د لاسرسي ځای

تازه خبر

منظور پښتین وايي پاکستاني چارواکي دې له افغانستان سره پر پوله تګ راتګ اسان کړي


د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د نومبر پر ۲۷مه په ټانک کې جلسې ته د وینا پر مهال.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د نومبر پر ۲۷مه په ټانک کې جلسې ته د وینا پر مهال.

د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مشر منظور پښتین له پاکستانیو چارواکو غوښتنه کړې چې له افغانستان سره پر پوله دې تګ راتګ کوونکي نه ځوروي.

نوموړي د ډېسېمبر پر نهمه د بلوچستان په پښتون مېشتي ښار چمن کې احتجاجي جلسې ته په وینا کې تور پورې کړ چې پاکستاني چارواکي پر تورخم، چمن او نورو لارو اوښتونکي "پښتانه قصداً ځوروي او تشدد" پرې کېږي.

منظور پښتین پر ولس غږ وکړ چې د ریاست د داسې کړنو پرضد سره یو شي. "د چمن دروازې" د تړلو او د خلکو ځورولو مخنیوي لپاره "که هر چا احتجاج کاوه نو موږ به ورسره ملګري یو."

پاکستانیو چارواکو په دې اړه لا څه نه دي ویلي خو تر دې وړاندې یې داسې تورونه تل رد کړي او وايي چې پر پوله یوازې د امنیت ساتنې لپاره سختي کوي او همدا لامل دی چې د ویزې او پاسپورټ لرلو شرط یې ایښی دی.

منظور پښتین وویل، دوی د ریاست "دا بندیزونه نه مني" چې د ده په وینا، پښتانه "پر خپله خاوره" تګ راتګ نه شي کولای.

دا په داسې حال کې ده چې نوموړی د ډېسېمبر پر اتمه د بلوچستان د حکومت له خوا هغې صوبې ته د داخلېدو پر بندیز سربېره په جلسه کې د ګډون لپاره چمن ته ولاړ.

منظور پښتین او ورسره د قافلې ملګري د خیبر پښتونخوا له حدودو څخه بلوچستان ته د اوښتو پر مهال د لارو تړل کېدو له کبله یوشمېر کېلومیټره پلي ولاړل.

هغه په خپله وینا کې وویل چې د پاکستان چارواکي د پښتنو اقتصاد ځپلو لپاره له افغانستان سره لارې بیا بیا تړي.

منظور پښتین غوښتنه وکړه چې ریاست دې د علي وزیر، حنیف پښتین او حاجي عبدالصمد په ګډون د پښتون ژغورنې غورځنګ هغه غړي هم ژرترژره خوشې کړي چې په وروستیو ورځو کې یې نیولي دي. "زموږ ۱۷ ملګري یې یوازې پر دې ونیول چې تاسو په خپل وطن کې جلسه نه شئ کولای. دا به د پنجاب د یو جرنېل خوښه وي چې ته به په خپل وطن کې جلسه کولای شې که نه؟"

هغه اعلان وکړ چې د ډېسېمبر پر ۱۱مه په ډېره اسماعیل خان کې احتجاج کوي.

د پاکستان حکومتي چارواکي وايي، د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړي یې د ریاست (دولت) پرضد د ویناګانو او د خلکو پارولو په تورونو نیولي دي او پرضد یې مقدمې روانې دي.

XS
SM
MD
LG