د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پکتيا کې ولسي خلکو له شپږم ټولګي پورته د نجونو ۵ ښوونځي پرانیستي


په پکتيا کې يو ښوونځی (تصوير له ارشيفه)
په پکتيا کې يو ښوونځی (تصوير له ارشيفه)

د افغانستان په پکتيا ولایت کې د طالبانو چارواکو ويلي‌چې په ګردیز او څمکنيو کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي پرانیستل شوي دي.

د پکتيا د اطلاعاتو او کلتور رييس مولوي خالقيار احمدزي د سپتمبر په پينځمه، رسنيو ته په ليږلي يو ويډيويي پيغام کې ويلي چې دغه ښوونځي د مديرانو او ځايي خلکو له خوا پرانيستل شوي او طالبانو یې نه مخنيوی کړی او نه یې د خلاص ساتلو امر ورکړی.

زموږ د کور نجونې ډېرې خوشاله دي. دوی پر يو بل خواږه وویشل.
احمد شاه دوست

هغه وايي، "له تېرو څو ورځو راهيسې د پکتيا مرکز ګردېز او څمکنۍ ولسوالۍ کې څو د ګوتو په شمېر ښوونځي پرانيستل شوي دي. د ښوونځيو په اړه پرېکړه ځايي‌ ولس او د ښوونځيو مديرانو کړې ده او خپل زده کوونکي يې درسونو ته وربللي دي."

طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه کابل ونيو. دوی له هغه وروستو د ښځو په وړاندې محدوديتونه زیات کړي او پر هغوی یې يو شمير بنديزونه لګولي دي.

پر ښځو مخ پټول جبري شوي دي، ښځې له نارينه محرم بغیر له کوره نه شې وتلای، له شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځيو ته نه پريښودل کيږي او په دفترونو کې د ښځينه کار کوونکو شمير کم کړل شوی دی.

د څمکنۍ ولسوالۍ اوسیدونکی او د دارالمعلمین استاد هاشم خېل هاشمي ازادۍ راډيو ته تاييد کړه چې په دې ولسوالۍ کې يوه لېسه له څو ورځو راهيسې پرانيستل شوې ده.

ده وویل، "په څمکنيو کې د سيمين اکبري په نوم يوه لېسه ده، درې څلور ورځې کېږي چې د دې لېسې دروازې د نجونو پر مخ پرانيستل شوې دي. نجونې راځي او زده کړې کوي. ډېرې خوشاله دي."

څمکنۍ له ګردیزه شاوخوا اویا کیلوميټره لرې ده او د لیسې مدیر د ځايي اوسیدونکو په مشوره لېسه بېرته پرانیستې ده. په ګردیز کې هم څلور لېسې پرانیستل شوې دي.

د ګردیز یو اوسیدونکی احمد شاه دوست چې دغه ښوونځيو ته د ماشومانو ورتګ یې لیدلی، په دې اړه ازادۍ راډيو ته وويل، "زموږ د کور نجونې ډېرې خوشاله دي. زما درې خویندې او ۷ د کاکا لوڼې په مرکز ګردیز کې د نسوان شهري په لیسه کې زده کړې کوي."

ده وویل، کله چې یې دا خبر واورېد نو له بازاره یې خواږه راوړل او په ټوله کورنۍ یې وویشل.

ده زیاته کړه، "ټول پکتیاوال ډېر خوشاله دي زه هیله لرم چې په ټول افغانستان کې د نجونو ښوونځي بیا فعاله شي او خویندې ټولنې ته خدمت وکړي."

د ملګرو ملتونو د يونیسيف ادارې په وینا، په افغانستان کې د طالبانو تر بیا واکمنېدو وړاندې نيږدې ۲ ميليونه نجونې ښوونځيو ته تلې.‌

خو اوس طالبانو نجونو ته یوازې تر پينځم ټولګي د زده کړو اجازه ورکړې ده. دوی وايي د تعليم لپاره تر پالیسۍ جوړولو وروسته به د دې ښوونځيوو د پرانیستلو په اړه پرېکړه کيږي.

XS
SM
MD
LG