د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شمالي او جنوبي وزیرستان مشرانو د علي وزیر خوشې کولو غوښتنه کړې ده


د شمالي او جنوبي وزیرستانونو مشرانو د ډېسېمبر پر ۱۱مه په غونډه کې د علي وزیر د خوشې کولو غوښتنه وکړه.
د شمالي او جنوبي وزیرستانونو مشرانو د ډېسېمبر پر ۱۱مه په غونډه کې د علي وزیر د خوشې کولو غوښتنه وکړه.

د شمالي او جنوبي وزیرستانونو ولسي مشرانو، یوشمېر سیاسي ګوندونو او پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) په ډېره اسماعیل خان کې په جرګه کې له حکومته د قامي اسمبلۍ د غړي علي وزیر په ګډون د یوشمېر نورو فعالانو د خوشې کولو غوښتنه کړې ده.

د دواړو ضلعو مشرانو، سیاستوالانو او فعالانو د ډېسېمبر ۱۱مې په جرګه کې پر حکومت ټینګار وکړ چې وزیر دې خوشې کړي. دوی حکومت ته د ۲۰۲۳ز کال د جنورۍ تر لومړۍ نېټې پورې وخت ورکړی دی. د جرګې ګډونوالو مشال راډیو ته وویل چې که حکومت وزیر تر هغې نېټې خوشې نه کړ نو پراخ احتجاجونه پیلوي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ مشر او په قامي اسمبلۍ کې د جنوبي وزیرستان استازی علي وزیر د ۲۰۲۰ز کال له ډېسېمبر راهیسې د ریاست (دولت) ضد ویناګانو او د خلکو پارولو په تور بندي دی. نوموړی او غورځنګ دا تورونه ردوي او مقدمې سیالي بولي. داراز، عدالت وزیر په یوه مقدمه کې خوشې کړی او په پاتې درو هغو کې یې ورته ضمانت ورکړی دی.

له دې پرته د نومبر پر ۱۴مه د بنو یو عدالت هم وزیر ته په ۲۰۲۰ز کال کې د شمالي وزیرستان په میرامشا کې د لاوډسپیکر د غلط استعمال د مخنیوي له قانون سره سم، په جوړه شوې قضیه کې ضمانت ورکړ خو هغه پر دې سربېره د کراچۍ په زندان کې بندي دی.

تر دې مخکې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین ویلي ول چې د علي وزیر په شمول د خپلو ټولو ګرفتاره ملګرو د خلاصون لپاره د ډېسېمبر پر ۱۱مه په ډېره اسماعیل خان کې احتجاجي جرګه کوي. پښتین د ډېسېمبر پر نهمه د بلوچستان په چمن کې جلسې ته په وینا کې په ډېره اسماعیل خان کې د احتجاج اعلان کړی وو.

نوموړي هغه مهال جلسې ته په وینا کې غوښتنه وکړه چې ریاست دې د علي وزیر، حنیف پښتین او حاجي عبدالصمد په ګډون د پښتون ژغورنې غورځنګ هغه غړي هم ژرترژره خوشې کړي چې په وروستیو ورځو کې یې نیولي دي.

پښتین وايي، د غورځنګ د ټولو غړو او پلویانو تر خوشې کېدو پورې احتجاجونو ته دوام ورکوي.

دا په داسې حال کې ده چې د خیبر پښتونخوا او بلوچستان صوبو پولیسو د ډېسېمبر په پیل کې په دواړو صوبو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ یوشمېر مخکښ غړي او فعالان ونیول او ورباندې یې تور پورې کړ چې هغوی په وروستیو ورځو کې په احتجاجونو کې د دولت او ادارو پرضد ویناګانې کړې دي.

د پاکستان حکومتي چارواکي وايي، د پښتون ژغورنې غورځنګ نور مخکښ غړي یې هم د ریاست پرضد د ویناګانو او د خلکو پارولو په تورونو نیولي دي او پرضد یې مقدمې روانې دي.

په ۲۰۱۸ز کال کې د غورځنګ له جوړېدو راهیسې یې د مشر منظور پښتین په ګډون پر یوشمېر مخښکه غړو او پلویانو ورته مقدمې دایرې شوې دي.

  • انځور سایز

    اشتیاق مسید

    اشتیاق مسید د مشال راډیو خبریال دی چې د جنوبي وزیرستان، ډېره اسماعیل خان، ټانک او لکي مروت د امنیتي، سیاسي او ټولنیزو حالاتو په اړه راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG