د لاسرسي ځای

تازه خبر

اشرف غني وايي له اساسي قانون سره سم اوس هم ولسمشر دی


اشرف غني د ۲۰۲۱ز کال د اګست پر ۱۵مه کابل ته د طالبانو تر داخلېدو مخکې له هېواده ووت. پخوانی انځور.
اشرف غني د ۲۰۲۱ز کال د اګست پر ۱۵مه کابل ته د طالبانو تر داخلېدو مخکې له هېواده ووت. پخوانی انځور.

د افغانستان ګوښه شوي ولسمشر محمد اشرف غني ویلي، د اساسي قانون له مخې لا هم ولسمشر دی.

نوموړي دا خبره پر داسې مهال کړې چې ملګرو ملتونو د ۲۰۲۲ز کال د فېبرورۍ پر ۲۱مه نېټه د هغه نوم د ولسمشرانو له نوملړه لیرې کړ.

غني له کابله تر وتلو شاوخوا کال وروسته په لومړۍ ویډیويي مرکه کې د جمهوریت د سقوط پرړه پر امریکايي چارواکو او د خپل حکومت پر یوشمېر شریکانو او سیاستوالانو واچوله.

اشرف غني د ۲۰۲۱ز د اګست پر ۱۵مه د خپل حکومت له یوشمېر چارواکو سره هېواد پرېښود او لومړی منځنۍ اسیا او بیا متحده عربي اماراتو ته ولاړ.

له کابله د نوموړي تر وتلو وروسته طالبان پلازمېنې ته داخل شول او پر هېواد واکمن شول.

غني له افغان خپرندوی شبکې (اې بي اېن) سره په یوه ځانګړې مرکه کې، چې د اګست ۱۰مې پر ماښام خپره شوه، دعوه وکړه چې د ده له کابله تر وتلو مخکې د "جمهوریت د سقوط" پر سر معاملې شوې وې خو د خپلې دې دعوې د ثابتولو لپاره یې شواهد ور نه کړل.

ده وویل، هغه مهال هېواد پرېښودو ته اړ شو چې پوه شو چې دفاع وزارت، د امریکا سفارت او د ملي امنیت ځانګړې "صفر لرونکې قطعې" تخلیه شوې دي.

خو د مشال راډیو د خبرونو مرکزي څانګه وايي چې امریکايي رسنیو د یوشمېر ناخپرو شویو اسنادو په حواله ویلي چې غني کابل ته د طالبانو تر ورننوتو مخکې له ارګه تللی وو.

طالبانو هم پر هم هغه ورځ وویل چې هغه مهال کابل ته داخل شول چې پوه شول، اشرف غني ورڅخه تللی دی.

ګوښه شوي افغان ولسمشر محمد اشرف غني له نومیالي افغان خبریال داود جنبش سره په شاوخوا یو نیم ساعته مرکه کې وویل، د جمهوري نظام تر سقوط مخکې د امریکا د یوشمېر پخوانیو جنرالانو او رسنیو رپورټونو د افغانستان د "پوځ روحیه کمزورې" کړې وه.

ده وویل، د ولس د رایو له لارې منتخب شوی وو او خپل ځایناستي ته تر واک سپارلو پورې د افغانستان ولسمشر دی. "زه د اساسي قانون پر اساس ولسمشر وم او تر [هغو] چې د افغانستان ولس په قانوني توګه واک بل چا ته انتقال کړي، ولسمشر یم. د عنوان له نظره زه د ولس خادم وم او هېڅ وخت په القابو باندې تړلی نه وم."

د محمد اشرف غني لومړي مرستیال امر الله صالح د ۲۰۲۱ز د اګست پر ۱۷مه ادعا وکړه چې غني وتلی او له اساسي قانون سره سم، دی مشروع "سرپرست ولسمشر" دی.

د ۲۰۲۱ز کال د اګست پر ۱۵مه د اشرف غني تر تګ وروسته طالبان ارګ ته ننوتل.
د ۲۰۲۱ز کال د اګست پر ۱۵مه د اشرف غني تر تګ وروسته طالبان ارګ ته ننوتل.

اشرف غني په خپله مرکه کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پر پخواني استازي زلمي خلیلزاد، پخواني ولسمشر حامد کرزي او د ده په واک کې پر شریک عبدالله عبدالله سختې نیوکې وکړې.

ده خلیلزاد "بې کفایته" استازی وباله، پر کرزي یې هم انتقادونه وکړل او عبدالله یې د جمهوریت د ستنو د "کمزوري کېدو" لامل وباله.

خو هغو درېواړو سیاسي څهرو بیا د افغانستان د حالاتو خرابېدو، د سولې بهیر ټکني کېدو او د نظام ړنګېدو پړه پر غني اچولې.

خلیلزاد تېر کال په اکتوبر کې له سي بي اېس ټېلېوېژن سره په مرکه کې ویلي ول چې اشرف غني له طالبانو سره د واک پر شریکولو سلا نه شو او دعوه یې کړې وه چې طالبان به بالاخره له نوموړي سره مخامخ خبرو ته حاضر شوي وای.

عبدالله او کرزي بیا له کابله د غني پر وتلو نیوکه کړې او ویلې یې دي، د واک د لېږد طرحې یې ګډې وډې کړې.

عبدالله او کرزی د ۲۰۲۱ز کال د اګست پر ۱۹مه په ګډه فېسبوکي وینا کې.
عبدالله او کرزی د ۲۰۲۱ز کال د اګست پر ۱۹مه په ګډه فېسبوکي وینا کې.

ګوښه شوي ولسمشر غني تېر کال په بیا بیا وویل چې که له کابله نه وای وتلی، د پخواني ولسمشر ډاکټر محمد نجیب الله له برخلیک سره مخامخېده. طالبانو نوموړی په ۱۹۹۶ز کال کې پر کابل له واکمنېدو سره سم وژلی وو.

خو تر دې وړاندې د طالبانو د ریاست الوزرا لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر ویلي ول چې د محمد اشرف غني د وژلو "هېڅ نیت" یې نه لري.

غني وویل، د طالبانو پر ضد د وسله وال مقاومت ملاتړ نه کوي، خو و یې ویل طالبان په سمه لاره نه دي روان او د "پاکستان" تر خورا زیات "نفوذ" لاندې دي.

د طالبانو حکومت د غني د څرګندونو په غبرګون څه نه دي ویلي خو تر دې مخکې یې په بیا بیا ټینګار کړی دی چې په خپلو چارو کې خپلواکه دي او همداراز، اسلام اباد هم پر طالبانو د کنټرول دعوې رد کړې دي.

د افغانستان د جمهوري حکومت پر چارواکو په تېر شاوخوا یو کال کې ولسي وګړو او نورو سیاستوالانو هم نیوکې کړې دي او پر غني یې تور پورې کړی دی چې د جمهوریت دفاع ته و نه درېد او په خپل حکومت کې یې د فساد او خپلسریو مخه نه نیوله.

په وروستیو کې امریکايي ورځپاڼې وال سټریټ ژورنال هم په یوه لیکنه کې ویلي چې د پخواني حکومت لوړپوړي چارواکي د متحده عربي اماراتو او امریکا په قیمتي کورونو کې اوسي خو مېلیونونه کسان په افغانستان کې له لویو ستونزو سره مخامخ دي.

XS
SM
MD
LG