د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پروفېسر ارمان لوڼي وژونکي باید سزا کړل شي: سیاسي ګوندونه


د پاکستان سياسي ګوندونو د پښتون ژغورنې غورځنګ د يو مشر ابراهيم ارمان لوڼي وژنه په سختو ټکو کې غندلې او وايي د دا قسمه پېښو د مخنيوي لپاره به په پارلمان کې غږ راپورته کوي.

د مسلم ليګ (ن) يو مشر سنېټر پرويز رشيد د نهې پر ورځ مشال رېډيو ته وويل: ((په پاکستان کې د پښتنو ګېلې سېوا کېږي، تر دې مخکې نقيب الله مسود ووژل شو اوس ارمان لوڼی ووژل شو. بايد حکومت دې لور ته پاملرنه وکړي او د موجوده حکومت زمه واري ځکه هم ډېره جوړېږي چې د دوی د کاميابيو پیل هم له پښتنو سيمو شوی. بايد چې په پاکستان کې اوس دا قسمه ماورای عدالت وژنې ودرول شي ځکه چې له ډېر وخت راهيسې دا پېښې روانې دي. زموږ له حکومته دا مطالبه ده چې زمه وارو کسانو ته دې سزا ورکړل شي.))

بلخوا د عوامي نېنشل ګوند وياند زاهد خان وايي د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر ارمان لوني وژنه رياستي ترهګري ده او دوی يې په سختۍ سره غندنه کوي.

نوموړي د نهې پر ورځ مشال رېډيو ته وويل: ((نن موږ د کشمېريانو ورځ لمانځو خو پوښتنه دا ده چې څوک به زموږ د کشمير د پاليسۍ ملاتړ وکړي ځکه چې نړيوال به وايي چې پاکستان خو خپله رياستي ترهګري کوي. يو سړی هم خوندي نه دی، طاهر داوړ يې مړ کړ او بيا په افغانستان کې وغورځولو. نو دا خو رياستي ترهګري ده نو دوی په کومو سترګو نړۍ ته وايي چې هند ترهګري کوي.))

زاهد خان وايي که عدالت ته تر وړاندې کېدو مخکې وژنې بندې نه شوې نو پاکستان به له غټ تاون سره مخ شي.

د پاکستان جماعت اسلامي يو مشر پروفېسر ابراهيم وايي پښتنون ژغورنې غورځنګ په سوله ييزه توګه خپلې مطالبې راپورته کړي او د دوی ماورای عدالت وژنه سخته د غندنې وړ ده: (پي ټي اېم تر اوسه قانون په لاسو کې نه دی اخیستی او د قانون په دايره کې دننه د خپلو حقونو لپاره غږ راپورته کول د دوی اييني حق دی. بايد چې ټول سياسي ګوندونه د دې خلاف غږ راپورته کړي او دا قسمه وژنو ته بند وتړي ځکه چې له دې کبله پرمختګ نه شي کېدلای.)

له بوري/لورالايي سره تعلق لرونکی، شپږ دېرش کلن ارمان لوڼی د منظور پښتين په مشرۍ د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مخکښ غړی وو. د هغه د ملګرو کورنۍ تر مخه نوموړی د بلوچستان پوليسو د فېبرورۍ په دوهمه په وهلو ډبولو تر هغه وروسته وواژه چې د پښتنو حقونو لپاره يې په بوري کې احتجاج پای ته رسولی وو. بلخوا د بلوچستان کورنيوو چارو وزير مېر ضيا الله لانګو د فېبرورۍ په څلورمه په کوټه کې يوې خبري غونډې ته د وينا پرمهال د ارمان لوڼي د وژنې غندنه وکړه او ویې ويل چې د دې پېښې پلټنې کوي.

XS
SM
MD
LG