د لاسرسي ځای

تازه خبر

ارمان لوڼی د پښتنو ځوانانو رول ماډل دی: خټک


اسلام اباد کې د ارمان لوڼي څلوېښتۍ غونډې ته افراسیاب خټک وینا کوي
اسلام اباد کې د ارمان لوڼي څلوېښتۍ غونډې ته افراسیاب خټک وینا کوي

پراګ - د پښتون ژغورنې غورځنګ د يو مشر محمد ابراهيم ارمان لوڼي د څلوېښتمې په تړاو د مارچ پر ۱۳مه نېټه په ګڼو پښتون مېشتو سیمو او د نور پاکستان او نړۍ په مختلفو برخو کې لاريونونه، سیمينارونه او مظاهرې کېږي.

د غورځنګ غړو او پلویانو د مارچ پر ۱۳مه، مشال راډيو ته وويل، له دې کبله یې مظاهرې وکړې چې د دوی د يوه مشر غړي ابراهيم ارمان لوڼي د وژنې اېف ای ار نه دی درج شوی.

په اسلام اباد کې د ارمان لوڼي د څلوېښتۍ غونډه

په اسلام اباد پرېس کلب کې د ارمان لوڼي څلوېښتۍ په باب سیمینار کې د پي ټي اېم د مشر منظور پښتین، فرحت الله بابر، افراسیاب خټک، سېنېټر عثمان کاکړ، بشرا ګوهر، خان زمان کاکړ او ګڼو نورو ویناګانې وکړې.

د ارمان لوڼي څلوېښتۍ په اړه غونډې او لاریونونه شوي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:04 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د ارمان لوڼي څلوېښتۍ ته په خپله وینا کې پر پاکستاني ایسټېبلېمنټ نیوکې وکړې او تور یې پورې کړ چې په اسلام اباد پرېس کلب کې د دې غونډې مخنیوي هڅې وکړې. دلته یې رسنوال نه پرېښودل چې د ارمان لوڼي څلوېښتۍ ته پوښښ ورکړي. د پښتین په وینا په پاکستانۍ مېډيا کې هغه خلک نه ښودل کېږي چې د پښتنو په خاوره کې امن غواړي بلکې تل د هغو خلکو خبرونو ته پوښښ یا کورېج ورکوي چې د جنګ او جګړې خبرې کوي. ده وویل که یو پښتون توپک راواخلي او خپلو نورو پښتنو وروڼو ته د جنګ بلنه ورکوي نو دوی یې سمدستي په مېډيا کې ښکاره کړي.

منظور پښتین وویل د ظلم پروړاندې غبرګون په قدرتي توګه جذباتي وي خو د ده په وینا پي ټي اېم بیا هم ظلم زغمي خو احساساتي کېږي نه.

د پښتو ژغورنې غورځنګ مشر په خپله وینا کې وویل، په پاکستان کې نیول شوي هندي جاسوس ته د قاضي او عدالت ورکولو حق شته خو د پاکستان خپل یوه ښهري ارمان لوڼي د وژنې اېف ار نه درجول کېږي.

پښتین هغه نظر ناسم وبلل چې وايي، د نقیب الله مسید په وژنه تورن د پولیس مشر راو انوار د پیپلز ګوند په مرسته د قانون منګولو ته نه ورځي، د ده په خبره داسې نه ده، د دې ملک د تر ټولو زورور ګوند پاکستان مسلم لیګ ن مشر نواز شریف خپلځان نه شي بچاولی نو له دې ښکاري چې هر څه د اېسټلېشمنټ 'پوځ' په مرضي او خوښه کېږي.

ارمان رول ماډل وو

پر دې مهال پښتون دانشور او سیاستوال افراسیاب خټک د ارمان لوڼي په باب په خپله وینا کې وویل، هغه د جمهوري پښتونولۍ یو ریښتونی سمبول وو چې د خپل قام د ننګ په مبارزه کې یې له خپلځان سره خپله خور وړانګه لوڼۍ څنګ پر څنګ ورسره مله کړې وه.

نوموړي پي ټي اېم ته مننه وویله چې د 'ملي شهید' ارمان لوڼي په یاد کې یې غونډه جوړه کړې ده. هغه ارمان لوڼی د پښتنو ځوانانو لپاره یو رول ماډل وباله.

د خټک په خبره د طبقې له پلوه لوڼی د یوې زحمتکښې کورنۍ څخه وو.

دی زیاتوي ارمان 'شهید' د یوه رول ماډل ټول خصوصیات لرل، مبارزه که هغه په انفرادي توګه وله، هغه یې هم کړې ده، او که اجتماعي مبارزه وه هغه یې هم کړې ده.

خټک د لوڼي د ژوند په اړه وویل چې هغه په غربت کې مبارزه وکړه. غربت ته تسلیم یا سرنډر نه شو. د غریبې کورنۍ وو، مزدوري یې وکړه، تعلیم یې وکړ. نو ځکه خو قهرمان دی، هیرو دی.

له وړانګې لوڼۍ سره سیاسي مبارزه

خټک وویل، بله مسله د صنف یا جنس ده نو ارمان څنګه له خپلې خور سره ملګرتیا وکړه چې په سیاسي فعالیت کې ورسره برخه واخلي. نو حقیقت کې دا د جنس (جېنډر) سوال یو ډېر اهم سوال دی، د پښتنو لپاره هم او د جمهوري غورځنګ لپاره هم ځکه چې زموږ یوه پښتونولي قبایلي وه، او په سلګونه کاله پاته شوې ده.

د ده په خبره، بله پښتونولي باچا خان او خان شهید جمهوري پښتونولي جوړه کړې ده. په جمهوري پښتونولي کې تعلیم دی، حقوق دي، برابري ده. او نیم قام هېڅ نه شي کولای، که نیم قام ویده پروت وي، په ځولنو کې ښکېل پروت وي، نو نیم قام هېڅ نه شي جوړولای، لهذا پښتنو مشرانو چې کومه لار ښوولې وه نو پي ټي اېم پر هغه لار ډېر زړور ګامونه اوچت کړي دي.

ارمان لوڼی جمهوري وو

افراسیاب خټک وویل، انقلابونه خپل بدلونونه راوړي خو د پي ټي اېم انقلاب دا دی چې په دې مبارزه کې ښځې او سړي یوځای راوتلي دي او خپل حقوق غواړي. نوموړي وویل د ارمان لوڼي د شخصیت درېم اړخ دا دی چې یو ډموکراټیک سیاست کاوه، د خپلې خاورې د خپل ولس سیاست یې کولو. نو دې ته په کتو په هغه کې ټول هغه خصوصیتونه ول چې په یوه رول ماډل کې وي.

مخورې پښتنې سیاستوالې بشره ګوهر د ارمان لوڼي پر څلوېښتۍ په خپله وینا کې وویل چې د لوڼي ارمان د پښتنو پر یوه دریځ راغونډول وو نو د هغه د دې مشن د ترسره کولو لپاره باید د پښتنو ټولو مشرانو ته په جرګه ورشو.

د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ جنرل سېکرېټري او سېنېټر عثمان کاکړ د څلوېښتي وینا ته وویل چې ارمان لوڼي بشپړه انساني ازادي غوښتنه، هغه پاه پاکستان کې مېشتو ټولو قامونو ته پر خپله خاوره اختیار غوښت، هغه په ملک کې د قانون حکمراني غوښته. هغه د پارلېمان بالادستي غوښته. ارمان لوڼی په ازاد افغانستان کې د لاسوهنې خلاف وو.

د پاکستان پیپلز ګوند مخکښ سیاستوال فرحت الله بابر د اسلام اباد پرېس کلب کې د ارمان لوڼي څلوېښتۍ غونډه کې د پي ټي اېم ستاینه وکړه چې دا د پاکستان یو ريښتونی جمهوري غږ دی. نوموړي د سېنېټ بشري حقونو هغه غوښتنه بیا تکرار کړه چې د ارمان لوڼي د وژنې اېف ای ار دې بې له ځنډه درج کړل شي. نوموړي له پي ټي اېم سره د خپل پوره ملاتړ اعلان وکړه.

د افغانستان، امريکا او اروپا په ګډون د نړۍ په يوشمېر هېوادونو کې هم په دې مناسبت مختلف پروګرامونه کېږي.

کلا سیف الله: د پښتون ژغورنې غورځنګ پلویان د ارمان لوڼي مزار ته ولاړ
کلا سیف الله: د پښتون ژغورنې غورځنګ پلویان د ارمان لوڼي مزار ته ولاړ

بلخوا د بلوچستان چارواکي وايي د پوليسو په مبينه تشدد کې د ارمان لوڼي د وژنې اېف ای ار درجول ځکه ځنډېدلي چې د هغه تر مرګ پس د طبي څېړنې رپورټ لا نه دی ورته رسېدلی. د ارمان لوڼي کورنۍ وايي هغه د فېبرورۍ پر دوهمه په لورالايي کې د پښتنو حقونو لپاره د احتجاج پر مهال پوليسو په تشدد وژلی خو پوليسو دغه تورنه رد کړي دي.

د ابراهیم ارمان لوڼي یوه نېږدې ملګري او پي ټي اېم فعال محب شیراز په خپله وینا کې ارمان لوڼی د "لر او بر افغان شهید" وباله.

په کوټه کې خبریال حفیظ شېراڼي له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل چې په ډېری ښارونو کې د ابراهیم ارمان لوڼي پر څلوېښتمه غونډې او سېمنارونه وشول.

دی وايي چې په موساخېل، مسلم باغ، هرنايي، پښین، چمن او په کوټه کې د وکیلانو لخوا تعزیتي غونډې او سیمینارونه شوي چې پکې د سیاسي او مذهبي ګوندونو او مدني ټولنو غړو ګډون وکړ.

د غونډو ویناوالو له حکومته غوښتنه وکړه چې د ارمان لوڼي د وژنې اېف ای ار دې ژر تر ژره درج کړي.

خو د حکومت دریځ دا دی چې د مرګ پس طبي رپوټ چې نه ورته رسېدلی دوی اېف ای ار نه شي درجولای.

پي ټي اېم د لوڼي د وژنې تور پر پولیس پورې کوي خو هغوی ترې انکاري دي.

کلا سیف الله

په کلا سیف الله کې ګڼ خلک د لوڼي قبر ته ورغلل او بیا یې د هغه پر ژوند او مبارزه مبارزه خبرې وکړې.

د لوڼي یوه نېږدې ملګري او پي ټي اېم فعال محب شیراز په خپله وینا کې ارمان لوڼی د "لر او بر افغان شهید" وباله.

هغه وویل، چې د ارمان ټول ژوند له مزاحمته ډک دی. د هغه شاعري له مزاحمته ډکه ده. د هغه شاعري له مینې سره مینه او له کرکې سره له کرکې ډکه ده. له انسانانو سره له مینې شعرونه یې ویل.

شیراز ویل چې د ارمان هغه اوښکې یې تر اوسه نه دي هېرې چې هغه په بنو کې د یوه ماشوم پر فریاد تویولې چې د خپل پلار او ورور د ورکېدو کیسه یې کولو. هغه د ارمان ژوند د نورو پښتنو لپاره یوه نمونه وبلله چې نور پښتانه یې پر لار ګام واخلي.

کلا سیف الله د ارمان لوڼي څلوېښتي لمانځل کېږي
کلا سیف الله د ارمان لوڼي څلوېښتي لمانځل کېږي

د ده په وینا هغه ريښتونی او عملي لبرال وو، تشې خبرې یې نه کولې بلکې د خپلې خور وړانګې لوڼۍ عملي سیاست ته راوستل یې ښکاره بېلګه ده. په پښتانه کې داسې مثال بل هېڅوک نه لري لکه ارمان لوڼي چې وړاندې کړ. وړانګې به پر سټېج وینا کوله او ارمان به د یوه کارکن په توګه اورېدله.

شیراز وویل پر ارمان ژړا نه ده پکار بلکې له هغه رڼا اخیستل پکار ده. هغه د ټولو پښتنو افغانانو لپاره یو رول ماډل دی.

نوموړي په خپله وینا کې وویل، ارمان لوڼي د ټولو پښتنو افغانانو اتل او شهید وباله، د هغه جنازه په ټول لر بر افغان وطن کې وشوه.

ارمان د افغان ملت مبارز وو. شیراز وویل چې ارمان لوڼي د خپلو لوړو زده کړو (اېم فل) موضوع هم په مستعمره او نوابادیاتو کې پر مزاحمتي ټکیو او شعارونو راڅرخېده.

په کلاسیف الله کې د څلوېښتمې دې غونډې ته د ارمان لوڼي خور وړانګې لوڼي ته په خپله وینا کې وویل چې هغه یې ورور وو خو تر دې زیات یې هغه د ملي مبارزې یو رهبر وو، هغه راته له خپل پښتون قام، خاورې سره مینه راوښودله.

خیبر

د خیبر جمرود پرېس کلب مخې ته د پښتون ژغورنې غورځنګ پلویان د خپلو دوو مخکښو ثنا اعجاز او ډاکټر سید عالم مسود په مشرۍ راټول شوي ول او وروسته د خیبر دروازې ته ولاړ او هلته یې د خپل کاروان د وژل شويمبارز د ارمان لوڼي د څلوېښتمې په مناسبت ویناګانې وکړې.

غورځنګ وايي د نوموړي د وژنې څلوېښتمې په مناسبت یې له یادو ښارونو پرته، په کوټې، چمن، بوري، پښین، هرنايي، دوکۍ، ټانک، ډېره اسماعیل خان، درازنده، لکي مروت، چارسدې، صوابۍ، مردان، او سوات کې هم غونډې او لاریونونه وکړل.

XS
SM
MD
LG