د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ارمان لوڼي ايف ای ار ځنډیدل او پښتون ژغورنې غورځنګ د مظاهرو ګواښ


ارمان لوڼی او خور يې وړانګه لوڼۍ
ارمان لوڼی او خور يې وړانګه لوڼۍ

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي وايي د مارچ په ديارلسمه په ټوله نړۍ کې له دې کبله مظاهرې کوي چې د دوی د يو مشر غړي، ابراهيم ارمان لوڼي د وژنې ایف، ای، ار نه دی درج شوی. د هغه څلوېښتي رانيزدې ده. په پارليمان کې د بشري حقونو د څارنې کمېټې ولې چې دا ايف، ای، ار دې ژر درج شي.

بلخوا د بلوچستان چارواکي وايي د پوليسو په مبيينه تشدد کې د لوڼي د وژنې ايف، آی، ار يا د لومړۍ پلټنې راپور درج کول ځکه ځنډېلي چې دوی د طب عدلي راپور يا فورينزيک رپورټ ته منتظر دي. د بلوچستان صوبې کورنيوو چارو وزير ضیاالله لانګو د مارچ په يوولسمه مشال راډيو ته وويل د ارمان لوڼي د مرګ په تړاو مواد د فرورۍ په اتمه د فورينزيک شواهدو لپاره لاهور ته لېږل شوي چې لا يې هم نتيجه نه ده راغلې.

تر څو چې بشپړ رپورټ نه وي راغلی او تحقیقات پوره شوې نه وي نو خبره نه صفا کېږي.
ضیا الله لانګو

هغه زياته کړه: ((چې څنګه شواهد راشي نو بياچې هر څوک ګناهګار وي، هغه ته به سزا ورکول کېږي. پولیس زموږ اداره ده او ارمان لوڼی زموږ يو وګړی دی. د دواړو خواوې بېلې بېلې دعوې لري. ټول رپورټونه جمع کوو او معلوموو چې اصلي قیصه څه ده. د فورینزيک رپورټ راتلل وخت اخلي. د دې يوه طريقه کار وي. چې کله راشي نو بيا به ګناهګارو ته سزا ورکړل شي.))

د ارمان لوڼي کورنۍ وايي هغه د فرورۍ په دوهمه په لورالای کې د پښتنو د حقونو لپاره د احتجاج پر مهال پوليسو په تشدد وژلی دی. د فرورۍ پر اوومه، په بلوچستان کې د کوټې د سېول روغتون مشر ډاکتر محمد سلیم ابړو د لوڼي د مړینې په اړه خبري غونډې ته وويل چې لومړنی پوسټ مارټم رپورټ ښيي چې پر لوڼي تشدد نه وو شوی.

خو د همدې غونډې پر مهال، د پولیسو جراحې ډاکټرې عایشې فیض وویل، د لوڼي په مغزو کې وینه تم شوې یا چکېدلې وه. د نورو تحقیقاتو لپاره ځيني مواد لاهور ته لېږل شوي دي.

حکومت وايي تحقیقات کوو. دا څنګه تحقیقات دي چې نه پوره کېږي؟ ټوله لورالای راغواړي که څنګه؟
وړانګه لوڼۍ

د ارمان لوڼي خور او د پښتون ژغورنې غورځنګ يوه مشره، وړانګه لوڼۍ وايي پوليس ځکه ايف، ای، آر درج کېدا ځنډوي چې دوی د هغه قاتلين دي.

نوموړي زياته کړه: ((د مارچ په دريارلسم تاريخ د پښتون ژغورنې غورځنګ په غوښتنه پښتانه، د ارمان لوڼي د څلوېښتۍ په مناسبت په ټوله نړۍ کې مظاهرې کوي. حکومت ځکه ايف، ای، ار ځنډوي چې خلکو ته معلومه نه شي چې ارمان پوليسو وژلی دی. خو اوس ټوله دنيا په دې پوهه ده چې ارمان د دوی په تشدد کې وژل شوی دی.))

پښتون ژغورنې غورځنګ د فرورۍ په پنځلسمه په لورالای کې عدالت ته خواست کړی وو چې پوليسو ته حکم وکړي چې د ارمان لوڼي د وژنې ايف، آی، آر درج کړي. وړانګه لوڼۍ وايي دوی ته عدالت د بلې اورېدنې لپاره د مارچ ۱۶ تاريخ ورکړی دی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر، منظور پښتين د مارچ په ۱۳مه د مظاهرو غږ کړی دی
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر، منظور پښتين د مارچ په ۱۳مه د مظاهرو غږ کړی دی

هغه زياتوي چې ورته معلومه ده چې ايف، آی، آر به ډېره فايده ونه لري ځکه چې په تشدد کې ککړو کسانو ته به سزا ورنه کړل شي خو بيا هم دوی د عدم تشدد د لارې پلويان دي او پر قانون باور لري.

ابراهيم ارمان لوڼی ۳۶ کلن وو او د شپږو خوېندو او دريوو وروڼو ورور وو. هغه په يو ځايي کالج کې د ادبياتو درس ورکاوه او شاعري يې هم کوله. د پښتون ژغورنې غورځنګ له دغه وژل شوي مشره، درې لوڼې پاتې دي.

XS
SM
MD
LG