د لاسرسي ځای

تازه خبر

ارمان لوڼي کور او وطن دواړو ته کار کاوه: وړانګه لوڼۍ


کلا سیف الله کې د ارمان لوڼي دویم تلین لمانځغونډه کې وړانګه لوڼۍ، عارفه صدیق، عصمت زهیر او خان زمان کاکړ
کلا سیف الله کې د ارمان لوڼي دویم تلین لمانځغونډه کې وړانګه لوڼۍ، عارفه صدیق، عصمت زهیر او خان زمان کاکړ

د پښتنو سیاسي ملي مبارز او د پښتون ژغورني غورځنګ وتلي مخکښ ارمان لوڼي دویم تلین په تړاو د کوټې، کلاسیف الله او بوري (لورلايي) په ګډون په ځینو نورسیمو کې ولمانځل شو.

په کلا سیف الله کې لمانځغونډې ته د ارمان لوڼي خور وړانګې لوڼۍ په خپله وینا کې ویل، (په کوټه زما یوه استاد وو هغه به ویل چې ارمان هیره دی، نو زه چې اوس د ارمان له شهادته پس ولسي پاڅون ته ګورم نو ما ته هغه د استاد خبره رایاده شي چې په ریښتیا هم ارمان یو هیره وه.

وړانګه لوڼۍ وینا کوي
وړانګه لوڼۍ وینا کوي

وړانګه زیاتوي، ارمان چې ځان پوه شوی نو د خپل کور د خوارۍ او بې وزلۍ ختمولو لپاره یې هر زیار ګاللی دی. هغه منشیتوب کړی، هغه درزیتوب کړی، هغه په سکول کې د لنډې چټۍ پر مهال وریځې پلورلې دي، هغه روزانه کړې ده، هغه هوټل کې مزدوري کړې ده. دا زیاتوي ارمان هر هغه مزدوري کړې ده چې دلته د پښتونخوا وطن یو ځوان یې د ګوله ډوډۍ موندلو لپاره کوي.

وړانګه وايي، د ارمان دومره ګڼ اړخونه ول چې هر یو یې باید راوسپڼل شي. ارمان د داداۍ او پلار له زوی سره خپلځان د دې خاورې او پښتانه افغان ولس زوی هم باله. ارمان چې د کور لپاره څومره مزدوري کوله نو هغومره خواري یې د دې خاورې لپاره هم اېستله. ارمان په ښوونځي کې د یوه ښه شاګرد ستاینې لرلې. هغه یوه ښه زوی وو، هغه یوه ښه ورور وو چې زه یې د خپلو سړیو په څنګ کې ودرولم او زه یې سیاله کړم. هغه په خپل کور کې خور او ورو برابري یو ډول ساتلې وه. هغه پکې فرق نه کاوه. هغه به موږ ټول د خپل پښتانه قام په حالاتو خبرولو. هغه موږ ته له نر سره د برابرۍ حق او ازادي راکړه.

کلا سیف الله کې د ارمان دویم تلینغونډه
کلا سیف الله کې د ارمان دویم تلینغونډه

دا زیاتوي چې ارمان د اووم ټولګي زده کوونکی وو چې د خپل قام سیاست ته یې مخه کړه. هغه د شعر له لارې، هم یې د لیک لارې، د کتاب له لارې او په کوڅو کې د زنده باد او مرده باد له لارې، د خپل قام د حقونو ږغ پورته کړی دی او د مبارزې چې څومره قسمونه دي، ارمان هغه مبارزه کړې ده. او د دې مبارزې موخه یې د یوه خپلواک پښتون ملت لپاره وه. او ارمان یې ځکه ووژلو چې پر هغه خپل ولس راټولېدلو.)

دې لمانځغونډې ته د عوامي نیشنل پارټۍ مخکښ خان زمان کاکړ په خپله وینا کې وویل چې ارمان یوه اډیالوژي وه او اډیالوژي هېڅوک نه شي وژلی. د ده په وینا د ارمان او د هغه غوندې د نورو اتلانو ږغ د ولس له منځه راټوکېدلی دی او دا اوس د ټول پښتون ولس ږغ دی.

د کوټې خبریالانو مرکز په تالار کې راجوړې تلینغونډې ته د پښتون ژغورنې غورځنګ ترڅنګ د پښتونخوا ملي عوامي ګوند او عوامي نیشنل ګوند مشرانو ویناګانې وکړې.

کلاسیف الله کې د ارمان لوڼي تلینغونډې ته مېرمنې هم په ګڼ شمېر کې ورغلې وې
کلاسیف الله کې د ارمان لوڼي تلینغونډې ته مېرمنې هم په ګڼ شمېر کې ورغلې وې

غونډي ته د پښتون ژغورني غورځنګ کوټې ضلعې صدر نور باچا په خپله وینا کې وویل، د ارمان لوی ارمان دا وو چې په پښتونخوا وطن کې امن راشي او پښتون قام پر خپلو شتمنیو خپل واک ولري.

پر دې مهال د عوامي نیشنل ګوند یوه مخکښ رشید خان ناصرهم د ارمان لوڼي پرمبارزه رڼا واچوله.

د پښتونخواملي عوامي ګوند یو مخکښ قادر آغا په خپله وینا کې وویل، چې د پښتون قام د خپلواکۍ او سرلوړي لپاره پرون هم مشرانو قربانیاني ورکړي وې او نن یې هم قرباني ورکوي. نوموړي زیاته کړه چې د ارمان لوڼي ارمانونه به هله سر کېږي چې د پښتونخوا میپ، اېې این پي او پي ټي اېم په ګډه سره جد وجهد وکړي.

د کوټې پرېس کلب په تالار کې د ارمان لوڼي د دویم تلین په مناسب دې غونډې ته د پي ټي ایم د مرکزی کمیټۍ غړي سید زبیر شاه آغا په خپله وینا کې وویل، په دې هېواد (پاکستان) کې اوس هم له پښتون قام سره ډېر ظلم او تېری روان دی، په خاصه توګه له افغانستان سره د چمن پر پوله د سرحدي عسکرو له لوري په تېرو څو کلونو کې په لسګونه کسان پر دې خبره وژل شوي دي چې دا غوټه له دې ځایه هلته ولې وړې. بلخوا نن هم په وزیرستان کې په بې شمېره ځوانان لادرکه دي او میندي او پلرونه یې پسی ګرزي او پرهغوی به دا وخت څه تېرېږي.

د ارمان لوڼي د دویم تلین په اړه یوه جلسه د فروري پر اوومه (۷ ) نېټه په پېښور کې کېږي چې د پي ټي ایم مشران به ورته ویناګاني کوي.

د یادوني وړده، چې ارمان لوڼی دوه کاله وړاندې د ۲۰۱۹ز کال د فروري پر دویمه نېټه په لورالايي کې پر پولیسو د تره ګر برید پرضد د پښتون ژغورنې غورځنګ پرلت ته وینا هم کړې. دوی غوښتنه کوله چې د لورالايي پر پولیس مرکز په برید کې ککړ تره ګر دې ونیول شي او سزا دې ورته ورکړل شي. د پرلت ختمېدو پس ارمان لوڼی د پولیسو له لوري ونیول شو.

پښتون ژغورني غورځنګ وايي هغه د پولیسو یو ځايي مشر عطاالرحمان ترین په وهلو وژلی وو خو پولیس دا تور ردوي. په دې اړه په عدالت کې مقدمه هم روانه ده. خو په کوټه کې د هغه د مرګ په اړه د پوسټ مارټم راپور وايي چې ارمان لوڼی د زړه له دورې مړ شوی دی.

XS
SM
MD
LG