د لاسرسي ځای

تازه خبر

پولیسو بلوچستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ ۳ غړي نیولي دي


د پښتون ژغورنې غورځنګ او پښتونخوا ملي عوامي ګوند پلویان د علي وزیر په ګډون د ګرفتاره کسانو د خوشې کولو لپاره احتجاج کوي - د ۲۰۲۱ز کال د نومبر ۱۴مې انځور.
د پښتون ژغورنې غورځنګ او پښتونخوا ملي عوامي ګوند پلویان د علي وزیر په ګډون د ګرفتاره کسانو د خوشې کولو لپاره احتجاج کوي - د ۲۰۲۱ز کال د نومبر ۱۴مې انځور.

د بلوچستان د لسبېلې ضلعې پولیسو د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) د مرکزي کمېټې درې غړي نیولي دي.

پولیسو مشال راډیو ته په استولي بیان کې ویلي دي چې د ډېسېمبر پر اوومه یې حاجي صدیق خلجی، حافظ جلال الدین او سمیع الله ترین د بلوچستان په حب سیمه کې په یوه غونډه کې د ریاستي (دولتي) ادارو پر ضد د ویناګانو په تور نیولي دي.

پولیس وايي، د اکتوبر پر ۱۰مه په حب کې په ولسي غونډه کې د ۱۱ کسانو پرضد مقدمه دایره شوې وه چې په ترڅ کې یې اوس د پي ټي اېم درې مخکښه غړي نیولي دي.

بیان زیاتوي چې درېواړه کسان یې عدالت ته حاضر کړل او عدالت ورته د پلټنو لپاره وسپارل.

دا په داسې حال کې ده چې د ډېسېمبر پر پینځمه د خیبر پښتونخوا پولیسو هم د پښتون ژغورنې غورځنګ دوه ځايي مشران حاجي عبدالصمد او ګران وزیر هم د ریاست او ادارو پرضد د ویناګانو په تور نیولي ول.

تر هغې وروسته د غورځنګ مشر منظور پښتین ویلي ول چې له ګرفتاریو "نه وېرېږي" او له دې وجې به یې د "پښتنو د حقونو" لپاره او د ناامنۍ ضد مبارزه کمزورې نه شي.

په ۲۰۱۸ز کال کې د غورځنګ له جوړېدو راهیسې یې د مشر منظور پښتین په ګډون پر یوشمېر مخښکه غړو او پلویانو ورته مقدمې دایرې شوې دي او د علي وزیر او حنیف پښتین په ګډون یې ځینې مخکښان له کلونو راهیسې بندیان دي.

پښتون ژغورنې غورځنګ د خپلو نورو غړو تر څنګ وخت په وخت د وزیر او پښتین د خلاصون لپاره هم احتجاجونه او لاریونونه کړي‌ دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ وايي، د پاکستان له ایین (اساسي قانون) او قوانینو سره سم، غونډې، جلسې او احتجاجونه کوي او مبارزه یې سوله ییزه ده.

XS
SM
MD
LG