د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ارمان لوڼي وژنې پر عیني شاهد قیوم اتمانخېل تشدد شوی


قیوم اتمانخېل
قیوم اتمانخېل

د پښتون ژغورنې غورځنګ د لورلایي څانګې مشر او د ارمان لوڼي د پېښې چشم دید ګواه قیوم اتمانخېل وايي د مې پر ۱۷مه شپه د پاکستان امنیتي ادارو پورته کړی او تشدد یې پرې کړی دی.

نوموړي دا خبره د مې پر ۱۸مه د کوټې په سنډېمن روغتون کې د درملنې پر مهال د فیسبوک له لارې په ژوندۍ بڼه وکړې.

ده وویل چې امنیتي ادارو د لورالايي پوځي چاوڼۍ ته وړی وو ، تشدد یې پرې کړی او غوښتنه یې ورڅخه کړې وه چې د ارمان لوڼي له مقدمې لاس واخلي او له پښتون ژغورنې غورځنګ څخه پر شا شي.

د ده په وینا ، تشدد کونکو کسانو ورته ویلي چې که یې داسې ونکړل نو بل ځل به یې ووژني.

خو ده وویل چې تشدد ته غاړه ږدي خو د ارمان لوڼي د وژنې له مقدمې او پښتون ژغورنې غورځنګ څخه به لاس وانخلي.

د امنیتي ادارو له خوا تر اوسه په دې اړه غبرګون مخې ته نه دی راغلی. تر دې وړاندې د ده ورور جلال الدیناتمانخېل مشال راډیو ته وویل چې قیوم ته وړاندې هم دړکې ورکړل کېدېچې د ارمان لوڼي له مقدمې لاس واخلي.

د ارمان لوڼي وکیل صادق خان علیزی وایي د ارمان لوڼي د وژنې اېف ايي آر دقیوم اتمانخېل په نوم دی نو ځکه په دې مقدمه کې د قیوم رول ډېر مهم دی.

قیوم اتمانخېل د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د زده کوونکو د سازمان پښتونخوا سټوډنټس ارګنایزېشن فعال غړی هم پاته شوی دی.نوموړی د بوري یا لورالايي ښار ته نژدې د سهګر کلي اوسېدونکی دی.

د پښتون ژغورني غورځنګ د مرکزي کمېټۍ غړی محمد ابراهیم ارمان لوڼی د ۲۰۱۹م کال د فرورۍ پر دویمه نېټه په لورالايي کې د غورځنګ تر څلور ورځني پرلت وروسته وژل شوی وو.

پښتون ژغورني غورځنګ وايي هغه د پولیسو یو ځايي مشر عطاالرحمان ترین په وهلو وژلی وو خو پولیس دا تور ردوي. په دې اړه په عدالت کې مقدمه هم روانه ده.

د ارمان لوڼي خور او د پښتون ژغورني غورځنګ مرکزي مخکښه وړانګه لوڼۍ وایي دوی به پر قیوم اتمانخېل د تشدد خلاف احتجاج کوي.

د لورلایي د پولیسو یو مشر اېس اېچ او میر سند مشال راډیو ته وویل دوی د دې پېښې خلاف شکایت درج کړی دی.

ده وویل ، “قیوم ته مو د روغتون لپاره مراسله ورکړې ، دوی موږ ته درخواست راکړی او موږ اطلاعي رپوټ درج کړی دی.”

د پښتون ژغورني غورځنګ مشرانو د قیوم اتمانخېل پر وړلو او پر هغه د تشدد پرضد په ټولنیزو رسنیو کې پر ریاستي ادارو کلکې نیوکې کړې دي.

XS
SM
MD
LG