د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتون ژغورنې غورځنګ د علي وزير د خوشې کولو او افغانانو د نه نيولو غوښتنه وکړه


 په کراچۍ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ سيمينار ته نورالله ترين د وينا په حال کې
په کراچۍ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ سيمينار ته نورالله ترين د وينا په حال کې

پښتون ژغورنې غورځنګ په کراچۍ کې د يو سيمينار او په پېرس کې د يوې مظاهرې له لارې د پاکستان له حکومته وغوښتل چې د افغانانو نيول دې ودروي او علي‌وزير دې خوشې شي.

د نومبر پر شلمه، د کراچۍ په سهراب ګوټ‌کې شوي سیمینار ته په وینا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د کراچۍ مشر نورالله ترین ادعا وکړه چې د يوې منصوبې لاندې په سيند صوبه کې ميشت افغانان په قصد ځورول کيږي. هغه زیاته کړه چې حکومت دې دا نيونې بس کړي او خلک دې نه ځوروي.

نورالله ترين زياته کړه چې د پښتون ژغورنې غورځنګ يو مخکښ او د پارليمان غړی علي‌وزير هم باید زر تر زره له زندانه پرېښودل شي. هغه وويل چې د علي وزير پر ضد بیا بیا مقدمې درجول ثابتوي چې ریاست هغه په بند کې ساتل غواړي.

علي‌وزير نيږدې دوه کاله مخکې په پېښور کې ونیول او بیا د سيند پوليسو په غوښتنه کراچۍ ته وليږدول شو. پر هغه د ریاست او امنيتي ځواکونو پر ضد د خلکو د پارونې تور دی چې نوموړی یې ردوي. په کراچۍ کې ترهګرۍ ضد عدالتونو او په بنو کې د پېښور های کورټ څانګې هغه له تورونو پاک کړی وو خو تېره هفته د نوموړي پر ضد يوه بله مقدمه درج شوې چې له امله یې هغه لا هم په زندان کې پاتې دی.

د سهراب ګوټ سيمينار ته په وينا کې دپي ټي اېم د کراچۍ غړي رويدالله وويل چې په سيند صوبه کې دې د پښتنو سره تعصب بند شي. هغه د افغانانو د نيول کېدو يادونه وکړه او تور یې پورې کړ چې پولیس افغانان د پيسو لپاره نیسي. نوموړي زیاته کړه چې د افغان کډوالو له نيولو يوه لوبه او کاروبار جوړ شوی دی.

پولیسو مشال راډيو ته ويلي‌چې په سيند صوبه کې يوازې هغه خلک د قانون له مخې نيسي چې په پاکستان کې د پاتېدو اسناد نه لري. د نيول شويو افغانانو وکيلې، منیزې کاکړ مشال راډيو ته ويلي چې په تېرو څلورو میاشتو کې په کراچۍ او جامشورو کې ۱۵۰۰ افغانان د اسنادو د نه درلودو په تور نيول شوي دي چې ځيني یې د هغې او د بشري حقونو د نورو فعالانو په کوښښ خوشې شوي دي. هغې زیاته کړه چې په نيول شويو کې اکثره یې ناروغان دي چې د درملنې لپاره کراچۍ ته تللي دي.

که څه هم پولیسو ويلي چې په سيند کې یې يوازې قانوني اسناد نه لرونکي خلک نيولي خو د کډوالو لپاره کارکوونکې غيرسرکاري ادارې، شارپ د اکتوبر په مياشت کې ويلي وو چې د سیند پولیسو لږ تر لږه ۴۷ هغه افغانان هم نيولي چې د اوسیدو اسناد ورسره وو. د دې ادارې په خبره په دغو کې ۱۱ ميرمنې او ۱۰ ماشومان هم شامل وو خو د کراچۍ پوليس دا تور دروي او وايي چې يوازي هغه افغان کډوال نیسي چې يا رجسټرډ نه دي‌او يا هم پرې د کوم جرم تور پورې دی.

د پېرس مظاهره

د نومبر پر شلمه د فرانس په سرښار پېرس کې هم د پښتون ژغورنې غورځنګ د اروپا څانګې مظاهره وکړه. دوی په دې مظاهره کې پاکستان ته د ورتلونکو افغانانو سره پر پاکستاني چيک پوسټونو د ښه سلوک غوښتنه وکړه.

د احتجاج ګډونوالو د علي وزير تر څنګ د پي ټي اېم د نورو مشرانو د خوشې کولو غوښتنه تکرار کړه. مظاهره چيانو په سيند صوبه کې د افغانانو نيول او په افغانستان کې د طالبانو لخوا د نجونو پر ښوونځيوو بنديز وغانده. په مظاهره کې شاملو کسانو پر افغان طالبانو غږ وکړ چې ژر دې د نجونو پر مخ ټول ښوونځي پرانيزي.

طالبانو د ۲۰۲۱ز کال په اګست کې کابل ونيو. د خپلې واکمنې په دوران کې دوی له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي بند کړي او په دفترونو کې یې د ښځينه کار کوونکو شمېر کم کړی دی. دوی همداراز پر ښځو مخ پټول جبري کړي او پارکونو ته له تګه یې منع کړي دي. نړيوالو پر طالبانو غږ کړی چې د ښځو سره دې چلند نرم کړي خو طالبان وايي چې دوی د شرعي چوکاټ له مخې خپله حکومتولي پر مخ بيايي. دوی دا چوکاټ نه دی تشريح او واضح کړی.

XS
SM
MD
LG