د لاسرسي ځای

تازه خبر

د چمن پر پوله په ډزو کې ۱۵ کسان ژوبل شوي دي


ځايي سرچینې وايي، د چمن او سپین بولدک لاره د تګ راتګ لپاره خلاصه ده - پخوانی انځور.
ځايي سرچینې وايي، د چمن او سپین بولدک لاره د تګ راتګ لپاره خلاصه ده - پخوانی انځور.

د چمن او سپین بولدک ترمینځ د پاکستاني پوځيانو او افغان طالبانو د ځواکونو ترمینځ ډزې شوې دي چې پکې ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۵ ولسي وګړي ژوبل شوي دي.

د چمن د روغتون مشر ډاکتر مالک اڅکزي د ډېسېمبر پر ۱۵مه مشال راډیو ته وویل چې په ژوبلو کې د دوو روغتیايي حالت خراب وو نو هغوی یې د درملنې لپاره کوټې ته واستول.

دی زیاتوي چې په روغتون کې یې بیړنی حالت اعلان کړی دی.

په بلوچستان او کندهار کې ځايي سرچینې د ډېسېمبر ۱۵مې پر ماسپښین د ډزو د پیلېدو لامل په اړه ضد او نقیض معلومات ورکوي.

د بلوچستان په چمن کې ځايي خبریالانو مشال راډیو ته وویل چې پاکستانیو سرتېرو پر ډېورنډ کرښه هغه اغزن تار بیا غځاوه چې څو ورځې مخکې قاچاقبرانو مات کړی وو چې ورباندې ډزې وشوې.

خو په کندهار ولایت کې ځايي سرچینو مشال راډیو ته ویلي دي چې د طالبانو سرتېرو د ډېسېمبر پر ۱۵مه د سپین بولدک په شېرو اوبو کې پوسته جوړوله چې د ډېورنډ کرښې "له هغې خوا" څخه ورباندې ډزې وشوې.

د سرچینو په خبره، د چمن او سپین بولدک لاره د تګ راتګ لپاره خلاصه ده.

په کندهار کې د طالبانو د حکومت د مطبوعاتي چارو مسوول علي محمد حقمل له مشال راډیو سره په خبرو کې پېښه تایید کړه خو نور معلومات یې ور نه کړل. خو د بلوچستان حکومتي چارواکو لا په دې اړه رسماً څه نه دي ویلي.

د سپین بولدک یوه اوسېدونکي پښتون مشال راډیو ته وویل، په هغه ځای کې ډزې شوې دي چې پکې د ډېسېمبر پر ۱۱مه هم نښته شوې وه چې پکې نهه کسان وژل شوي او ۳۱ ژوبل شوي ول.

د بلوچستان د چمن چارواکو ویلي ول په پېښه کې اته کسان وژل شوي او ۲۱ ټپیان ول. په کندهار کې د طالبانو د حکومت چارواکو ویلي ول چې په نښته کې یو طالب وژل شوی او د اووه ولسي وګړو په ګډون ۱۰ کسان ژوبل شوي ول.

د پاکستان ځايي چارواکو مشال راډیو ته ویلي ول چې د ډېسېمبر پر ۱۱مه نښته هغه وخت پيل شوه چې ځينو قاچاقبرانو پر ډېورنډ کرښه اغزن تار پرې کاوه.

د پېښې له وجې د چمن او سپین بولدک ور تر لنډ وخت پورې تړل شوی وو چې وروسته د پلي تلونکو لپاره بیا پرانیستل شو.

اسلام اباد د ډېسېمبر پر ۱۱مه په چمن او بولدک کې تر تاوتریخوالي وروسته له طالبانو غوښتي ول چې د دې ډول پېښو د تکرار مخه ونیسي.

د پاکستان د دفاعي چارو وزیر خواجه اصف د ډېسېمبر پر ۱۲مه قامي اسمبلۍ ته وویل چې د طالبانو حکومت ورته ویلي چې نښته "د غلط فهمۍ" له کبله شوې او په دې اړه یې له اسلام اباده "بښنه" غوښتې ده.

د طالبانو حکومت د بښنې په اړه څه نه دي ویلي خو پر هغه پېښه یې خواشیني ښوولې وه. د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د ډېسېمبر پر ۱۲مه په بیان کې ویلي ول چې اسلام اباد دې هم د دې ډول تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره "جدي اقدامات" وکړي.

تر دې مخکې په نومبر کې هم د چمن او سپین بولدک لاره تر شاوخوا یوې اوونۍ پورې تړلې وه چې بیا د نومبر پر ۲۱مه پرانیستل شوه. پاکستانیو چارواکو د چمن – سپين بولدک دروازه د نومبر په ۱۳مه له هغه وروسته وتړله چې د یوه وسلوال په ډزو سره یو پاکستانی عسکر ووژل شو او دوه نور ټپیان شول.

د افغانستان او پاکستان ترمینځ د ډېورنډ پر کرښه پر دروازو دا ډول پېښې پخوا هم شوې دي.

د فبرورۍ پر ۲۴مه پر سپین بولدک او چمن د پاکستان او د طالبانو د ځواکونو ترمینځ په نښته کې دوه کسان ووژل او ۱۳ ژوبل شول چې تر هغې وروسته لاره وتړل شوه او د دواړو خواوو تر مذاکراتو وروسته د همهغې مياشتې په پای کې بيا پرانيستل شوه.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG