د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اروپا پارلېمان: طالبان دې پر ښځو او نجونو لګول شوي محدودیتونه لیرې کړي


د اروپا پارلېمان ويلي چې د افغانستان ټول وګړي بايد زده‌کړې ته لاسرسی ولري.انځور له ارشيفه
د اروپا پارلېمان ويلي چې د افغانستان ټول وګړي بايد زده‌کړې ته لاسرسی ولري.انځور له ارشيفه

د اروپایي پارلېمان غړيو په افغانستان کې د طالبانو د حکومت لخوا تر شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځيو تړلو اقدام په کلکه غندلی دی.

دوی د نجونو پر زده‌کړې د طالبانو د لګول شویو محدودیتونو په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې او د طالبانو له حکومته يې غوښتنه کړې چې خپله پرېکړه بدله کړي.

اروپایي پارلېمان د اپريل پر اوومه د یوه پرېکړه‌ لیک له لارې له طالبانو وغوښتل چې د تېرو ژمنو پر اساس دې لګول شوي محدودیتونه لیرې کړي او ډاډ دې ورکړي چې د افغانستان ټول وګړي زده‌کړې ته لاسرسی ولري.

د یاد پارلېمان د استازو په خبره، دوی په افغانستان کې د نجونو او ښځو وضعیت ته اندېښنه لري او له زده‌کړې او کار څخه د نجونو او ښځو د محرومولو په اړه د طالبانو اقدام غندي.

په پرېکړه‌ لیک کې دغه‌راز غوښتنه شوې چې ټولو نجونو او ښځو ته دې اساسي حقونه ورکړل شي.

په دغه پرېکړه‌لیک کې تر ۷۲ کیلوميټره لیرې سیمې ته له شرعي محرم پرته د ښځو پر سفر د بندېز په خاطر هم پر طالبانو سختې نيوکې شوې دي.

تر دې یوه ورځ مخکې د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست مشر جوزف بورېل په یوه بله غونډه کې په افغانستان کې د نجونو او ښځو د وضعیت په اړه اندېښنه وښوده او د طالبانو له حکومته‌ یې وغوښتل چې د افغانستان د ټولو وګړو د حقونو درناوی وکړي.

نوموړي زیاته کړه: "طالبان باید خپله پرېکړه بېرته واخلي. هغه پرېکړه چې د نجونو زده‌کړې محدودوي، نه زموږ او نه هم د نړیوالې ټولنې لپاره، بلکې د افغانستان د خلکو د راتلونکې لپاره دې يې بدله کړي."

طالبانو پر افغانستان د بیا ځلي واکمنېدو راهیسې په تېرو څه باندې ۲۰۰ ورځو کې د دې هېواد په زياتره ولايتونو کې تر شپږم ټولګي پورته نجونې نه‌ دي پرېښي چې ښوونځي ته لاړې شي.

د نجونو زده‌کړه او د ښځو کار کول د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندلو لپاره د نړیوالې ټولنې یوه اساسي غوښتنه ده.

د طالبانو حکومت ویلي تر هغو به د نجونو پر مخ د منځنیو ښوونځیو او لېسو ورونه تړلي وي چې یوه طرحه نه‌ وي جوړه شوې.

تر دې وړاندې هم د ملګرو ملتونو په ګډون د بشري حقونو یو شمېر ډلو د طالبانو له حکومت څخه غوښتنه کړې وه چې د نجونو پر مخ تړل شوي ټول ښوونځي بېرته پرانیزي.

د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو چارو مسولې هیدر بار په دې وروستیو کې مشال راډیو ته ويلي وو چې د نړۍ پر مخ افغانستان یوازينی هېواد دی چې د جنسیت له مخې نجونې له زده‌کړې پکې منع کړل شوې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG