د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: د ارمان لوڼي دویم تلین ولمانځل شو


مدني فعالان وايي، ارمان لوني د پښتنو د بیدارۍ په لار کې خپل سرښندلی او دوی به يې هېڅکله يې هېر نه کړي.
مدني فعالان وايي، ارمان لوني د پښتنو د بیدارۍ په لار کې خپل سرښندلی او دوی به يې هېڅکله يې هېر نه کړي.

د ننګرهار د يو شمېر مدني ټولنو استازو او قومي مشرانو د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړي پروفیسر ارمان لوڼي دویم تلین د یوې غونډې په ترڅ کې ولمانځه.

په غونډه کې ویناوالو په خیبر پښتونخوا او سویلي پښتونخوا کې له پښتنو سیاستوالو وغوښتل چې په نړیوال عدالت کې دې د ارمان لوڼي قاتلینو ته سزا وغواړي.

په ننګرهار کې د بېلابېلو مدني ټولنو په سلګونو غړي د فېبروري په دريمه نېټه د سرحدونو او قبایلو چارو ریاست د غونډو تالار ته ورټول شوي ول او د يوې غونډې په ترڅ کې يې د ارمان لوڼي دویم تلین ولمانځه او په ننګرهار کې يې د پښتون ژغورنې غورځنګ څانګه هم پرانيسته.

شریف الله ناصري چې په ننګرهار کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د څانګې مشري کوي، په خپله وینا کې وویل: " د ارمان لوڼي د دویم تلین په مناسبت مو د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پشتين د لر او بر یو افغان د شعار په اساس په ننګرهار کې د پښتون ژغورنې غورځنګ څانګه پرانیسته. او دا ځکه چې چېرته چې پښتون دی هغه محکوم دی او چېرته چې محکومیت وي هلته غږ پورته کېږي. دا چې په لره او بره پښتونخوا کې پښتانه مشران وژل کېږي، په کورونو يې چاپې وهل کېږي، کورونه يې ورانېږي او د خپلو حقونو څخه محروم پاتې کېږي، دا نور د زغملو وړ نه دي او هر چېرته چې پښتنو سره ظلم کېږي، دوی به يې په مخالفت کې اواز پورته کوي."

مدني فعال اعمار صوفي زاده وویل، ارمان لوني د پښتنو د بیدارۍ په لار کې خپل سرښندلی او دوی به يې هېڅکله يې هېر نه کړي.

نوموړي وړاندې وویل: "پښتنو ته چې په خپل وطن کې کومې اوبه، هوا او ځمکه خدای تعالی ورکړ ې، دښمنانان يې له دغو نعمتونو محروم ساتي. ارمان لوڼي هم د پښتنو د حقونو د غوښتلو شهید دی. ارمان غوښتل چې پښتانه په تعلیم سمبال شي، هغه د پښتون په خاورو ریاستي جبر نه شو زغملی، هغه پښتنو ته خپلواکه او سوکاله ژوند غوښته او د پښتنو دښمانان د پښتون خپلواکي نه شي زغملی. ځکه يې ارمان شهيد کړ."

په غونډه کې ویناوالو په خیبر پښتونخوا او سویلي پښتونخوا کې له پښتنو سیاستوالو وغوښتل چې په نړیوال عدالت کې دې د ارمان لوڼي قاتلینو ته سزا وغواړي.
په غونډه کې ویناوالو په خیبر پښتونخوا او سویلي پښتونخوا کې له پښتنو سیاستوالو وغوښتل چې په نړیوال عدالت کې دې د ارمان لوڼي قاتلینو ته سزا وغواړي.

مدني فعال تمیم اسحاقزي په خیبر پښتونخوا او سویلي پښتونخوا کې په پښتنو سیاستوالو غږ وکړ چې د ارمان لوڼي قاتلینو ته په نړیوال عدالت کې سزا وغواړي.


نوموړي وړاندې وویل: " ارمان لوڼي د پښتون قام د حقونو د غوښتلو په لار کې شهید شوی، موږ په کوزه پښتونخوا کې په پښتنو مشرانو او سیاستوالو غږ کوو چې په نړیوال عدالت کې دې له لوڼي سره د شوي جبر پوښتنه وکړي. او د هغه قاتلینو ته سزا وغواړي."

دې غونډې ته د پښتون ژغورنې غورځنګ يو شمېر مخکښانو هم د وټس آپ له لارې ویناوې واورولې
چې يوه هم په کې د ارمان لوڼي خور وړانګه لوڼۍ وه. نوموړي له ننګرهار مېشتو فعالانو د مننې تر څنګ وویل:

"نن چې په لر او بر افغان وطن کې د ارمان لوڼي دویم تلین لمانځل کېږي، دا د دې خبرې ثبوت دی چې لر او بر يو افغان دی. ارمان يوه نظریه ده. دا چې زموږ ولس یرغمال شوی، خاوره مو نیول شوې او په خپله خاوره د غلامانو په څېر ژوند کوواو په خپله خاوره وژل کېږو. نو ارمان لوڼي ته د پښتنو بې درکه کول او هغوی له خپلو حقونو محرولول د زغملو وړ نه وو. نو نه یوازې دا چې خپله دې قامې مبارزې ته راووت، بلکې زه يې هم له ځانه سره مله کړم او تر هغې به خپلې مبارزې ته د پښتون ژغورنې غورځنګ تر سیوري لاندې دوام ورکوم، څو پورې چې مو په خپله خاوره خپل اختیار نه وي تر لاسه کړی."

د یادونې ده چې ارمان لوڼي د ۲۰۱۹ ز کال د فېبروري په دویمه نېټه په لورلايي کې د پولیسو په مرکز د ترهه ګريز برید پر ضد د پښتون ژغورنې غورځنګ پرلت ته وینا هم کړې وه.

دوی غوښتنه کوله چې په لورلايي کې د پولیسو په مرکز په برید کې ککړ ترهه ګر دې ونیول شي او سزا دې ورته ورکړل شي. د پرلت له ختمېدو وروسته ارمان لوڼي د پولیسو لخوا ونیول شو.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښان وايي چې ارمان لوڼي پولیسو په وهلو ټکولو وژلی و. پولیس دا تور ردوي. په دې اړه په عدالت کې مقدمه هم روانه ده. خو په کوټه کې د هغه د مرګ په اړه پوسټ مارټم راپور وايي چې ارمان لوڼي د زړه د دورې له امله مړ شوی دي.

XS
SM
MD
LG