د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کورمې او پکتیا ولسي مشران او امنیتي چارواکي پر مستقله ډزبندي سلا شوي دي


د پکتيا د ډنډ پټان او د کورمې د خرلڅيو ترمينځ دروازه ـ پخوانی انځور.
د پکتيا د ډنډ پټان او د کورمې د خرلڅيو ترمينځ دروازه ـ پخوانی انځور.

په کورمه کې د پاکستان او افغانستان ولسي مشران او امنیتي چارواکي پر مستقله ډزبندي سلا شوي دي.

د مې پر ۱۸مه د شوې جرګې یو ګډون وال او د پکتیا قبایلي مشر شېر محمد مشال راډیو ته وویل چې له دواړو غاړو ۱۵ کسیزې کمېټه ټاکل شوې ده او دوی به پر سرحدي او امنیتي چارو خبرې کوي.

د ده په وینا، عارضي ډزبندي مستقله شوې ده او د خرلڅیو سرحدي لارې بېرته پرانستلو په ګډون به نورې مسلې هم ډېر زر هوارې شي.

دا له هغه وروسته ده چې د ځايي خلکو په وینا، د مې پر ۱۳مه او ۱۵مه د پاکستانیو ځواکونو او افغان طالبانو ترمینځ په نښته کې دواړو غاړو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

د ځايي خلکو په وینا، د پاکستان له خوا پر ډیورنډ کرښه د اغزن تار د بيا رغولو تر څنګ لږ نور تعميراتي کار روان وو چې افغان طالبانو بريد پرې وکړ.

له هغه وروسته د پکتيا د ډنډ پټان او د کورمې د خرلڅيو ترمينځ سرحدي دروازه تړل شوې چې لا هم نه ده پرانيستل شوې. د جرګې ګډونوال وایي د خلکو او تجارتي مالونو د تګ راتګ لپاره د لارې خلاصولولو هڅې کوي.

تر دې وړاندې هم، د مارچ پر ۱۸مه، د پکتيا او کورمې ترمينځ په خرلڅيو او بوړکي سیمو کې د افغان طالبانو او پاکستانيو ځواکونو ترمينځ نښتې شوي وې او د مارچ تر ۲۳مې پورې د هر ډول تګ راتګ لپاره لاره تړل شوې وه.

د کورمې خرلڅیو لار هره ورځ له نهو تر پینځو بجو پورې خلاصه وي چې په تجارتي مالونو بار نېږدې ۱۵۰ ګاډي پرې تېرېږي.

په ۲۰۱۷ز کال کې د پاکستان حکومت پر ډيورنډ کرښه د اغزن تار لګول پیل کړل. چارواکو ادعا درلوده چې دا کار د امنيت ښه کولو لپاره کوي.

د افغانستان د هغه مهال حکومت د باړ لګولو اقدام یو اړخیزه بللی وو او مخالفت یې وکړ چې ورسره د دواړو ملکونو ترمینځ تعلقات ترینګلي شوي ول. خو پاکستان د اغزن تار لګولو ته دوام ورکړ.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG