ بشري مرستې کړې چې پکې د خېمو، دوایانو او خوړو ورکول شامل دي.

په خیبر پښتونخوا کې د دې ادارې او افغان کمیشنرۍ یو استازي خان محمد بابر د سپتمبر په څلورمه مشال راډيو ته وويل چې ډيری افغان کډوال په چارسده او نوښار کې سېلابونو ځپلي دي. "ډير زیان په چارسده او نوښار کې شوی دی. بيا په ډيره اسماعيل خان کې هم سېلابونو افغان کډوالو ته زیانونه رسولي دي. نوښار کې د خیشکې کمپ دوه برخې مکملې اوبو لاندې کړي او کډوالو یواځې خپل ځانونه ایستلي دي."

د پاکستان د قدرتي افتونو د نظم ادارې (اين ډي اېم اې) د سپتمبر په څلورمه په خبل راپور کې ويلي چې په دې ملک کې له راغليو سېلابونو د وژل شويو کسانو شمير ۱،۳۰۰ ته رسېدلی او ۱۲،۷۰۳ ترې زخميان شوي دي. ترټولو ډيره زیاته ځپل شوې صوبه بلوچستان ده. دلته افغان کډوال هم ډير ځوريدلي دي.

د چلتن ټاون شاته پراته، سمال اباد کلي اوسیدونکي حاجي شيرخان د سپتمبر په څلورمه مشال راډيو ته وويل چې سېلاب یې هر څه ويوړل. هغه زیاته کړه چې کورونه وران شوي او لارې له تګ راتګه وتلې دي. هغه له حکومت او ملګرو ملتونو غوښتنه وکړه چې دوی سره دې ځانګړې مرستې وشي ځکه چې د ځايي خلکو په پرتله کډوال د ډير نقصان بوج نه شي اوچتولی.

په بلوچستان کې د ملګرو ملتو نو د کډوالو د ادارې یو اېن اېچ سي ار ویاندې مېرمن عمیرا مشال راډيو ته وويل چې دوی د خلکو سره مرستې پيل کړې دي. هغې زیاته کړه چې د دې مرستو تر لاسه کولو لپاره باید افغان کډوال پي او ار کارډونه ولري.

هغه وايي، "کوم کډوال چې رجسټرډ نه دي او پي او ار کارډ نه لري، هغوی سره د قدرتي افتونو د نظم صوبايي ادارې (پي ډي اېم اې) مرسته کړې ده."

XS
SM
MD
LG