د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان ولسمشر اشرف غني هېواد پرېښود؛ کرزي، عبدالله او حکمتیار د همغږۍ شورا اعلان کړه


چارواکي وايي، افغان ولسمشر اشرف تاجکستان ته تللی دی - انځور له ارشیفه.
چارواکي وايي، افغان ولسمشر اشرف تاجکستان ته تللی دی - انځور له ارشیفه.

د افغانستان د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله ویلي دي چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني هېواد پرېښی دی.

دا خبره نوموړي د اګست پر ۱۵مه پر فېسبوک په یوه ویډیويي بیان کې کړې.

دا په داسې حال کې ده چې طالبان د افغانستان د پلازمېنې کابل شاوخوا ته رسېدلي دي خو طالبانو ژمنه کړې چې په زور به کابل نه نیسي.

کابل یوازینی لوی ښار دی چې د حکومت تر واک لاندې پاتې دی.

خو د طالبانو یوه ویاند د اګست پر ۱۵مه په بیان کې وویل چې تر هغې وروسته یې خپلو وسله والو ته کابل ته د داخېلدو امر وکړ چې افغان پولیسو خپلې پوستې پرېښودې.

ذبیح الله مجاهد دا بیان د اشرف غني د هېواد پرېښودو تر خبر لږ ساعت وروسته پر ټوېټر خپور کړ.

یو شمېر حکومتي چارواکو د نوم نه ښوولو په شرط رسنیو ته ویلي چې له رپورټونو سره سم، ولسمشر غني تاجکستان ته تللی دی.

عبدالله عبدالله په پیغام کې ویلي چې غني "افغانستان په مشکل وخت کې پرېښود، خدای دې ورسره حساب وکړي."

نوموړي اشرف غني د "پخواني ولسمشر" په توګه یاد کړ، حال دا چې هغه استعفا نه ده اعلان کړې.

تر دې مخکې د اګست پر ۱۵مه د دفاع سرپرست وزیر بسم الله محمدي وویل، اشرف غني له افغان سیاستوالانو سره ولیدل او ورته یې د یوه پلاوي د جوړولو او د اګست پر ۱۶مه دوحې ته د سفر کولو مسوولیت سپارلی چې هلته له طالبانو سره د افغانستان پر مسلې هوکړې ته ورسېږي.

په عین وخت کې ولسي وګړي وېره لري چې کېدای شي طالبان د پخوا په څېر ظالمانه قوانین نافذ کړي او د ښځو حقونه تر پښو لاندې کړي.

همدا لامل دی چې ملکیانو د هېواد پرېښودو لپاره د اې ټي اېم مشینونو ته ورغلي چې خپلې پیسې وباسي.

د همغږۍ شورا اعلان

هلته د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي ویلي دي چې د اشرف غني د هېواد تر پرېښودو وروسته یې د واک د سوله ییز انتقال او د ګډوډۍ مخنیوي لپاره د همغزۍ شورا جوړه کړې ده.

کرزي د اګست پر ۱۵مه پر ټوېټر په بیان کې لیکلي چې دا شورا له نوموړي، د ملي مصالحې د عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله او د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار څخه جوړه ده.

اخوا په افغانستان کې د واک د سوله ییز انتقال په اړه خبرې شوې دي.

د افغانستان د کورنیو چارو لنډمهالي وزیر عبدالستار میرزکوال د اګست پر ۱۵مه په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي چې "واک" یوه انتقالي حکومت ته په سوله ییزه توګه انتقالېږي.

یوه افغان چارواکي اسوشيېټېډ پرېس اژانس ته ویلي چې طالب مرکچیان د ولسمشرۍ دفتر ته ورغلي چې د واک پر "انتقال" بحث وکړي.

دې چارواکي د اګست پر ۱۵مه د نوم نه ښودو په شرط ویلي چې د خبرو موخه په سوله ییز ډول طالبانو ته د حکومت انتقالول دي.

د طالبانو یوه ویاند هم مشال راډیو ته تایید کړه چې په دې اړه خبرې روانې دي خو نور تفصیل یې ورنکړ.

تر دې مخکې د افغان ولسمشر دفتر د اګست پر ۱۵مه پر ټولنیزو شبکو په بیان کې وویل چې د کابل په یو شمېر برخو کې ډزې اورېدل شوي دي.

دفتر په بیان کې ویلي چې کابل ښار د نړیوالو ملګرو په همغږۍ د امنیتي ځواکونو په کنټرول کې دی.

د ولسمشر د دفتر رییس متین بېک پر ټوېټر په بیان کې پر خلکو غږ کړی چې نه دې وار خطا کېږي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG