د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې له سیلابه د وژل شويو کسانو شمېر ۱۱۶۲ ته ورسېد


په نوښار کې سیلاب
په نوښار کې سیلاب

د پاکستان د قدرتي افتونو د نظم قامي اداره وايي په دې هېواد کې له سېلابونو د مړو شوو کسانو شمېر ۱،۱۶۲ ته رسېدلی دی.

دغې ادارې د اګست په ۳۱مه خپل ورځني راپور کې وېلي دي چې سېلابونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۳۶ کسان وژلي او شا وخوا ۱۹۴۱ کسان یې ژوبل کړي دي. په راپور کې زیاته شوې چې د جون له ۱۴مې راهيسې تر دې دمه څه باندې ۳۵۰۰ کسان په سېلابونو کې ژوبل شوي دي.

دې ادارې د اګست په ۳۰مه، په خپل راپور کې په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې په نوښار کې د کابل سیند او په تونسه کې په دریای سند کې د لوړې کچې د ممکنه سیلاب خبرداری ورکړی وو. د دې ادارې شمېرې ښيي چې په سیلابونو کې تر دې دمه تر لسو لکه زياتو کورونو ته زیان رسېدلی او درې کروړه ۳۰ لاکه خلک یې اغیزمن کړي دي.

بلخوا له تېرو څو ورځو راهيسې چې د بلوچستان له نور هېواد سره ټولې لارې بندې وې،په کې د کوټې ـــ کراچۍ او کوټې ـــ ډیره غازي خان لارې خلاصې شوې دي او نورې لا هم بندې دي.

ملګرو ملتونو د پاکستان سیلاب ځپلو سره د مرستې لپاره له نړيوالو د ۱۶۰ ميليونو ډالرو بيړنۍ مرستې ورکولو غوښتنه کړې ده. دې غوښتنې ته په ځواب کې ځينو هېوادونو مرستې پيل کړي دي.

متحده عرب اماراتو د طبي او روغتيايي مرستو يوه الوتکه پاکستان ته ليږلې. کينيډا اضافي پينځه ميليونه ډالر ورکول اعلان کړي دي. ترکیې هم ځينې مرستې لېږلې او اروپايي اتحادیې د ۲.۱ يو ميليونو يورو او چين د سل ميليونو يوان ورکولو اعلان کړی دی.‌

د امریکا پرمختیايي ادارې (یو ایس اې ايي ډي) د ۳۰ ميلیون ډالره اضافي مرستې اعلان کړي دي. په اسلام اباد کې د امریکا سفارت د اګست پر ۳۰مه پر خپله ویب پاڼه لیکلي چې د بیړنیو بشري مرستو سربېره امریکا د روانې میاشت په پیل کې د یولس لکه ډالرو منظوري هم ورکړه. دا پیسې په راتلونکې کې د سیلابونو د مخنیوي د لارو چارو لپاره دي.‌

بلخوا وزیراعظم شهباز شریف د اګست په ۳۰مه په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل چې د سیلاب ځپلو لپاره راټول شوی ټول امداد به په شفافه توګه د متاثرینو پر بحالۍ لګيږي. البته هغه زیاته کړه چې وفاقي او صوبايي حکومتونه بايد د مرستو چارې هم اهنګه کړي چې اغيز یې زیات شي.

د پاکستان حکومت او ملګرو ملتونو د اګست پر ۳۰مه په اسلام اباد او د سویټزرلینډ په جينیوا ښار کې د سیلاب ځپلو د مرستې لپاره ګډ پلان پیل کړ چې د ۲۰۲۲م کال فلډ ریسپانس پلان نومېږي.

شهباز شريف هرې سیلاب ځپلي کورنۍ ته د ۲۵۰۰۰ او په سیلاب کې د وژل شوي تن کورنۍ ته لس لکه روپۍ ورکولو اعلان کړی دی.

XS
SM
MD
LG