د لاسرسي ځای

تازه خبر

د چمن - سپین بولدک خلک د اختلافونو مخنیوی غواړي


د چمن - سپین بولدک خلک د اختلافونو مخنیوی غواړي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:51:31 0:00

د پاکستان او افغانستان ترمنځ پر چمن - سپين بولدک څو ځل نښتې شوې. طالبانو او پاکستاني ځواکونو د نښتو د پيل پړه پر يو بل اچوي خو ځايي ولس وايي د دې اختلافاتو زور له خلکو ووځي. دوی زیاتوي چې لارې باید ونه تړل شي. کرښې پر غاړه کې پر دې موضوع بحث شوی دی. کوربه یې شاهین بونیری دی.

په داسې حال کې چې د ډیسمبر په ۱۱ مه چمن سپین بولدک په پوله د پاکستاني ځواکونو او طالبانو تر مینځ په ډزو کې ۸ ولسي وګړي ووژل شو او نور ۲۰ ټپیان شو، د پاکستان دفاع وزير وايي د طالبانو حکومت ترې د سپين بولدک - چمن د نښتې له امله بخښنه غوښتې ده. ځاي خلک هم وايي چې اوس دا لاره د تګ راتګ لپاره پرانستل شوی ده. د پیښې نه وروستو په سیمه کې امنیتي وضع څه ده او دواړه خوا چارواکي د پولې په سر د اختلاف او ستونځو د هواري لپاره څه کوي؟ نن پرې د کرښې په غاړه کې بحث کوو.

XS
SM
MD
LG