د لاسرسي ځای

تازه خبر

هیدر بار: طالبان د نجونو د ښوونځيو په بند ساتلو د افغانستان راتلونکې تياره کوي


د پکتيا يوه زده کوونکې په کور کې درس وايي - انځور له ارشیفه
د پکتيا يوه زده کوونکې په کور کې درس وايي - انځور له ارشیفه

په پکتيا کې هغو نجونو د ښوونځيو د پرانیستلو لپاره مظاهره کړې چې ښوونځي یې تر خلاصېدو وروسته بیا وتړل شول.

د سپټمبر پر لسمه، د پکتيا په سرښار ګردېز کې د څلورو لېسو زده کوونکو ته وويل شول چې کورونو ته ستنې شي ځکه چې د طالبانو حکومت د نوي امر له مخې هغه ښوونځي بيا وتړل شول. په غبرګون کې یې دغو نجونو په ګردیز ښار کې مظاهره او د ښوونځيو د پرانیستو غوښتنه وکړه.

د مظاهره کوونکونو نجونو ويډيوګانې پر انټرنيټ خپرې شوې دي. له احتجاج کوونکو څخه یې يوه وايي: "ولې مو موږ سره داسې وکړل؟ ولې مو زموږ مکتبونه بیا رابند کړل؟ ولې مو نهيلې او کور ته ستنې کړو."

د سپټمبر پر دويمه نېټه، د پکتيا په ګردېز کې څلور او څمکنیو ولسوالۍ کې يوه لېسه د ځايي خلکو او د هغو ښوونځيو د مدیرانو له خوا پرانیستل شوي ول.

د پکتيا د اطلاعاتو او کلتور رييس مولوي خالقيار احمدزي د سپټمبر پر پينځمه، رسنيو ته په لېږدولي يو ويډيويي پيغام کې ويلي ويلي ول چې دا پرېکړه د طالبانو حکومت نه وه کړې بلکې قومي‌ مشرانو کړې وه. خو هغه زیاته کړې وه چې طالبانو د لېسو د پرانیستې مخنيوی نه دی کړی خو د سپټمبر پر اتمه، د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد په کابل کې په يوه خبري غونډه کې وويل چې د دې ښوونځيو د بيا پرانیستلو په اړه څېړنه کېږي ځکه چې دا یې د حکومت پالیسي نه ده چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي پرانيزي.

د بشري حقونو د څار نړیوال ادارې (هيومن رايټس واچ) پر طالبانو نيوکې کړې چې د ولس غوښتنو ته پام نه کوي او د ښوونځيو په تړلو یې د افغانانو لپاره تياره راتلونکې خوښ کړی.

د دې ادارې د ښځو برخې مسوولې هیدر بار مشال راډیو ته وویل، "له بده مرغه دې واقعیت ته په کتو چې طالبانو په پکتیا کې د هغو نجونو ښوونځي بېرته وتړل، دا پیغام ورکوي چې طالبان اجازه نه ورکوي چې نجونې عملاً ښوونځیو ته لاړې شي. دا د افغان نجونو، ښځو او په ټوله کې د افغانانو لپاره تیاره راتلونکی په ډاګه کوي. هغه هېواد هېڅکله نه سوکاله کېږي چې نیمايي برخه یې نالوستې وي."

طالبانو د ۲۰۲۱ز کال د اګست پر ۱۵مه کابل ونيو. دوی تر هغې وروسته د ښځو په وړاندې محدوديتونه زیات کړي او پر هغوی یې يوشمېر بنديزونه لګولي دي. پر ښځو مخ پټول جبري شوي دي، ښځې له نارينه محرم بغیر له کوره نه شې وتلای، له شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځيو ته نه پرېښوول کېږي او په دفترونو کې د ښځينه کارکوونکو شمېر کم کړل شوی دی.

XS
SM
MD
LG