د لاسرسي ځای

تازه خبر

خلیلزاد: امریکا پر اشرف غني له طالبانو سره د واک شریکولو په اړه کافي فشار نه وو راوړی


خلیلزاد وايي، اشرف غني هېڅکله له طالبانو سره واک شریکولو ته راضي نه شو - انځور له ارشیفه
خلیلزاد وايي، اشرف غني هېڅکله له طالبانو سره واک شریکولو ته راضي نه شو - انځور له ارشیفه

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پخواني ځانګړي استازي ویلي، واشنګټن پر ګوښه شوي ولسمشر اشرف غني له طالبانو سره د واک شریکولو په اړه کافي فشار نه وو راوړی.

زلمي خلیلزاد د خپلې دندې تر پرېښودو وروسته، له امریکايي سي بي اېس ټېلېوېژن سره په مرکه کې چې د اکتوبر پر ۲۴مه خپره شوه، ویلي چې طالبان به بالاخره له غني سره مخامخ خبرو ته حاضر شوي وای.

نوموړي د خپلې دندې تر پای وروسته په لومړي ځل په څرګندونو کې د خپلې دعوې په ملاتړ کې مشخص معلومات ورنکړل.

طالب استازو له افغان حکومت سره له لیدو انکار کړی وو او هغه یې د غرب لاسپوڅی باله.

خلیلزاد لا هم ظاهراً "ټوله ملامتیا" پر اشرف غني اچوي چې د ده په وینا، "هېڅکله" له طالبانو سره واک شریکولو ته سلا نه شو.

دا په داسې حال کې ده چې ګوښه شوي ولسمشر غني د اګست پر ۱۵مه پر داسې مهال کابل پرېښود چې طالبان د افغان پلازمېنې دروازو ته رسېدلي ول او له پنجشېر پرته یې د هېواد ټول ولایتي مرکزونه نیولي ول.

اشرف غني له هغې ورځې راهیسې په متحده عربي اماراتو کې دی.

ګوښه شوي ولسمشر اشرف غني د خلیلزاد د څرګندونو په غبرګون څه نه دي ویلي - انځور له ارشیفه
ګوښه شوي ولسمشر اشرف غني د خلیلزاد د څرګندونو په غبرګون څه نه دي ویلي - انځور له ارشیفه

خلیلزاد وايي، د ده په باور "تر ټولو لوی مشکل" دا وو چې اشرف غني او ځینو نورو افغان مشرانو باور نه کاوه چې امریکا له خورا زیاتې مودې راهیسې له افغانستانه د خپلو پوځیانو په ایستلو کې جدي وه.

نوموړي له سي بي اېس ټېلېوېژن سره په مرکه کې وویل، کله چې "روښانه شوه چې امریکا" خپل پوځیان باسي، نو "هغوی د جګړې د دوام د اغېز په اړه ناسم اټکل وکړ."

خلیلزاد زیاته کړه چې "قضاوت" یې دا دی چې دوی "پر اشرف غني سخت فشار را نه ووړ"، بلکې له هغه سره یې "نرم برخورد" کاوه "موږ ډېپلوماسي وکاروله. موږ هغه هڅاوه."

د امریکا د هوايي ځواک یوه الوتکه له کابل هوايي ډګره د پرواز پر مهال - د ۲۰۲۱ز کال د اګست ۳۰مې انځور
د امریکا د هوايي ځواک یوه الوتکه له کابل هوايي ډګره د پرواز پر مهال - د ۲۰۲۱ز کال د اګست ۳۰مې انځور

ګوښه شوي افغان ولسمشر اشرف غني د خلیلزاد د څرګندونو په غبرګون کې څه نه دي ویلي خو د اګست پر ۱۵مه یې چې کابل پرېښود، خو درې ورځې وروسته یې پر فېسبوک په یوه ویډیويي پیغام کې وویل د "وینې بهېدو مخنیوي" لپاره یې "مشکله فیصله" وکړه او هېواد یې پرېښود.

غني په خپلو خبرو کې ویلي ول چې د هېواد امنيتي او دفاعي ځواکونو ماته نه ده خوړلې بلکې د ده په وينا، حکومت په سياست کې ماته وخوړه. ''هم د طالبانو د رهبري سياسي ناکامي وه، هم د حکومت د رهبري سياسي ناکامي وه او هم زموږ د نړيوالو همکارانو سياسي ناکامي وه.'' د نوموړي په وينا دا ناکامي د سولې پروسه وه چې د جنګ په بهير بدله شوه.

نوموړي همداراز دعوه کړې وه چې په کابل کې یې د وژنې توطیه جوړه شوې وه.

پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو شاوخوا دوه اوونۍ وروسته د امریکا په مشرۍ نړیوال اېتلاف هلته خپل پوځي ماموریت پای ته ورساوه او د خپلو وګړو په ګډون یې لسګونه زره هغه افغانان له هېواده وایستل چې له بهرنیو پوځیانو، رسنیو او له افغان حکومت سره یې کار کړی وو.

طالبانو د سېپټېمبر پر اوومه خپل لنډمهالی حکومت اعلان کړ چې لا هم د نړۍ هېڅ هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی.

XS
SM
MD
LG