د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اېف سي ځواک يو سرتېري تر وژنې وروسته چمن-سپين بولدک لار تړل شوې


يو پاکستانی سرتېری پر چمن لار پهره کوي (انځور له ارشيفه)
يو پاکستانی سرتېری پر چمن لار پهره کوي (انځور له ارشيفه)

د افغانستان او پاکستان ترمینځ د چمن لار د ډزو او بیا ورپسې تر نښتې وروسته تړل شوې ده.

ځايي پاکستاني چارواکو مشال راډيو ته وويل چې د نومبر پر ۱۳مه د افغانستان له لوري د پاکستان پر سرحدي‌ ځواکونو په ډزو کې يو سرتېری ووژل شو او دوه ټپيان شول. دې چارواکو چې نومونه یې نه خپرول غوښتل، زیاته کړه چې د دې ډزو په ځواب کې اېف سي ځواکونو هم ډزې وکړي او د ځايي سرچينو ترمخه د افغان طالبانو او اېف سي ځواکونو ترمینځ نښته وشوه.

په سپين بولدک کې طالب چارواکو چې نوم یې نه دی اخیستل شوی، مشال راډيو ته ويلي‌ چې دواړه خواوې پر یو بل ډزې کوي او په لړ کې یې یوشمېر پاکستاني سرتېري او همداراز لارویان ټپیان شوي دي.

د پاکستان حکومت تر اوسه پورې د دې نښتې په اړه څه نه دي ویلي. خو د طالبانو حکومت وايي چې په دې اړه د دواړو خواوو ترمینځ خبرې روانې دي. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د نومبر پر ۱۴مه مشال راډیو ته وویل چې په سرحدونو کې داسې پېښې کېږي خو حالات تر کنټرول لاندې دي.

اوسمهال ډزې درېدلي دي خو لاره د هر قسم تګ راتګ لپاره بنده شوې ده. په چمن کې د پاکستان سرحدي انتظامیې رسنيو ته په لېږدولي بيان کې ويلي چې تر هغو چې طالبانو ډزې کوونکی کس نه وي نیولی یا یې دوی ته نه وي سپارلی، لار نه پرانیزي.

چمن او سپین بولدک تر تورخم وروسته دويمه لويه لار ده چې ډېر خلک پرې افغانستان او پاکستان ته تګ راتګ کوي. د چارواکو د شمېرو له مخې په هغه ځای کې هره ورځ له ۱۵،۰۰۰ څخه تر ۲۰،۰۰۰ پورې خلک تګ راتګ کوي.

د چمن لارې تر بندېدو وروسته پر تجارتي مالونو بار ټرکونه بیرته ګرځول شوي دي. يو سوداګر عمران کاکړ مشال راډيو سره په خبرو کې له حکومته غوښتنه وکړه چې د داسې پېښو مخنيوی دې وکړي او د مسلې تر حل سمدستي وروسته دې لار خلاصه کړل شي. د هغه په وينا، که لاره تر ډېره وخته پورې بنده پاتې شي نو سوداګرو ته به ډېر زیان ورسي.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG