د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزيرستان کې هدفي بريدونه: جرګې ټولې مرکزي لارې تړلې دي


په شمالي وزيرستان کې د هدفي وژنو او ناامنۍ ضد پرلت د ۲۰۲۲ز کال د جولای له ۱۷مې پيل شوی دی ــ د جولای ۳۱مې انځور
په شمالي وزيرستان کې د هدفي وژنو او ناامنۍ ضد پرلت د ۲۰۲۲ز کال د جولای له ۱۷مې پيل شوی دی ــ د جولای ۳۱مې انځور

په شمالي وزیرستان کې د هدفي بریدونو او ناامنۍ پرضد راوتليو احتجاج کوونکو هغې قبايلي ضلعې ته تللې ټولې مرکزي لارې د ټرافيک پر مخ تړلې دي.

پرلتوالو دا ګام تر هغې وروسته پورته کړی چې له انتظامیې سره یې خبرې بې نتيجې پای ته ورسېدې.

د اګست پر درېيمه د اتمانزیو قبیلو مشرانو په ميرامشا کې په یوه جرګه کې د شمالي وزيرستان "بندولو" پرېکړه وکړه. پر دې مهال د اتمانزیو جرګې مشر ملک ربنواز وزير پر خلکو غږ وکړ چې ټول سړکونه وتړي.

د جرګې تر پرېکړې وروسته د میرلي، شوال او سپینوام او همداراز، د رزمک، میرامشا، غلام خان او دته خېلو ترمینځ څلور مرکزي او لویې لارې تړل شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د شمالي وزیرستان انتظامیې او پولیسو په بیا بیا د امنیت ټینګښت ژمنه کړې او ویلي یې دي چې په وروستیو کې یې په عملیاتو کې په هدفي بریدونو کې ککړ کسان نیولي او یوشمېر یې وژلي هم دي.

پر دې برسېره د جرګې مشرانو په خپله پرېکړه کې پرلت له ميرامشا څخه بېرته ميرلي ته غځولی دی. دا پرلت د جولای پر ۱۷مه د ميرلي په عيدک سيمه کې پيل شوی وو او د جولای پر ۲۹مه ميرامشا ته هم وغځېد.

شمالي وزیرستان کې د پرلتوالو او چارواکو ترمینځ مذاکرات دوام لري
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:47 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

پرلت تر هغې وروسته پیل شو چې د جولای پر ۱۴مه په ميرلي کې په يو هدفي برید کې د جمعیت علمای اسلام (ف) ځايي مشر قاري سمیع الدین او منتخب کونسلر قاري نعمان ووژل شول. پرلتوال وايي چې هغوی د دې وژنو په شمول د "ټولو وژل شويو حساب" غواړي او په دې عمل کې د ککړو کسانو د ګرفتارۍ غوښتنه کوي.

د شمالي وزيرستان انتظاميې څوځلې له پرلتوالو سره خبرې کړې او هغوی ته يې د امنيت ټينګولو باور ورکړی خو پرلتوال وايي تر هغو چې د هدفي وژنو بريدګر نه وي نيول شوي او انتظاميې ورته د امنيت ټينګولو "پوخ ډاډ" نه وي ورکړی، پرلت ته دوام ورکوي.

بلخوا د شمالي وزيرستان مرستيال کمېشنر شاهد علي خان او د پوليسو مشر فرحان خان د اګست پر درېيمه په ميرامشا کې خبري غونډې ته وويل چې په تېرو ورځو کې يې هغه پينځه بريدګر نيولي چې د قاري سمیع الدین، قاري نعمان، د وزيرستان ځوانانو تنظيم د څلورو غړو او نورو کسانو په وژنو کې ککړ ول، خو هغوی مشکوک بريدګر نه رسنيو ته وړاندې کړل او نه يې هم وويل چې چېرې يې ساتلي دي.

تر دې وړاندې پوليسو ويلي ول چې په شمالي وزیرستان کې یې د عملیاتو پر مهال هغه اووه مشکوک وسله وال وژلي دي چې د جون پر ۱۹مه یې د وزیرستان ځوانانو سازمان د څلورو فعالانو په وژنه کې لاس درلود.

د شمالي وزيرستان د پوليسو مشر فرحان خان خبري غونډې ته په وينا کې ادعا وکړه چې په روان ۲۰۲۲ز کال کې پوليسو او امنيتي ځواکونو ۱۰۵ هدفي بريدګر، وسله وال او د هغوی مرسته کوونکي وژلي او د وسله والو ۲۰۴ مرسته کوونکي یا سهولتکاران يې ګرفتار کړي دي.

فرحان خان زياته کړه چې سږ کال په شمالي وزيرستان کې د قتل ۶۳ پېښي شوي چې ۲۵ يې هدفې بريدونه او نورې يې د شخصي دښمنۍ، جايداد او ناموسي وژنې دي. خو د مشال راډيو له شمېرو سره سم، په ۲۰۲۲ز کال کې په شمالي وزيرستان کې ۳۸ هدفې بريدونه شوي چې تر ۵۰ زيات کسان پکې وژل شوي دي.

په شمالي وزيرستان کې د زیاتره هدفي بريدونو ذمه وارۍ هېڅ وسله والې ډلې نه دي منلې او د پوليسو او پوځ له خوا د امنیت ټينګ ساتنې او د وسله والو د نيولو او وژلو پر وعدو سربېره هلته حملې دوام لري. ځايي ولس وايي هلته هدفي بريدونو او د ناامنۍ نورو پېښو اندېښمن کړي دي.

د شمالي وزيرستان ځايي خلک وايي چې هلته له ۲۰۱۸ز کال راهيسې هدفي وژنې کېږي. په هغه ضلع کې په هدفي بریدونو کې د ولسي وګړو په ګډون، سیاستوالان، دیني عالمان، قومي مخور او امنیتي سرتېري هم په نښه کېږي.

په شمالي وزيرستان کې په ۲۰۱۴ز کال کې د پاکستان پوځ عمليات وکړل او وروسته يې سيمه له وسله والو پاکه اعلان کړه خو شاوخوا څلور کاله مخکې د امنیت وضعیت بیا خراب شو.

ځايي خلک وايي چې وسله وال بيا منظم شوي دي. دوی په سيمه کې د هدفي وژنو او ناامنۍ پرضد په وار وار مظاهرې، پرلتونه او احتجاجي جلسې هم کړې دي.

XS
SM
MD
LG