د لاسرسي ځای

تازه خبر

پي ټي اېم د ارمان لوڼي د مرګ په اړه د عدالتي کمېشن جوړولو غوښتنه تکرار کړه


ارمان لوڼی او وړانګه لوڼۍ (انځور له ارشيفه)
ارمان لوڼی او وړانګه لوڼۍ (انځور له ارشيفه)

د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) د رهبرۍ کمېټې غړې او د بشري حقونو فعاله وړانګه لوڼۍ وايي، د پاکستان ریاست د هغې د ورور محمد ابراهیم ارمان لوڼي د مرګ په قضیه کې ستونزې جوړوي.

وړانګې لوڼۍ د مې پر ۳۱مه په اسلام اباد کې په يوه خبري غونډه کې چې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین هم پکې وو، تور پورې کړ چې امنيتي ادارې د ارمان لوڼي د مرګ شاهدانو ته ګواښونه کوي نو ځکه په عدالت کې د قضیې پر مخ بيول سخت دي.‌

هغې زیاته کړه چې د ارمان لوڼې د مرګ د پېښې پر عيني شاهدانو تشدد کېږي او ریاست کوښښ کوي چې په ټوله کې دا قضيه په سم ډول پر مخ ولاړه نه شي. "د ریاست له موږ سره دا رویه ده چې زموږ په خلاف د کېسونو او بندونو سلسله نه ده درېدلې. پر عدالت مو باور نه دی پاتې. کله چې زموږ يو کس په رڼا ورځ [ووژل] شي، نو د تفتیش نامزد کړي ملزمانو ته ضمانتونه ورکول کېږي. د ارمان لوڼي کېس یوازې سېشن کورټ پوري محدوده شوی دی."

د پاکستان حکومت د لوڼۍ د څرګندونو په غبرګون څه نه دي ویلي خو د بلوچستان صوبايي حکومت په تېرو کلونو کې د مرستو ژمنه کړې وه او د ارمان لوڼي قضیه په عدالت کې روانه ده.

ارمان لوڼی د پښتون ژغورنې غورځنګ يو مخکښ، ليکوال، د کالج استاد او سیاستوال وو. هغه د ۲۰۱۹ز کال د فبرورۍ پر دويمه په بوري (لورالايي) کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د يوې مظاهرې په مهال بېهوښه شوی وو چې بیا په روغتون کې ومړ.

د پي ټي اېم مشر منظور پشتین وايي چې پولیسو ارمان لوڼی پر سر وهلی وو چې له وجې یې هغه وژل شوی دی خو د بلوچستان پولیس دا تور ردوی او وايي، هغه د زړه حملې له وجې مړ شوی وو.

پي ټي اېم د پولیسو پر ضد راپور جمع کړی خو لا هم دغه قضيه په سېشن کورټ‌کې بې نتیجې روانه ده. منظور پشتین د مې پر ۳۱مه په اسلام اباد کې د خبري غونډې په وخت خپله دا غوښتنه تکرار کړه چې حکومت دې د ارمان لوڼي د مرګ د تحقیقاتو لپاره عدالتي کمېشن جوړ کړي. "دا عدالتي کمېشن تر اوسه نه دی جوړ شوی. باید جوړ شي چې هر څه معلوم کړي."

د ارمان پر کورنۍ څه تېرېږي؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:08:51 0:00

پښتون ژغورنې غورځنګ ارمان لوڼی د "قام شهيد" بولي. دوی د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د ارمان لوڼي لپاره "د انصاف غوښتو" په موخه مظاهرې هم کړې دي.

د ارمان لوڼي تر مرګ وروسته د هغه مهال د بلوچستان کورنيو چارو وزیر ضياالله لانګو خبریالانو ته ويلي ول چې دوی به په دې قضيه کې د عدالت سره "هر قسمه همکاري" کوي او کوښښ کوي چې د لوڼي "کورنۍ ته انصاف ورسي."

XS
SM
MD
LG