د لاسرسي ځای

تازه خبر

اشرف غني له هېواده د میلیونونو ډالرو د وړلو تور بې بنسټه بللی


ګوښه شوي ولسمشر غني په بیان کې ویلي د ده او د ښځې شتمنۍ یې رسماً ثبت دي او خپلواکه پلټنو ته حاضر دی - انځور له ارشیفه.
ګوښه شوي ولسمشر غني په بیان کې ویلي د ده او د ښځې شتمنۍ یې رسماً ثبت دي او خپلواکه پلټنو ته حاضر دی - انځور له ارشیفه.

ګوښه شوي افغان ولسمشر محمد اشرف غني له هېواده د میلیونونو ډالرو وړلو تور بې بنسټه او ناسم بللی.

نوموړي د سېپېټېمبر پر اتمه پر ټوېټرپاڼه په یوه بیان کې پر یوشمېر موضوعاتو خپل دریځ روښانه کړی دی او ویلي یې دي چې ملګري ملتونه یا بله هره خپلواکه اداره دې د پیسو وړلو موضوع وڅېړي.

غني ویلي، د ده او مېرمنې شتمنۍ یې رسماً ثبت دي او دی د ملګرو ملتونو یا بلې هرې خپلواکې ادارې له لوري د هر ډول پلټنو هرکلی کوي.

اشرف غني دا بیان تر هغې یوه ورځ وروسته خپور کړی چې طالبانو خپل حکومت او سرپرسته کابینه اعلان کړه.

طالبانو د اګست پر ۱۵مه کابل ونیوه او پر هم هغه ورځ ګوښه شوي ولسمشر اشرف غني هېواد پرېښود.

غني چې کله له هېواده ووت نو لومړی روسیو رسنیو رپورټ ورکړ او بیا په افغانستان کې دننه او بهر رپورټونه خپاره شول او ګنګوسې ګډې شوې چې پکې تور پورې شوی چې نوموړی له "لسګونه میلیونه ډالرو سره تښتېدلی."

غني په بیان کې ویلي چې اداري فساد (درغلي) داسې یوه "وبا ده چې له کلونو راهیسې یې افغانستان ځپلی" وو او د ولسمشر په توګه د ده اصلي هڅه دا وه چې پروړاندې یې مبارزه وکړي. خو ده ویلي چې فساد یوه داسې لویه ستونزه وه چې په اسانۍ او چټکۍ یې نه شوه هوارولای.

په عین حال کې د افغانستان طلوع نیوز ټېلېوېژن د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر اینتني بلېنکن سره مرکه کړې او ورڅخه یې له میلیونونه ډالرو سره د غني د هېواد پرېښودو په اړه پوښتلي.

بلېنکن په مرکه کې، چې د سېپټېمبر اتمې پر ماخوستن خپره شوه، ویلي له دې موضوع خبر نه دی. "څه چې زه پوهېږم دا دي چې [اشرف غني] هېواد پرېښود. په یوه ډېر کم وخت کې امنیتي ځواکونه د یوه بنسټ په توګه ونړېدل او حکومت هم."

اینتني بلېنکن وايي، له میلیونونه ډالرو سره د غني د هېواد له پرېښودو نه دی خبر. د ۲۰۲۱ز کال د سېپټېمبر اتمې انځور.
اینتني بلېنکن وايي، له میلیونونه ډالرو سره د غني د هېواد له پرېښودو نه دی خبر. د ۲۰۲۱ز کال د سېپټېمبر اتمې انځور.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په مرکه کې ویلي چې غني له ده سره له افغانستانه تر وتلو یوه شپه مخکې په ټېلېفون خبرې کړې وې او ورته یې ویلي ول چې "تر مرګه وطن نه پرېږدي."

بلېنکن وویل، نه پوهېده چې غني وطن پرېږدي او نه امریکا ورته د دې کار "اسانتیاوې برابرې" کړي.

د افغانستان لېرې کړای شوي ولسمشر په خپل بیان کې یو وار بیا ویلي، هېواد یې ځکه د ارګ ماڼۍ د امنیتي ټیم په سپارښتنه پرېښود چې نه یې غوښتل یو وار بیا د ۱۹۹۰ مې لسیزې په څېر کوڅه په کوڅه جنګ پیل شي."د کابل پرېښوول زما د ژوند تر ټولو سخته پرېکړه وه، خو زه باوري وم دا یوازینۍ لار وه چې ټوپک غلی وساتل شي او کابل له شپږو میلیونو کسانو سره خوندي پاتې شي."

غني له افغانستانه تر وتلو درې ورځې وروسته د اګست پر ۱۸مه هم پر فېسبوک په یوه ویډیويي بیان کې ویلي ول چې که نه وای وتلی سخته جګړه به پیل شوې وای او ډېره وینه به بهېدلې وای.

محمد اشرف غني په تازه بیان کې خپګان ښوولی چې د افغانستان د ځینو پخوانیو رهبرانو په څېر په دې ارمان کې پاتې راغی چې افغانستان سولې او سوکالۍ ته ورسوي. نوموړي د همدې له وجې بښنه هم غوښتې.

هلته د طلوع نیوز په مرکه کې چې خبریال له بلېنکنه وپوښتنل چې ایا غني د سولې مخې ته خنډ دراوه او که څنګه؟ نو نوموړي یې په ځواب کې وویل، نه غواړي چې اوس شا ته وګوري. "کافي وخت شته چې د تېرو ۲۰ کلونو محاسبه وکړو. ځکه څه چې په تېرو څو میاشتو کې وشول دا د هغو مسایلو یوه مجموعه ده چې په تېرو ۲۰ کلونو کې پېښ شوي."

بلېنکن وویل، اوس د طالبانو کړنې څاري، خو امریکا د افغانستان له خلکو سره خپلو ژمنو ته متعهده ده او په سیاسي، ډېپلوماټیک او اقتصادي لحاظ به خپل ملاتړ ته دوام ورکوي.

ګوښه شوي ولسمشر اشرف غني پر داسې مهال بیان خپور کړی چې د اګست له ۱۵مې راهیسې یوشمېر افغانانو پر ټولنیزو شبکو نوموړی د افغانستان د سقوط لامل یاد کړی او سختې خبرې یې ورته کړي، خو یوشمېر نورو بیا د هغه کارونه ستایلي هم دي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG