د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې بيړنی حالت: سېلاوونو درانه مالي او ځاني زيانونه اړولي


پاکستان کې د زياتو اورښتونو او سېلاوونو له کبله ګڼ پلونه او ډېمونه مات شوي چې د خلکو تګ راتګ يې اغېزمن کړی دی ــ انځور له ارشيفه
پاکستان کې د زياتو اورښتونو او سېلاوونو له کبله ګڼ پلونه او ډېمونه مات شوي چې د خلکو تګ راتګ يې اغېزمن کړی دی ــ انځور له ارشيفه

د خيبر پښتونخوا په ګډون د پاکستان په يوشمېر نورو سيمو کې د وسې يا پشکال بارانونو له کبله رامينځ ته شويو سېلاوونو ګڼ مالي او ځاني زيانونه اړولي دي.

د قدرتي افتونو پر وخت د انتظام ملي ادارې ويلي چې د اګست تر ۲۶مې ناوخته د سېلاوونو له کبله په پاکستان کې شاوخوا ۱،۰۰۰ کسان وژل شوي او تر ۴۰ ميليونه زيات کسان اغېزمن شوي دي. د ادارې په وينا تر دوه لکه زيات د سرپناه لپاره خوندې کېمپونو ته رسول شوي دي.

په عين حال کې حکومت هلته د بېړني حالت اعلان کړی دی. د پاکستان د اقليمي بدلون مرکزي وزيرې شيرين رحمان د اګست پر ۲۶مه په اسلام اباد کې يوې خبري غونډې ته وويل چې "په ټول هېواد کې بېړنی حالت دی او موږ بايد همهغسي چلند ورسره وکړو."

د پاکستان په بېلا بېلو سيمو کې د روان کال د جون مياشتې له وروستيو د بارانونو لړۍ پیل شوه چې په دا وروستيو ورځو کې يې خورا زور واخيست.

دغو بارانونو په لومړي سر کې بلوچستان او سيند صوبې زياتې وځپلې خو له تېرې يوې اوونۍ راهيسې يې په خيبر پښتونخوا کې درانه مالي او ځاني زيانونه اړولي دي.

پاکستان کې سېلاوونو ميليونونه کسان اغېزمن کړي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:28 0:00

خيبر پښتونخوا کې د قدرتي افتونو پر وخت د انتظام صوبايي ادارې د اګست پر ۲۶مه د باران او سېلاو له کبله د چارسدې او نوښار خلکو ته خبرداری ورکړ چې ځان خوندي ځایونو ته ورسوي.

ادارې د اګست پر ۲۶مه ناوخته پر رسمي ټویټر پاڼه لیکلي چې چارسدې ته نېږدې منډا هېډورکس د شپې پر ۱۱ بجې سېلاب مات کړی دی چې له کبله یې د دوی په وینا چارسدې، نوښار او شاوخوا سیمو ته د سېلاب خطر پېښ شوی دی.

یادې ادارې د دې سیمو پر ولس غږ کړی دی چې د خپل ځان ژغورلو لپاره دې د حکومت له خوا ځانګړو شویو کېمپونو ته لاړ شي.

په خیبر پښتونخوا کې د ژغورونکې ادارې ۱۱۲۲ ويلي چې د سوات د ۱۵ کسانو په ګډون د صوبې په نورو برخو کې تر دې دمه تر ۳۰ زيات کسان وژل شوي دي.

په سوات کې د اګست له ۲۴مې سېلاوي اوبه په سوات سيند ګډې شوې چې يوشمېر هوټلونو او هټيو ته يې زيان واړاوه. عيني شاهدانو مشال راډيو ته ويلي چې سېلاوونو ځينو کسانو ته مرګژوبله هم اړولې خو کره شمېر يې لا نه دی په ډاګه شوی.

پر ټولنيزو رسنيو په ورکړل شويو ويډيوګانو کې ښکاري چې د سېلاو اوبه په سوات سيند کې پر ورګډېدو سربېره د ښار پر سړکونو ولاړې دي او د خلکو کورونه او دوکانونه يې اغېزمن کړي دي.

پر سوات سربېره د خيبر پښتونخوا د جنوبي ضلعو ډېره اسماعیل خان، ټانک او جنوبي وزیرستان کې سېلاوونو سلګونه کورونه او ودانۍ ړنګې کړې دي.

ځايي اوسېدونکو مشال راډيو ته ويلي چې د سختو سېلاوونو له وجې له نورو ښارونو سره د ډېره اسماعیل خان رابطه پرې شوې ده او مرستندویه ډلې ورته په رسېدو کې له لویو مشکلاتو سره مخامخ دي.

په همدې حال کې د سیند صوبايي حکومت د بارانونو او سېلاوونو له وجې د اګست پر ۲۶مه او ۲۷مه هم د سکولونو، کالجونو او پوهنتونونو د تړلو فیصله کړې ده. د تعلیمي چارو وزیر سردار شاه پرون وویل، د یوشمېر ضلعو په ښوونځیو او کالجونو کې د سېلاو اوبه جمع شوې دي او حکومت په نورو ځایونو کې تعلیمي ادارې د بې کوره شویو په کیمپونو بدلې کړې دي. په سیند کې د اګست پر ۲۴مه او ۲۵مه هم تعلیمي ادارې تړلې وې.

بلخوا په بلوچستان کې هم د پشکال یا وسې د بارانونو له کبله سلګونه کسان وژل شوي دي. په بلوچستان کې د قدرتي افتونو پر وخت د انتظام ادارې ویلي چې په صوبه کې د پشکال بارانونو او سېلابونو له کبله د اګست تر ۲۷مې ۲۴۱ کسان وژل شوي ول.

د پاکستان حکومت له نړیوالې ټولنې څخه د بیړنیو مرستو غوښتنه کړې ده. د پاکستان دولتي راډیو پرون د وزیراعظم شهباز شریف د دفتر په حواله وویل، بېلابېلو نړیوالو سازمانونو او مالي ادارو له سېلاو ځپلو سره تر ۵۰۰ مېلیونه ډالرو زیاتې مرستې اعلان کړې دي.

XS
SM
MD
LG