د لاسرسي ځای

تازه خبر

د چمن پر پوله د پاکستان او افغان طالبانو ځواکونو ترمینځ نښته کې ۶ کسان وژل شوي


د چمن او سپین بولدک ترمینځ لاره په نومبر کې هم تر شاوخوا یوې اوونۍ پورې تړلې وه - پخوانی انځور.
د چمن او سپین بولدک ترمینځ لاره په نومبر کې هم تر شاوخوا یوې اوونۍ پورې تړلې وه - پخوانی انځور.

د چمن او سپین بولدک له وره سره نېږدې د پاکستانیو ځواکونو او د طالبانو د حکومت د سرحد ساتونکو ترمینځ په وسلواله نښته کې شپږ تنه وژل شوي او ۱۷ ټپیان دي.

په سیمه کې ځايي چارواکو مشال راډیو ته ویلي چې پېښه د ډېسېمبر پر ۱۱مه ماسپښین مهال شوې.

د پاکستان پوځ ویلي دي چې د طالبانو د حکومت سرحدي ځواکونو په چمن کې پر "ولسي" وګړو د "د راکټونو په ګډون د درنو وسلو ناتاره ډزې" وکړې چې پکې "شپږ کسان ووژل او ۱۷ ژوبل" شول.

د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) په بیان کې ویلي دي چې پاکستانیو سرتېرو هم په غبرګون کې "مناسب خو په احتیاط ځواب" ورکړ چې په سیمه کې "بېګناه ولسي وګړو" ته مرګژوبله وا نه وړي.

بیان زیاتوي چې اسلام اباد په کابل کې له چارواکو سره رابطه کړې ده او ورڅخه یې "د سخت اقدام" غوښتنه کړې ده چې په راتلونکې کې دا ډول پېښې و نه شي.

د طالبانو حکومت لا په دې اړه څه نه دي ویلي او مشال راډیو هم په خپلواکه توګه د پاکستانیو چارواکو د څرګندونو او دعوې تصدیق نه شي کولای.

تر دې مخکې د چمن د سرکاري روغتون مشر ډاکټر عبدالمالک رسنیو ته ویلي ول چې په پېښه کې لږترلږه څلور ولسي وګړي وژل شوي او ۱۶ ژوبل دي.

اخوا په کندهار کې سرچینو مشال راډیو ته ویلي ول چې په نښته کې د سپین بولدک لوري ته پرتو خلکو ته مرګژوبله نه ده اوښتې.

د بلوچستان اعلا وزیر عبدالقدوس بزنجو پر پېښه د خپګان تر څنګ هیله ښوولې چې د پاکستان وفاقي حکومت به دا مسله په سفارتي کچه د طالبانو له حکومت سره شریکه کړي.

نوموړي د ډېسېمبر پر ۱۱مه په بیان کې روغتونونو ته د چمتووالي امر کړی دی او ویلي یې دي چې سخت ټپيان دې کوټې ته ولېږدول شي.

تر پېښې وروسته د پاکستان او افغانستان ترمینځ لاره د هر ډول تګ راتګ لپاره تړل شوې ده.

تر دې مخکې په نومبر کې هم د چمن او سپین بولدک لاره تر شاوخوا یوې اوونۍ پورې تړلې وه چې بیا د نومبر پر ۲۱مه پرانیستل شوه.

پاکستاني چارواکو د چمن – سپين بولدک دروازه د نومبر په ۱۳مه له هغه وروسته وتړله چې د یوه وسلوال په ډزو سره یو پاکستانی عسکر ووژل شو او دوه نور ټپیان شول.

هغه وخت پاکستانیو چارواکو ویلي ول د چمن لاره تر هغو نه خلاصوي چې طالبانو هغه بریدګر ورته سپارلی نه وي او یا یې هم خپله ورته سزا نه وي ورکړې.

یوشمېر کسانو هغه مهال پر ټولنیزو شبکو لیکلي ول چې پاکستان د چمن - سپين بولدک لاره د طالبانو له خوا د مشکوک بریدګر تر ورسپارلو وروسته بیا پرانیستې خو طالب چارواکي دا نه مني. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد مشال راډیو ته ویلي ول چې مشکوک بریدګر یې نه دی سپارلی.

پر ټولنيزو رسنيو پر چمن دروازه د لګېدلې کېمرې په خپرې شوې ویډيو کې ښکاري چې پر دروازه يو کس، چې ساده جامې يې په غاړه دي، تمانچه راباسي او پر پاکستانيو عسکرو ډزې کوي. پاکستانيو چاوراکو د دغې ويډيو کره والی تاييد کړی دی. طالبانو ويلي وو چې دغه سړی د دوی له ډلې نه دی او د نيولو کوښښ یې کوي.

د افغانستان او پاکستان ترمینځ د ډېورنډ پر کرښه پر دروازو دا ډول پېښې پخوا هم شوې دي.

د فبرورۍ پر ۲۴مه پر سپین بولدک او چمن د پاکستانیو او د طالبانو د ځواکونو ترمینځ په نښته کې دوه کسان ووژل او ۱۳ ژوبل شول چې تر هغې وروسته لاره وتړل شوه او د دواړو خواوو تر مذاکراتو وروسته د همهغې مياشتې په پای کې بيا پرانيستل شوه.

XS
SM
MD
LG