د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کراچۍ عدالت علي وزير په يوه مقدمه کې خوشې کړ


د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ علي وزير له څه کم دوو کلونو راهيسې په کراچۍ کې زنداني دی ــ پخوانی انځور
د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ علي وزير له څه کم دوو کلونو راهيسې په کراچۍ کې زنداني دی ــ پخوانی انځور

په کراچۍ کې د ترهګرۍ ضد يو عدالت د جنوبي وزیرستان استازي او د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مخکښ علي وزير په يوه مقدمه کې خوشې کړ.

د علي وزیر وکیل قادر خان اېډوکېټ نن (د اکتوبر پر ۲۵مه) مشال راډیو ته وویل چې عدالت دا پرېکړه نن واورول او علي وزير يې له خپلو ۱۱ ملګرو سره يو ځای د هغوی پر ضد په درج شوې مقدمه کې خوشې کړل.

د علي وزیر خلاف دا مقدمه د ۲۰۲۰ز کال په ډېسېمبر مياشت کې د کراچۍ د سهراب ګوټ په تاڼه کې درج شوې وه او پولیسو د همهغه کال د ډېسېمبر پر ۱۶مه نوموړی نیولی وو.

په هغه مقدمه کې د ترهګرۍ ضد عدالت او سیند های کورټ د نوموړي د ضمانت خواست رد کړی وو خو وروسته د پاکستان سپریم کورټ د ۲۰۲۱ز کال په نومبر مياشت کې ورته ضمانت ورکړی وو.

پوليسو پر علي وزير د رياست او امنيتي ادارو ضد وينا کولو او خلکو پارولو تورونه پورې کړي ول.

د قادر خان په وینا، عدالت په نننۍ پرېکړه کې پر علي وزير او نورو ملګرو د پوليسو تورونه غلط وبلل او ويې ويل چې پوليس په دغو تورونو ثابتولو کې پاتې راغلی دی.

په کراچۍ کې د علي وزیر پر ضد څلور مقدمې دایرې شوې وې او په ټولو مقدمو کې د هغه ضمانت شوی وو، خو علي وزیر دا مهال د شمالي وزيرستان د میرامشا د ۲۰۲۰ز کال په یو مقدمه کې د کراچۍ په زندان کې بند دی. په هغه مقدمه کې د نوموړي د ضمانت د درخواست اورېدنه د پېښور های کورټ په بنو څانګه کې روانه ده.

چارواکو هغه تر ضمانت وروسته د خیبر پښتونخوا پولیسو ته سپارلی وو او ټاکل شوې وه چې بنو ته ولېږدول شي، خو د خیبر پښتونخوا د پولیسو په غوښتنه لا هم په کراچۍ زندان کې بندي دی.

په کراچۍ کې د علي وزیر پر ضد په مقدمو کې پولیسو پر هغه د ریاست او ریاستي ادارو ضد وينا تورونه پورې کړي دي. خو نوموړي په وار وار دا تورونه رد کړي او ويلي يې دي چې د پاکستان د ايين او قانون په دايره کې دننه يې د پښتنو د حقونو لپاره غږ پورته کړی دی.

پي ټي اېم د نوموړي د خوشې کولو لپاره په کراچۍ، کوټه، پېښور، جنوبي وزيرستان او د پاکستان په يو شمېر نورو ښارونو کې په بیا بیا احتجاجي مظاهرې او جلسې کړې او له حکومت او رياستي ادارو يي غوښتنه کړې چې وزير د "خلکو منتخب استازی" دی او هغه دې ژر تر ژره له زندانه خوشې کړي.

علي وزیر له څه کم دوو کلونو راهيسې په کراچۍ کې زنداني دی.

XS
SM
MD
LG