د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ارمان لوڼي مور: پښتانه دې زما د ارمان ارمانونه راپوره کړي


بخت بي بي، د ارمان لوڼي مور
بخت بي بي، د ارمان لوڼي مور

د پښتون ژغورنې غورځنګ د وژل شوي يو مشر، ابراهيم ارمان لوڼي مور، بخت بي بي له حکومته غواړي چې د زوی قاتلينو ته دې سخته سزا ورکړي. نوموړې د فرورۍ په څلورمه مشال راډيو سره په ځانګړو خبرو کې وويل چارواکي دې واضحه کړي چې د دې زوی څه جرم کړی وو.

هغې زياته کړه: ((زه وايم حکومت دې زما د زوی قاتلينو ته سزا ورکړي. له ټول پاکستان پوښتنه کوم چې زما د زوی ګناه څه وه؟دا بايد واضحه شي چې زما زوی یې ولې وواژه؟))

د بوري يا لورالاي سره تعلق لرونکی، شپږ دېرش کلن ارمان لوڼی د منظور پښتين په مشرۍ د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر غړی وو. د هغه د کورنۍ تر مخه نوموړی د بلوچستان پوليسو د فرورۍ په دوهمه په وهلو ډبولو هغه مهال وواژه چې د پښتنو حقونو لپاره يې په بوري کې احتجاج کاوه.

زه له پښتنو غواړم چې دا مبارزه پرېنږدئ. د منظور پښتين او محمود خان [اڅکزي] تر شا ودرېږئ. د ارمان ارمانونه راپوره کړئ. سره يو ځای ودرېږئ
د ارمان لوڼي مور، بي بي نيکبخته

د بلوچستان کورنيوو چارو وزير مېر ضيا الله لانګو مشال راډيو سره د فرورۍ په درېيمه خبرو کې ادعا کړې چې لوڼی د وهلو نه بلکې د زړه درېدو له امله وژل شوی. په همدې حال کې وزيراعلی د پېښې راپور غوښتی دی.

د لوڼي مور، بخت بي بي وايي حکومت دې د زوی په وژنه پرده نه اچوي. ((ما به مې زوی ته ويل چې دې جلسو ته مه ځه. ده ويل چې د پښتنو د ابادۍ او ازادۍ لپاره غواړم لاړ شم. ويل یې چې زه پښتانه ابادول غواړم. راتلونکی نسل ابادول غواړم. غواړم چې ځوانان له مرګونو وژغورم. ځوانان له جېلونو راخوشي کړم چې کورنۍ يې خوشاله شي. هغه به ويل چې که زه مړ شم خېر دی خو نور پښتانه به اباد شي.))

ابراهيم ارمان لوڼی په بوري يا لورالاي کې زيږيدلی وو. هغه له بلوچستان پوهنتون په ادبياتو کې ماسټري درلوده او په يو ځایي کالج کې استاد وو. نوموړي له لومړي سره د ليبرل يا ازاد فکره سياست پلوی وو او د دې لپاره د پښتونخوا ملي عوامي ګوند غړی شو.

ارمان لوڼی او خور يې وړانګه لوڼۍ
ارمان لوڼی او خور يې وړانګه لوڼۍ

ارمان لوڼی د پښتون ژغورنې غورځنګ په تحريک کې د خپلې خور وړانګې لوڼي سره مشهوره شو. هغه به هره جلسه او هر کمپاين کې د خپلې خور سره ښکارېدلو. مور يې، بخت بي بي وايي زوی یې باور درلود چې تحريکونه د ښځو له ملاتړ بغېر نه شي کاميابېدلی. ((زوی مې د نر او ښځې په مساوي حقونو ټينګار کاوه. ویل به يې چې د نر او ښځې فرق نشته. دواړه به يو ځای راوځي او يو ځای به مبارزه کوي.))

تر اوسه پورې د ارمان لوڼي د طبي معاینې پا پوسټ مارټم نتيجه نه ده راغلې چې ثابته کړي چې آيا نوموړی د پوليسو د تشدد او که د زړه له دورې مړ شو. خو د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين وايي ارمان لوڼی په قصدي ډول هدف ګرځول شوی. د ارمان لوڼي د مرګ پر ضد د افغانستان او ځينو نورو هېوادونو په بېلابېلو ښارونو کې هم مظاهرې شوې دي.

د ارمان لوڼي وژنې ضد په بلوچستان کې کاربندیز او احتجاجونه

د ارمان لوڼي وژنې ضد په بلوچستان کې کاربندیز او احتجاجونه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:50 0:00

XS
SM
MD
LG