د لاسرسي ځای

تازه خبر

سوداګر وايي د چمن ــ سپين بولدک لارې بندېدو د ميليونو روپيو زيانونه ورته اړولي


افغانستان ته مال وړونکي ګاډي په چمن ښار کې ولاړې دي ــ انځور له ارشيفه
افغانستان ته مال وړونکي ګاډي په چمن ښار کې ولاړې دي ــ انځور له ارشيفه

د چمن او سپین بولدک ترمينځ لاره نن (د نومبر پر ۱۶مه) په څلورمه ورځ هم تړلې ده. پر دې لاره يو خوا عام خلک د تګ راتګ اجازه نه لري او بلخوا دا لاره د دوه اړخيزه تجارت پرمخ هم تړلې پرته ده.

پاکستاني سوداګر وايي چې د چمن دروازې دواړو غاړو ته په خوراکي توکو، سبزیانو او مېوو بار سلګونه لارۍ او کنټېنرونه ولاړ دي چې له کراچي څخه د افغان ټرانزيټ تجارت په مالونو بار کنټېنرونه هم پکې شامل دي. سوداګر ادعا کوي چې د لارې بندېدو د کروړونو روپيو تاوانونه ور رسولي دي.

سوداګر او ځايي ولس غوښتنه کوي چې د دواړو لوريو حکومتونه دې ژر تر ژره دا لاره پرانيزي. د چمن يو ځايي سوداګر نيک محمد د نومبر پر ۱۶مه مشال راډيو ته وويل چې د لارې بندېدو په نتيجه کې دواړو خواوو ته سلګونه ځايي کاروباريانې بېروزګاره شوي دي. "دلته به هره ورځ خلکو تجارت کاوه او يوې او بلې غاړې ته به يې مالونه وړل خو اوس بېکاره ناست دي او د د ماخستن ډوډۍ نه لري. "

بلخوا د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، د سپین بولدک - چمن دروازې په تړل کېدو سره نه یوازې افغان سوداګرو ته د ميلیونونو افغانیو زیان اوړي، بلکې د افغانستان په بازارونو کې به د ځینو موادو بيې هم لوړې شي.

د دغې خونې يو مشر غړي خان جان الکوزي، د نومبر پر ۱۵مه ناوخته مشال راډیو ته وویل چې د دې دروازې تړل پاتې کېدل به د غذايي موادو د خوسا کېدو سبب شي. "له بده مرغه په دواړو خواوو کې زموږ سلګونه موټر درېدلي دي. په ځانګړي ډول زموږ د تازه مېوې وخت دی. د انارو او ترکاریو وخت دی. له هغې خوا هم زیات مالونه چې راځي، د خرابېدو په حال کې دي."

نوموړي زياته کړه چې د لارې تړل د دواړو خواوو سوداګرو ته درانه مالي زیانونه اړوي. "دواړو لوریو ته هره ورځ په ميلیونونو افغانۍ او کلدارې زیان اوړي."

دغه دروازه د نومبر پر ۱۳مه تر هغه وروسته بنده کړل شوه چې په ظاهره يو مشکوک طالب وسلوال د پاکستان پر پوله ساتو سرتېرو ډزې وکړې او لږ تر لږه یو تن یې وواژه او دوه نور یې ټپیان کړل.

د چمن ډېپټي کمېشنر عبدالحمید زهري د نومبر پر ۱۴مه امریکا غږ ته وويل چې دغه لاره به تر هغه وخته بنده وي چې د برید مسول نه وي ورته سپارل شوی.

زهري د نومبر پر ۱۵مه په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې د لارې بندېدو پر معامله اوس پر لوړ کچ هم خبرې روانې دي او کابل او اسلام اباد له يو بل سره تماسونه نيولي دي.

بلخوا د افغان طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ويلي چې د نومبر ۱۳مې پېښې د څېړلو او عاملينو پيدا کولو لپاره يې حکومت يو لوړ پوړی پلاوی ګومارلی او پلټنې يې پيل کړي دي.

نوموړي پرون (د نومبر پر ۱۵مه) پر خپله ټويټر پاڼه ليکلي چې حکومت يې پر يادې پېښې خواشيني څرګندوي. مجاهد زياته کړې چې د پاکستان پر امنيتي سرتېرو يو "نامعلوم کس" ډزې کړي دي.

پر ټولنيزو رسنيو پر چمن دروازه د لګېدلې کېمرې په خپرې شوې ویډيو کې ښکاري چې پر دروازه يو کس، چې ساده جامې يې په غاړه دي، توپنچه راباسي او پر پاکستانيو عسکرو ډزې کوي. پاکستانيو چاوراکو د دغې ويډيو کره والی تاييد کړی دی.

د افغانستان او پاکستان تر مينځ پر اوښتونکو دروازو دا ډول پېښې تر دې مخکې هم شوې دي. د فبرورۍ پر ۲۴مه د سپین بولدک او چمن ترمینځ د پاکستانیو او د طالبانو د ځواکونو ترمینځ په نښته کې دوه کسان ووژل او ۱۳ ژوبل شول چې تر هغې وروسته لاره وتړل شوه او د دواړو خواوو ترمينځ تر مذاکراتو وروسته د همهغې مياشتې په پای کې بيا بېرته پرانيستل شوه.

په دا وروستيو کې د افغانستان او پاکستان پر سرحدي دروازو له اوښتونکو افغانانو سره د پاکستانيو عسکرو د ناسم چلند راپورونه هم ورکړل شوي چې افغانان يې غصه کړي دي. بلخوا پاکستانيو چارواکو په ځينو مواردو کې د مساپرو د ځورونې په تور د ښکېلو عسکرو پرضد قانوني کاروايي هم کړې ده.

چمن او سپین بولدک تر تورخم وروسته دويمه لويه لار ده چې ډېر خلک افغانستان او پاکستان ته تګ راتګ ورباندې کوي. د چارواکو د شمېرو له مخې په هغه ځای کې هره ورځ له ۱۵،۰۰۰ څخه تر ۲۰،۰۰۰ پورې خلک تګ راتګ کوي.

XS
SM
MD
LG