د لاسرسي ځای

تازه خبر

روغتیاپالانو د پاکستان په سېلاب ځپلو سیمو کې د ناروغیو خپرېدو وېره څرګنده کړې


د پاکستان ډاکټران وايي چې په ځينو سېلاب ځپلو سيمو کې ځينې ناروغۍ خپرې شوې دي ــ انځور له ارشيفه
د پاکستان ډاکټران وايي چې په ځينو سېلاب ځپلو سيمو کې ځينې ناروغۍ خپرې شوې دي ــ انځور له ارشيفه

د روغتيا نړيوال سازمان ډبليو اېچ او د اګست ۳۱مې په رپورټ کې ویلي چې د سيلابونو له وجې په پاکستان کې د صحت ۸۸۸ مرکزونو ته زیان رسېدلی چې پکې ۱۸۰ په مکمله توګه تباه شوی دي.

د حکومتي شمېرو له مخې په سيلابونو کې شاوخوا ۱۲ سوه کسان مړه شوي دي او ۳۳ مليونه ورڅخه اغېزمن شوي دي. د پاکستان د قدرتي افتونو د نظم ادارې (اين ډي اېم اې) د اګست په ۳۱مه د شپې وويل چې تر دغې نېټې پورې له سیلابونو د وژل شويو شمېر ۱۱۹۱ ته رسېدلی دی.

دې ادارې زیاته کړې چې نيږدې ۴۰۰۰ خلک په دې سېلابونو کي ژوبل شوي، لس نيم لاکه کورونه وران شوي او په ټوله کې څه دپاسه ۳۳ ميليونو خلک اغيزمن شوي دي.

بل پلو، د پاکستان ډاکټران وايي چې په سيلاب ځپلو سيمو کې بېلا بېلې ناروغۍ خپرې شوې دي. د سيند او خيبر پښتونخوا ډاکټرانو د اګست پر ۳۱مه نېټه مشال رېډیو ته ويلی چې دوی ته وار له مخه د پوستکي او نس ناستي ناروغان وروړل شوی دي. ډاکټرانو په راتلونکو ورځو کې په سيلاب ځپلو سيمو کې د لا نورو وبايی ناروغيو د خپرېدو ويره ښوولې ده.

د اګست پر ۳۱مه، په کراچۍ کې، د ډاکټرانو د اتحادیې یوې خبرې غونډې ته د وینا پرمهال ډاکټر عبدالله متقي وویل: "په سیلاب ځپلو سیمو کې د وبايي ناروغیو د خورېدو وېره ده. راتلوونکې درې میاشتې مهمې دي او نږدې په لکونو خلک به درملو ته اړتیا لري او د نږدې ۵۰ کروړو روپو دوایانو ته به ضرورت ولرو."

په خیبر پښتونخوا کې د الخدمت فاونډیشن په نوم د یوې خیریه ادارې سره کارکوونکی ډاکټر شکیل احمد وايي، په سیلاب ځپلو سیمو کې د شرې، پوستکي، نس ناستي او ملیریا بیمارۍ خورې شوې دي. نوموړی وايي، دا وېره هم شته چې د ډینګي تبه به هم خوره شي.

هلته په کراچۍ کې د ماشومانو د روغتون یوه ډاکټره اسیه وايي، پخوا به د ورځې له زرو نیولې تر ۱۲۰۰ پورې ماشومان د درملنې لپاره وروستل کېدل خو اوس دا شمېره اوو زرو ته پورته شوې ده.

د بلوچستان د روغتیا سېکټري حافظ طاهر چې څو ورځې وړاندې یې اندېښنه ښودلې وه چې په سیلاب ځپلو سیمو کې د خطرناکو ناروغیو د خورېدو وېره موجوده ده، اوس وايي چې د بلوچستان د روغتیا اداره له ګڼو ستونزو سره مخامخ ده. نوموړی وايي، هغوی اندېښنه لري چې تر راتلونکو څلورو میاشتو پورې به سیلاب ځپلې سیمې د وبايي ناروغیو سره لاس او ګرېوان وي.

بل پلو، د پاکستان د روغتیا مرکزي وزیر قادر پټېل د اګست پر ۳۰مه کراچۍ ته د دورې پر مهال ویلي وو، د وبايي مرضونو د کنټرول لپاره حکومت بشپړ ګامونه پورته کړي دي.

XS
SM
MD
LG