د لاسرسي ځای

تازه خبر

منظور پښتین: ارمان لوڼی د وطن نه هېرېدونکی تاریخ دی


منظور پښتین: ارمان لوڼی د وطن نه هېرېدونکی تاریخ دی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:55 0:00

د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) ګڼو غړو او پلویانو په کلا سیف الله کې د ارمان لوڼي درېیم تلین لمانځلو لپاره جلسه کړې. د فبرورۍ پر دویمه جلسې ته په وینا کې د غورځنګ مشر منظور پښتین وویل، لوڼي د پښتنو ځوانانو ته له وطن سره د مینې او د وطن د خدمت درس ورکاوه. لوڼی د ۲۰۱۹ز د کال د فبرورۍ پر دویمه په بوري (لورالايي) کې تر مظاهرې وروسته په مبینه ډول د پولیسو په تشدد کې وژل شوی وو. خو پولیس وايي، نوموړی د زړه د حملې له وجې مړ شوی وو. د کلا سیف الله تر جلسې وروسته د پښتین پر قافلې د ډزو په پېښه کې د پي ټي اېم یو مخکښ غړی نور باچا ژوبل شو. د بلوچستان حکومت په دې اړه څه نه دي ویلي. د پېښې پرضد د غورځنګ غړو او پلویانو مظاهرې وکړې. ویډیويي رپورټ.

XS
SM
MD
LG