د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان د بهرنیو چارو ریاستي وزیرې له طالب چارواکو سره پر دوه اړخيزه اړيکو خبرې کړي


حنا رباني کر د ۲۰۲۲ز کال د نومبر پر ۲۹مه کابل ته تر رسېدو وروسته په بهرنيو چارو وزارت کې د طالبانو حکومت د بهرنيو چارو له وزير امير خان متقي سره وليدل.
حنا رباني کر د ۲۰۲۲ز کال د نومبر پر ۲۹مه کابل ته تر رسېدو وروسته په بهرنيو چارو وزارت کې د طالبانو حکومت د بهرنيو چارو له وزير امير خان متقي سره وليدل.

د پاکستان د بهرنيو چارو مملکتي یا ریاستي وزیرې په کابل کې د طالبانو حکومت له لوړ پوړو چارواکو سره پر دوه اړخيزه اړيکو خبرې کړې دي.

حنا رباني کرنن (د نومبر پر ۲۹مه) افغانستان ته د يو ورځني سفر پر مهال د طالبانو د حکومت د رییس الوزرا له مرستیال عبدالسلام حنفي او د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیرخان متقي سره وليدل.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال احمد ضیا تکل وايي، حنا رباني کر له امیرخان متقي سره په کتنه کې ویلي چې د افغانستان او پاکستان ترمينځ به د دوه اړخيزو همکاريو لپاره نوي ميکانيزمونه رامينځ‌ ته شي چي ټول مشترک فرصتونه او مسایل د خبرو اترو له لارې وڅېړل شي او د پرمختګ لپاره کار وشي.

تکل زیاتوي، اغلې کر د افغانستان او پاکستان ترمينځ د همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی، چې په خبره یې، له دې لارې دوه اړخیزې ګټې خوندي وساتل شي. "پاکستاني پلاوي په پاکستان کې له افغان مهاجرینو سره د ښه سلوک، د تګ راتګ په لارو او د ویزو په برخه کې د ستونزو د حل په باب د همکاریو ژمنه وکړه او زیاته یې کړه چې له افغانستان سره د تجارت او ټرانزیټ د پیاوړتیا او پراختیا په هکله به لازم ګامونه پورته کړي."

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت هم د نومبر پر ۲۹مه پر خپله ټويټر پاڼه ليکلي چې مېرمن کر د افغانستان د موقت حکومت له مرستیال عبدالسلام حنفي سره وکتل چې هغه مهال د طالبانو د کانونو، اقتصاد او سوداګرۍ وزیران هم موجود ول.

خبرپاڼه زياتوي چې دواړو لوريو پر دوه اړخيزه تجارت، ارتباطاتو او د خلکو ترمينځ د رابطو په اړه خبرې وکړې.

تر هغه وروسته اغلې کر د افغان مېرمنو د اطاق تجارت له استازيو سره هم ليده کاته وکړه. د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت خبرپاڼه زياتوي چې حنا رباني کر په ټولنه کې د ښځو پر رول او د افغانستان او پاکستان له ښځینه متشبثینو سره د اړیکو په پیاوړتیا کې د لیوالتیا څرګندونه وکړه او اعلان يې وکړ چې پاکستان به د ښځو لخوا د تولیداتو واردولو ته لومړیتوب ورکوي.

مېرمن کر داسې مهال افغانستان ته سفر کړی چې په دا وروستيو کې د پاکستانيو پوليسو لخوا د سلګونو افغانانو د ځورونې او بندي کولو ويډيوګانې او راپورونه خپاره شوي دي، خو پوليس وايي چې هغوی هغه افغانان نيولي چې قانوني اسناد نه لري.

که څه هم د طالبانو په واکمنۍ کې د افغانستان او پاکستان اړيکې نسبتاً ښه شوې دي، خو د دواړو غاړو ترمینځ پر ډېورنډ کرښه وخت نا وخته نښتې کېږي چې له کبله يې د تورخم، چمن او خرلڅیو پر لارو تګ راتګ اغېزمن شوی دی او په وروستیو کې خو د چمن او خرلڅیو لاره تر یوشمېر ورځو پورې تړلې وه.

دا لومړی ځل نه دی چې یو لوړپوړی پاکستانی چارواکی پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته کابل ته ځي بلکې تر دې وړاندې د ۲۰۲۲ز کال د اکتوبر پر ۲۱مه د پاکستان د بهرنیو چارو پخوانی وزیر شاه محمود قریشي کابل ته تللی وو.

د طالبانو حکومت لا هم د نړۍکوم هېواد په رسميت نه دی پېژندلی او پاکستان هغه هېواد دی چې په وار وار يې پر نړيوالو د طالبانو په رسميت د پېژندلو غږ کړی دی.

XS
SM
MD
LG